د سولې عالي شورا له جوړښته تر دې دمه څومره خلک د سولې پر ټغر راټول کړي او په دې څو کلن فعالیت کې څو ملیونه ډالره لګښت درلود؟
د دې پوښتنو دقیق ځواب اسانه نه دی، خو که عمومي محاسبه وکړو نو ښکاره ده چې د ډیرو نورو دولتي ارګانونو په څېر پرته له دې چې څو کسه مشران او کارکونکي په کې په نس ماړه شي، بل هیڅ د پام وړ لاسته راوړنه نه لري.
د شورا د ایجاد له وخته چې مشر رباني او بیا یی زوی صلاح الدین مشرۍ ته ټاکل شوي وو، مخالفو ډلو پر وړاندې یې خپل دریځ ځکه بدل نکړ چې په ترکیب کې یی یو ریښتینی منځګړی نه لیده. د شورا په رهبرۍ کې ټول هغه کسان وو چې تل له دوی سره په نظامي او سیاسي ډګر کې جنګیدلي وو او لا جنګیده. همدا وجه وه چې طالبانو یا نوور مخالفو خواوو له پیله شورا ته په ښه سترګه نه کتل او مشران یی د نورو دولتي مشرانو په څېر د بهرنیو لاسپوڅي بلل.
څو د ګوتو په شمیر کسانو چې به کله کله د رسنیو له لارې د دولت مخالفو وسلوالو په نامه له دولت سره د پخلاینې ډرامه جوړوله او شورا به دا خپله لاسته راوړنه بلله، په هغو کې هم اکثره کسان جعلي وو. دا کار به په ډیرو ولایتونو کې د شورا ولایتي ادارو د خپل فعالیت او کار د دوام په مقصد په یو تفاهم سره کاوه. دوی به یو شمېر کسان له کلیو او بانډو څخه رابلل، په نمایشي ډول به یی یو څه وسلې ورکړې، او بیا به د رسنیو له لارې د مخالفینو د پخلاینې په نامه خلکو ته ښودل.
اوس نو که یو درست تحلیل وکړو، د حامد کرزي په وخت کې د شورا ایجاد او بیا د اشرف غني لخوا یی د دوام پروسه اصلا نه د حکومت او نه هم د ولس په خیر ده. که دا تیروتنه د کرزي په دوره کې شوې وه، نو ښاغلي غني ته په کار و چې د یو مدبر مدیر په توګه د منحلیدو لاره لټولای وای،نه دا چې نوی مشر او بیا نیم درجن مرستیالان ورته وټاکي.
په اوس وخت کې د دولت کمرزوی اقتصادي حالت دا نه ایجابوي چې په دې ډول پراخو تشکیلاتو او ادارو جوړولو هم ځان او هم ولس لا کمرزوی کړي. همدا اوس د دولت د مخالفانو په لیکو کې په زرګونه داسې ځوانان شته او لا جذبیږي، چې د بیکارۍ او دولتي بې عدالتۍ له امله په تنګ شوي، که لږ دقیق نظر وکړو نو دا بې عدالتي او بې کاري د شورا د دوام او تشکیلاتو پراخولو په څیر د ډیرو نورو ناسنجول شویو پریکړو زیږنده ده، نه بل څه.
اوس هم که ولسمشر غني په ځینو مهمو او اساسي مسایلو کې لکه څنګه چې یی د ولسمشرۍ ټاکنو او بیا لوړې مراسمو پر مهال ژمنې وکړې، پخپل دریځ ودریږي نو ولس هم دومره ناځوانه نه دی چې یوازې یی پریږدي.
ښاغلي غني له خلکو سره د دسترخوان بدلیدو، د کار روزګار برابرولو، د امنیت راوستلو او بالاخره د یوه سوکاله وطن جوړولو ژمنې وکړې، خو تر دې دمه د هر مجبوریت له امله چې وي کړي کارونه یې د کړو ژمنو خلاف او اپوټه دي. وروستۍ بیلګه یی بیا هم د سولې عالي شورا د کارونو دوام او بده لا دا چې په هغې کې هم د نور حکومت په څېر ففټي ففټي ونډه او د تشکیلاتو پړسوب دی.
لنډه دا چې که د سولې شورا وي او کنه، د مخالفینو پر دریځ کوم اغیز نه لري. د مخالفانو پخلا کول او د سولې پر ټغر راټولول نه د شورا له وسې پوره ده او نه څوک دې شورا ته په کوم ارزښت قایل دي. ښه به دا وای چې د شورا همدا لګښت د نورو اساسي چارو ترسراوي ته ځانګړي شوي وای، د مخالفانو د مخالفت د عواملو موندلو او حل لارو پر نورو اړخونو خپله حکومتي چارواکي او د دوی نړیوالو ملګرو فکر کړي وای او په ريښتیني تعهد رامخې ته شوي وای.
۴/ حوت/ ۱۳۹۴