ژړا کله د غم وي کله له ډېرې خوشالۍ کېږي، خو پښتنو کې کله کله شرم ګڼل کېږي. اوس د اسټرالیا د کوینز لینډ پوهنتون ساینسپوهان وايي، ژړا انسان ته ډېرې زیاتې فایدې لري.
دوی وايي، د ذهني فشار او خپګان په وخت کې ژړا د ساه اخیستلو عملیه منظموي.
دوی پر ۱۹۷ مېرمنو یوه څېړنه کړې، هغوی ته یې داسې فلمونه لګولي چې ښځو ورته سمدواره ژړلي، خو ساینسپوهانو د ژړا پر مهال د هغوی په مغزو کې راښکاره کېدونکي بدلونونه څارلي، دغه راز چې کله مېرمنې ارامې شوي او له خپګانه وتلي، نو یې بیا د دوی ټیسټونه کړي دي.
ساینسپوهانو ویلي، ژړا په غم د انسان غلبې لپاره نه ده، بلکې نورې اغېزې لري.
ساینسپوهان وايي، دوی وکتل چې له غم سره لاس و ګرېوان او په ژړا شویو مېرمنو سره د دوی ژړا د ساه اخیستلو د سیسټم په منظمولو کې خورا مرسته کړې.