معين ګل څمکنی

هيله: قدرمنو لوستونکو، ليکنه تر پايه ولولئ وروسته له هغې قضاوت وکړئ.

دا ډېر د بدبختۍ ځای دی له کوم وخته چې د کرزي صاحب تر لارښوونې لاندې دولتونه جوړ شول د يو تعداد متعصبو خلکو په لاس کې چارې ولوېدې، چې د هغوی له جملې نه د سرشمېرنې اداره هم د نوموړو متعصبينو په لار کې ولوېده دوی کله چې پښتون مېشتو سيمو ته ورغلل، په هماغو ټيمونو کې يو پښتون هم نه وو هغوی د سرشمېرنې فورمې د پنسل په وسيله لېکلې موږ ورڅخه پوښتنه وکړه چې دا ولې په پنسل ليکئ نه په قلم؟ د هغوی ځواب دا وو چې دا لومړۍ سرشمېرنه ده وروسته بيا نور ټيمونه راځي هغوی يې بيا په قلمونو ليکي او هغه به د اعتبار وړ وي، خو له بده مرغه هماغه په پنسل لېکل شوې فورمو زموږ لپاره رسمي بڼه پيدا کړه.

په هماغه وخت کې ډېرو خلکو ورته وويل چې دا يوه نيمګړې پروسه ده د دې زيانونه به يوازې يوه قوم ته رسېږي له بده مرغه چې په هماغه وخت کې ښاغلی کرزی هم د حکومت په چارو نه پوهېده او په بن کې هم غير واقعي پرېکړې شوې وې. زمونږ کور چې په هماغه وخت کې يې تعداد اتلس کسان وو وروسته مې په پاڼو کې ولېدل چې نهه کسان لېکل شوي وو چې دا ډېره د بدبختۍ نښه وه چې اوس مو ه له زړه نه نه وځي.

ولې دغو متعصبينو دا کار وکړ؟ هغوی د دې لپاره چې په راتلونکي پارلمان کې د يوه قوم استازي کم راوستل شي، پرمختيايي پروژې کمې عملي شي او په ټوله کې نړۍ ته وښايي چې پښتون قوم په افغانستان کې ډېرکی قوم نه دی، همدا وجه وه چې نن زموږ د هېواد ژبه په ملګرو ملتونو کې فارسي ژبه ده او اوس د ځينو کړيو لخوا کوښښ کېږي چې پښتو ژبه د هېواد د دوهمې ژبې په دود رواج کړي.

د افغانستان د بنسټ ايښودلو څخه راپه دېخوا په افغانستان کې چې اکثريت لوی قوم پښتون قوم دی، نو د هېواد ملي ژبه پښتو وه. او پښتو او دري له هغې نه راوروسته پښتو او دري د دولتي ژبو په توګه کارېدلې، خو د موجوده اساسي قانون د داېرېدو په وخت کې د ځينو کړيو لخوا د ټوپک د برچې لاندې داسې قانون تصويب شو چې په هغه کې يې پښتو ژبه له ملي ېبې ولولې، فقط پښتو او دري يې رسمي ژبې کړې چې دا د پښتون قوم سره لويه جفا ده.

نن چې کله پښتون قوم په ډېر لوی کثريت سره ټاکنو ته راوځي ټول خطرونه پر ځان مني د يو تعداد خدای ناترسه خلک چې د بل مال، سر، عزت، معنويت او حوريت ورته هيڅ ښکاري وايي چې د نفوسو څخه يې زياتې رايې کارولي دي، منم چې احصايه يې کمه لېکلې ده، لاکن د رايې ورکولو کارتونه د ټاکنو د کميسيون لخوا په تدريجي ډول خلکو ته وېشل شوي دي، ښه به دا وي چې د ټاکنو کميسيون ډيټابيس وپلټل شي او له هغه څخه ارقام راواخيستل شي چې څومره کارتونه ورکړل شوي دي. له يادولو دې پاتې نه وي چې د اشرف غني ټيم ته پيسې خلکو د بسپنې په ډول ورکولې او دې بل ټيم خلکو ته پيسې ورکولې تر څو هغوی ته رايې واخلي. دا يو څرګند حقيقت دی، زما دې غاړه بند وي چې دا کار ما په خپلو سترګو لېدلی دی. د يوه ښه مثال په توګه په لويه پکتيا کې د خوست ولايت د افغانستان د بې وزله خلکو لپاره د وړې دوبۍ اهميت لري، د افغانستان له درې دېرشو ولايتونو څخه خلک ورخي په خوست کې خواري او مذدوري کوي، نو طبيعي ده چې هلته به رايه هم کاروي.

بل د دوهم پړاو لپاره چې څومره خلکو ته مينه او جزبه په زړه کې ورپيدا شوې وه د رايې اچونې لپاره له پاکستان، هندوستان، عربي امارات او داسې نورو هېوادونو څخه خلک راغلي وو او رايې يې ورکړې، نو اوس هر هغه چا ته چې د هغو ښځو، ماشومانو، سپين ږيرو او ځوانانو چې رايې يې ورکړې ده څوک ورته په سپک نظر وګوري هغه به خدای شرموي، بل دا چې د هيڅ ډول فشار څخه خلک ونه وېرېدل خپله رايه يې وکاروله نو په دې دې خلک پوه شي چې د خپل سر بايللو ته هم تيار دي، ښه به دا وي چې دا افغانستان يو ځل بيا په سرو وينو ونه لړل شي. دا زما له تاسو څخه هيله ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *