خدای رضأ ماڼوساپی –
د یوولسم سیپټمبر له تروریستي برید څخه وروسته د پښتون ملت د زوال لړۍپيل شوه. نړیوال ایتلاف چې مشري امریکې کوله د دې پرځای چې د اسامه اصلي پټنځای په نښه کړي په افغانستان یې برید وکړ چې په زرګونو حتی په لکونو پښتانه یې ووژل او ډیرپښتانه یې معیوب او بې کوره کړل.
د پښتنو هر کلی ته د تروریست په نوم ولاړل بې رحمه یې ووژل، بې پته یې کړل، په داسې حال کې چې پښتانه تروریستان نه، بلکې د تروریزم قربانیان دي.
دا یو منل شوی حقیقت دی او په دې مورد کې ټوله نړیواله ټولنه پړه ده . دا د نړیوالو نامعقوله لاره وه چې د پښتنو په کلیوکې یې عملیات کول او هسې بې ګناه پښتانه افغانان، ښځې، ماشومان، سپین ږیري اوځوانان یې په ډیره بې رحمۍ ووژل ،بې پته یې کړل، معیوب یې کړل او بې کوره یې کړل.
باید نړیوالو د دې لپاره نا جګړیزه معقوله لار لټولي وای د جنګ او زور لاره کامیابه اومعقوله لار نده ځکه همیشه د زور کارولو په مقابل کې یو بل زور زیږول کېږي ځکه ایتلافي ځواکونو غوښتل چې تروریزم او تشدد له منځه یوسي، بلکې د تروریزم فابریکی یې جوړې کړې ،لا یې ورته پراختیا ورکړه، چې پدې سره نړیوالو قوتونو هم ډیر ځاني اومالي تاوانونه ولیدل .خو د امریکا په مشرۍ نړیوال ائیتلاف ته په کار وو چې له کرښې هاخوا د تروریستانو اصلي ځالې له منځه یوسي او د نړیوال تروریزم تمویل کوونکي ای اس ای په تورلیست کې داخله کړي وای، د ملیاردونو ډالرو مرستې ورباندې بندې کړي وای، اقتصادی بندیزونه پرې لګولي وای او د ډیر فشار لاندې به راغلي وای، چې پدې سره به یې د تروریستانو مرستو او روزنې ته هم د پای ټکی ایښودی وای او زموږ هیواد ته به تل پاتی سوله راغلی وای، نه به دومره وژل وو او نه له دومره اوږ نا تعریف شوي جنګ سره مخ شوي وی د ا مې د لیکنې لومړۍ برخه وه او اوس به په دویمه برخه پیل وکړو. دویمه برخه: د افغانستان دحکومتولۍ په برخه کې نا انډولتیا په ۲۰۰۱ زږدیز کال کې امریکا او ورسره نړیوالوملګرو د طالبانو رژېم وپرځاوه نو د افغانستان د حکومتي نظام دجوړولوله پاره په بن کې نړیوال کنفرانس جوړ شو چې ددې کنفرانس کوربه د افغانستان د شاهي کورنۍ وروستي پاچا ظاهرشاه وو.
خو دا ډیراوږد بحث دی، په لنډوکې به ووایم چې د دغه بدترین کنفرانس په پایله کې د کرزي په مشرۍ پخواني شمالي ټلوالې اتحاد د وطن پلورونکی ، جنګی ډلې ټپلې،جهادي سوداګران ، د پردیواستخبارتي شبکو جاسوسان، د مخدره موادو کاروباریان او د ناانساني ګټې وټې، ټیټ اوبې ایمانه دلالان چې ژوند او مرګ یې دپردیولښکرو سره تړلي دي د افغان ملت باندې وروتپل شول .
په دغه تپل شوي نظام کې یوازې مشرتوب له پښتنو سره وو، د یو سمبول بڼه یې درلوده ، نور واک او ځواک د شمالي ټلوالې سره وو او غلې اکثریت یې نه یوازې دا چې پر ځمکه وغورځاوه، بلکې ډیر زیات نا انساني ظلمونه پرې وکړل لکه د هیواد ټول لوړ پوستونه شمالي ټلوالې چې مشري یې پنجشریانوکوله ونیول چې د پښتنوسره په دښمنۍ کې دغه دندو ته دوام ورکړ په دې برخه کې یوازې د ملي امنیت څخه یادونه کولای شم .
د بګرام ناوړه زندان او جنوب کې د بهرنیانو پټ زندانونه یې د بې ګناه پښتنوڅخه تر مورږو پورې ډک کړل ، چې ټول هیوادوال یې شاهدان دي، څه موده وړاندې د بګرام له ناوړه زندان څخه داتیاو په شاوخواکې بندیانو د خوشې کېدو په لړ کې دا ادرس وویل چې نوموړي بندیان کومه دوسیه نه لري او ټول یې د مخې بې ګناه ؤ نو له دې جوتیږي چې موږ بدبختانه په تېرو دیارلسوکالونوکې د ملي مصلحت په نوم یوه معتصبه او په فساد اخته ډله،جنګي جنایتکاران پرملت باندې حاکمان ؤ ددې پرځای چې دهیواد ملي ګټو ته کار وکړي، خپلو شخصي ګټو ته یې ترجیع ورکوله ، غواړم چې د نا انډولتیا یوه بیلګه یاده کړم ټول پوهیږو چې موږ د ګران هیواد په کچه۳۴ ولایتونه لرو ددغه څلوردیرشوولایتونوڅخه د هیواد په کچه د ارزګان ولایت پخوانی ولسوالۍ او د ولسواکۍ د لسیزې ډیرکوچنی ولایت پجشیر دی، چې د کرزي په مشرۍ په فساد باندې ولاړ نظام کې د هیواد ۳۵٪ لوړ پوستونه یوازې د پنجشیر سره وه، د جهاد اومقاومت د مشرۍ داعیان او د هیواد په کچه په ټولوسیاسي پریکړوکې شریک ول، د افغانستان ټول وګړي ددغه تش د مصلحت په نامه حکومت چې ۱۳ کاله یوازې خپلې شخصي او تنظیمي ګټې وپاللې د ملي ګټو په ضد یې بې شمیره کړنې وکړې او په دې او ورستیوکې د ملي هویت او ملي ارزښتونو تر پولوهم واوختل چې په تذکره کې یې دافغان له کلمې سره کلک مخالفت وښود او تر ډیره یې دغه پروژه دکامیابی لورته ورنژدې کړه .
د مختلفو بیرونیو کړیو په اشاره یې دولسي جرګې د تصویب شوې مسودې پرځای جعلي مسوده د مشرانو جرګې ته ولیږله . په ډیره بې شرمۍ یې د مشرانو د جرګې ریس له ړندوسترګوتېره او پرسناتورانو یې تصویب کړه او ان تر فاسدې ادارې د سمبولیک مشر(کرزي) میز ته هم ورسیده چې نه یې د ردولو وړتیا درلوده اونه یې د لاسلیک ، د معمول سره سم دنورو کاغذونوسره پاتې شوه. موضوع راڅخه ډیره اوږده نه شي بیرته اصلي موضوع ته راګرځم. درنو هیوادوالو دکرزي د فاسد او د تعصب پربنسټ باندې ولاړنظام ولس له ډیرو کړاونو اوسختوستونزوسره لاس او ګریوان کړ .
افغان غیرتي ملت د ډیرفکرسره د۱۳۹۳ لمریزکال ټاکنوته دامید ،هیلو اوارزوګانوسترګې پرانیزلې د ولسمشرۍ دنوماندانو په غوړو او ناشونو ژمنو ونه غولیده او د یو درست انتخاب په لور روان شول او خپله اراده یې څرګنده کړه په لومړي پړاوټاکنوکې هیڅ یونوماند ونه شوکولای چې (۵۰+۱) پوره کړي نود قانون له مخې ټاکنې دویم پړاوته ولاړې او ډاکتر غني او عبدالله سره دوه په دوه سیاسي مبارزې ته ولویدل ، ولس د لومړي پړاوټاکنو په اندیښنه کې اچولی و، ځکه ولس په ډیره میړانه سره د رایو په ورکونه کې ګډون کړی ؤ خو د جمعیت لخوا دپراخو درغلیو له رویا ډیر اندیښمن ؤ همدا سبب وو، چې میړني ملت دویم پړاوته پوره تیاری ونیولو دګڼو با احساسه ځوانانو او ملایانو په لارو او کوڅوکې او همداشان په دیرو اوحجروکې ټولې ناستې پاستې په کمپاین بدلې شوې .
دویم پړاوټاکنی چې د جوزا په ۲۴نیټه ترسره شوی دافغان غیرتي خاموش ملت د پراخ ګډون سره د جمعیت نوماند ته یوتاریخي ماته ورکړه خو د همپالنې ټیم دولس په پراخه ګډون سترګې پټې کړې او د نه منلوغږ یې پورته کړ او د غني ټولو رایو ته تقلبي رایې وویل شوې چې د ډیرو غبرګونونوسره سره یوه بین الافغاني پروسه دبهرنیانو د مداخلې باعث کړه .
دامریکې د باندنیو چارو وزیر په خپلې بربنډې مداخلې او دیپلوماسې سره د پښتون ملت د ارادې ډیر زیات توهین وکړ د خپلواکوکمیسونو چارې جان کیري اوملګروملتونو په غاړه واخیستې ، جان کیري د رایو عمومي تفتیش پریکړه وکړه چې د ملګروملتونو استازي به په بې لوریتوب سره د تفتیش لړۍ پای ته ورسوي، د تخنیکي بهیر کړنلاره د عبدالله د غوښتنو مطابق ترتیب شوه او د رایو د۷۵٪ تفتیش د عبدالله ،اشرف غني او نړیوالو څارونکو د څار لاندې مخ ته ولاړ .
د همپالنې ټیم ته جوته شوه چې ډاکټر غني د مطلقې بریا خاوند دی نو دغه ځانغوښتي ټیم د رایو ارزولو سره خپل پریکون وکړ او وویې ویل چې موږ دا ټاکنې نه منو او د موازي حکومت د جوړولو په ګوتڅنډنې سره یې جان کیری ته د منځګړیتوب موقع ورکړه په دې سره د ټاکنو بهیر د ارزښت لمنځه وړلو په منظور د سیاسي جوړجاړي خبره راپورته کړه او د ولس په رایو د خاورې اړولو په نیت یې د تش ملي یووالي حکومت په نامه سیاسي موافقه رامنځته کړه.
داکتر صیب غني یې تر فشارونولاندې ونیولو چې په پایله کې یې غني او عبدالله په دغه هوکړه باندې د پایلو څخه یوه ورځ وړاندې لاسلیک وکړ چې د یادې هوکړې د سر ټکی دا و چې ګټوونکی نوماند به ولسمشر اوبایلونکی نوماند به اجرایوي رئیس وي، په داسې بڼه ټاکنې د نړۍ په هیڅ هیواد کې نه دي شوي او نه به داسې له شرم څخه ډکې ټاکنې وشي ، ځکه افغانان خو د دغه نامناسب ترکیب او دغه ایتلافي حکومت څخه دیارلس کاله رنځ وړی و او په همدې مناسبت یې په ټاکنو کې ورته سخته ماته ورکړه چې نور له دغه فاسدو اشخاصوڅخه ځانونه په امان کړي ، له بده مرغه بهرنیانو هم په خپله بربنډه دیپلوماسۍ سره د ملت ارادې ته سپکاوی او د خپلو ګټو ساتوونکي یې د غني په حکومت کې ځای په ځای کړل چې پدې سره یې نه یوازې دا چې د ملت د ارادې توهین اوسپکاوی وکړ، بلکې د ولس په رایو باندې یې هم د خاور انبارونه جوړل کړل او د ولسواکۍ د دغه اصل چې د ټاکنو له لارې ولسونه د رایو په اکثریت خپل زعیم او منتخب حکومت جوړوي په مرۍ یې پښې کېښودې، د جان کیري او ملګرو ملتونو په بې ښکاره لاسووهنې سره زموږ د منتخب حکومت په ځای د ملی یووالي په نامه حکومت د جوړجاړي عنوان لاندې یو تپل شوی حکومت بنسټ یې کیښود چې هیڅ قانوني اعتبار نه لري او د بهرنیانو د لاسوهنې د اساسي قانون لاس او پښې ورمات کړل، خو دا مسئله چې شمالي ټلواله دې د خپلو ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجیع ورکړي او د یو موټي افغانستان په لور به ګامونه واخلي له امکانه وتلی او ناشونی بریښي، ځّکه په دري ژبه کې یو متل دی چې وایي ( هرچه میرود عادت نه میرود) دوی د کرزي په فاسده او ورسته اداره کې ریښې څه چې خنډان کړي دي او له دوی نه د خیر تمه هغه د چا خبره هسې په ډاک کې صرافي کول دي.
پر هر حال اوس د بیچاره ولس ټولې د امید سترګې داکتر صیب اشرف غني ته دي. چې نوموړی به ټاکنیزې ژمنې په عمل کې پیاده کوي او که دغه ژمنې یې یوازې د سیاسي دماکوژۍ( ولس ته د فریب ورکولو په خاطر د درواغو وعدې ورکول) پر محور څرخېدې . الله تعالی دې وکړي چې زموږ مظلوم ملت له دغه نا تعریف شوي جنګ څخه خلاص شي. وینې تویدو، ورور وژنې، بې کوره کیدو ، ولږې او تندې خو پښتون ملت نور د ورکېدو له خطر سره مخامخ کړی دی. په اخر کې له ډاکټر غني څخه غواړم چې د شمالي ټلوالې په مشوره باندې ولاړ نه شي او په سیاسي پریکړوکې وخت ورنه کړي. کنه بیا به نه تاریخ ته ځواب ولري او نه د بیچاره ولس ته . ځکه پښتون ملت همدغه د همپالنې ډلې د ولسواکۍ د ښمنان ، انتحاریان او تروریستان بللي دي ، نن چې یې ټاکنو کې ډیر پراخه ګډون وکړ او ډاکټر غني یې پریکنده بریا ته ورساوه د دیموکراسۍ را زیږولو بچیانو یې رایې ونه منلې او د ان د ګوسفندانو خطابونه یې ورته وکړل ، اوس بایلوونکی ټیم د ګټوونکي په حیث د لوړو پوستونو ویش ته ملا تړلی ده، خدای مه کړه که په کابینه او نورو خپلواکو ریاستونو کې دا فاسداشخاص وګومارل شي نو د ټاکنو ګټوونکی ملت به په دغه ډول نظام هیڅ باور ونه کړي دا ملت ستاسو پر ژمنو راټول شوی ،خدای مه کړه که چیرې ستاسې د ژمنو او عمل ترمنځ واټن زیات شي نو زموږ د بیچاره ولس ملاتړ به له لاسه ورکړئ . په هر حال زه خپلې خبرې په دغه پیغام پای ته رسوم چې الله پاک دې تاسې ته ددې توان او توفیق درکړي چې د دغه بیچاره ولس په ټپونو د مرهم پټۍ کېږدۍ او نور یې له جګړې، لوږې تندې، وهلو ټکولو او نړیوالې بې شرمۍ څخه خلاص کړئ. په درنښت