محمد عارف رسولي

په ټولنه کې ځینې اصطلاح ګانې، شعارونه او مفهومونه د خاصو ټولنیزو، تاریخي اوسیاسي لاملونو له کبله خاص اهمیت پیدا کوي، خلکو ته ښه ښکاره شي او په اوریدو یې په خلکو کې له ناورین څخه د وتو لپاره هیلې پیدا شي. په ملت کې د هیلو راپیدو لپاره که سمبولیک هم وي زیات اهمیت لري خو باید دټول هیواد او خلکو لپاره سمه ګټه ورڅخه واخیستله شي.

خو که اړونده سیاستوال او ملي لوبغاړي له لازم احتیاط او سیاسي درایت څخه کار وانه خلي، ستراتیژیک لید او ملي ګټو ته وفادار پاته نه شي، له رامنځته شوې موکې څخه ګټه وانخلي، له چل او فریب څخه کار واخلي، په وعدو وفا ونه کړي او یا کومه خوا تر حد زیاته غوښتنه ولري، نو ستر ستر تاریخي فرصتونه له لاسه ورکوي، خلک ورڅخه نا هیلي شي او هغه هیله بخښونکې اصطلاح ګانې او شعارونه هم زاړه شي،  وسولیږي او بې اهمیته شي.

د افغانستان د جګړو وهلي، له ناهیلیو ډک او ویشل شوي ملت زیات خلک باور لري چې په ملک کې اوسنۍ جګړه پردۍ ده، نیابتي ده، د سونګ موادو یې افغانان دي خو ستراتیژیکې ګټې د نورو دي. زموږ لپاره نور پریکړې کوي، په سوله او جنګ دواړو کې زموږ بنسټیز رول کم دي.

لکه څنګه چې له وروستیو څو لسیزو راهیسې که په اتیایمه او نویمه لسیزه کې د ژنیوا مذاکرات وو، که په اوس وخت کې بیا د مذاکراتو خبرې وې تر ډېره د افغانانو په کنترول کې نه وې او اوس هم نه دي. دې ستونزو زموږ د ملت په ځان باور زیات زیانمن کړی دی، زموږ حریفو بهرنیو قوتونو ته یې هم ښودلې چې افغانانو دا توان له لاسه ورکړی چې د خپل ملک ستونزې په خپله حل کړي، ټولو ته د منلو یو سم نظام جوړ، په یوه ټغر راټول، خپل وطن ودان او له سیالانو سره سیال شي.

په داسې شرایطو کې د هیواد په ټولنیزو، برقي او چاپي رسنیو ټولو کې د افغنستان د اسلامي جمهوري دولت او د افغانستان د اسلامي حزب تر منځ د سولې په مذاکراتو کې د بین الافغاني مذاکراتو، بین الافغاني تفاهم او سولې اصطلاح ګانو کارول همداسې هیله بښونکې اصطلاح ګانې شوې. خلک ورته یو څه هیله من شول، فکر یې و کاوه چې ګوندې د شته ناخوالو تر څنګ په موږ کې تر اوسه تدبیر او ستراتیژیکه پوهه شتون لري، او زموږ په ملت کې یې له اوسني ناورین څخه د راوتو لپاره یو څه هیلې راپیدا کړې. خلکو فکر وکړ چې داسې هم نه ده چې تل به زموږ سرنوشت بهرنیان ټاکي، دادی موږ هم داسې کسان لرو، خپلې ستونزې یې درک کړې او په خپله یې حل کولای شي.

اوسنی حالت او د دواړو خواوو مسؤلیتونه

زه د سولې د موافقې د پلي کیدو په هکله له شته خنډونو سم خبر نه یم، خو له رسنیو اورم چې کارونه سم پرمخ نه ځي. خو لاملونه چې هر څه وي، باید دواړه خواوې له قضیې سره په پوره مسؤلیت چلند وکړي. پرینږدي چې د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم لپاره په ملي کچه راټوکیدلې هیلې له خاورو سره خاورې شي. نو دواړو خواوو ته په کار ده چې د یادې توافقنامې په ټولو پریکړو عمل وکړي.

دواړو خواوو ته په کار ده چې له ستراتیژیک درایت، ستراتيژیک صبر او زغم څخه د افغانستان د علیا ګټو او همدارنګه، د خپلو ګټو لپاره کار واخلي او اجازه ورنه کړي چې د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم هیله بخښونکې اصطلاح بې اعتباره شي. که خدای مه کړه دا کار وشي، بیا به زر افغانان په یو بل باور و نه کړي، ملت په ناهیلی شي، ټول ملي لوبغاړي، د سولې د مذاکراتو دواړې خواوې به هم پوره بې اعتباره شي.

حزب اسلامي ته څه په کار دي؟

حزب اسلامي ته په کار دي چې له زغم څخه کار واخلي. که کوم قانوني خنډونه وي، ښه به وي چې حل شي، ځکه د قانون حاکمیت او قانون ته غاړه ایښودل د ټول ملت او تر هر چا زیات خپله د حزب اسلامي په ګټه دي. زما په اند ستراتیژیک فکر به داوي چې که حزب اسلامي په راتلونکي کې په ملي کچه کومې بریاوې تر لاسه کوي نو هغه به تر زیاتې کچې د هغو څيزونو له کبله نه وي چې د سولې په پای کې یې لاسته راوړي، بلکه هغه به د دې له کبله وي چې حزب اسلامي د ټولو افغانانو، وروڼو قومونو او ټول ملت ګډ کور او هیلو ځای وي، یو ملي او اسلامي خادم قوت شي چې د هیواد ستونزې حل کړي، په رښتیا هم د قربانیو په وخت په لمړي صف کې او د امتیاز په وخت په اخر کې قرار ولري.

زما په نظر هیڅ ګټه به و نه لري چې لکه ځینې نور قوتونه حزب اسلامی هم هره ورځ خلکو ته د خپلو تیرو قربانیو او جهاد په هکله خبرې وکړي، له دولت او ملت څخه د امتیاز او چوکیو غوښتنه وکړي. ښه به دا وي چې، تمرکز په  دې وکړي چې اوس کومه علمي، ټول شموله ملي کړنلاره او تګلاره ولري او څنګه ملت له اوسني حالت څخه د نورو شته او مطرح قوتونو او اوسني دولت په مرسته را ایستلای شي.

که یې داسې و نه کړل، زیات په امتیازاتو پسې ګرځیدل د ګټې په ځای به زیان وکړي، ځکه دا ملت اوس د امتیاز غوښتونکو څخه سړی او په خادمانو پسې ګرزي. د ملت زیاته خوځنده برخه هم ځوانان دي، ځوانان د پرون په ځای نن ته ګوري او معیار د ګوندونو د اوس وخت ګړنلارې او تګلارې دي، نه د هغوي پخواني تاریخونه.

که یې له دولت سره د سولې موافقتنامه بریالۍ شوه، نو دا بین الافغاني سوله او تفاهم د عام کړي، خپلې تجربې د د طالبانو د اسلامي تحریک له اړوندو خواوو سره هم شریکې کړي. حزب ته په کار ده چې د طالبانو د اسلامي تحریک د ستونزو او مجبوریتونو په هکله تر نورو له زیات زغم څخه کار واخلي، د خپلو تبلیغاتو او کم تجربه کسانو سمه اداره دې وکړي. همدارنګه له ټولو افغاني سیاسي ډلو سره د باید همدا چلند وکړي، په سیاست کې خو خو سیالي شته او حتمي ده نو موږ افغانان باید په نیکو کارونو او د خلکو په خدمت کې له نورو سره مشروع رقابت وکړو.

په خپله تګلاره کې د زیات تمرکز د په مثبت لرلید او هغو څیزونو وکړي چې خپله حزب او ټول ملت یې غواړي او ښه به دا وي چې له هغو څیزونو پیل وکړي چې له بل کوم ګروپ سره په زیات ټګر کې نه وي، ځکه هیواد اوس ټولیز تفاهم او د سیاسي ګروپونو تر منځ همکاریو ته زیات اړتیا لري نه یو بله غندلو ته چې د ګټې په ځای زیات زیانونه لري.

حزب ځکه دا ستر مسؤلیت لري چې خپله هم تر پرونه د دولت په وړاندې ولاړ و، کیدای شي کړنلاره به یې بدله وه. هڅه د وکړي چې د اوسنیو مخالفو ګروپونو لپاره هم د سولې شرایط د نظام په داخل کې برابر کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مسؤلیتونه د بین الافغاني سولې په هکله

د ملي وحدت حکومت او د افغانستان د اسلامی جمهوري دولت ته که ځان د افغانستان مشروع دولت بولي په کار ده چې دا تاریخي مسؤلیت دروند وبولي او پرینږدي چې د بین الافغاني مذاکراتو او سولې هیلې خدای مه کړه له ناکامۍ سره مخ شي. که خدای مکړه دا کار و شي، بیا له به نورو مخالفینو سره هم د سولې چانس خورا کمزوری شي، د نظام مشروعیت او برخلیک به لانور له ستونزو سره مخ، ملت ناهیلی او  بهرني دښمن قوتونه به لا نور هم زموږ په وړاندې زړور شي.

د عامو افغانانو مسؤلیت

د افغانستان روڼ اندو، د رسنیو کار کوونکو، لیکوالانو، شنونکو، قومي مشرانو، زړه سوونکو سیاستوالو او ټول افغان ولس ته مې خواست دادی چې مه پریږدی د بین افغاني مذاکراتو او سولې مبارکې اصطلاح ګانې کمرنګه شی، وسولیږي، بې اعتباره شي او زموږ له کلتور څخه د ډیر وخت لپاره لرې شي.

هیله لرم ټول ملت باید په صحنه کې حضور ولري، د پورته یادو مذاکراتو په دواړو خواوو او هغو کړیو چې سوله د ځان په ګټه نه بولي اړین اخلاقي فشار په مخامخ خبرو کې او هم د لیکنو او رسنیو له لارې واچوي او اړ یې کړي چې کړې موافقې ته پوره التزام ولري او عملي یې کړي. د دیني او ملي شعایرو په درناوي او په نظر کې نیولو سره  دواړه خواوې پرینږدي چې شته فرصتونه ضایع، ملت ناهیلی او د بین الافغاني سولې مفهوم تت کړي. که د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم اصطلاح بې اعتباره شي، زما په فکر هیڅ چاته به هم اعتبار پاته نه شي.

په افغانستان کې د بین الافغاني سولې د بریا په هیله

کابل، افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *