خبریال: نصیر احمد نظري:

د کابل ښار د کمپنۍ، عبدالعلي کلا او حیدرخان کلا یو شمېر اوسیدونکي وايي، سره له دې چې د کمپنۍ چوک او سړک په اړه یې څو ځلې شکایتونه کړي، خو حکومت د دوی ستونزو ته پام نه دی کړی؛ دوی ګواښ کوي که د دغه سرک غمه ونه خوړل شي؛ نو دوی به د اعتراض په توګه د کابل-کندهار لویه لاره وتړي.

د کابل ښار لویدیځه دروازه، د کمنۍ بازار چوک او له چوک څخه تر نقاش سیمې پورې سرک څو کاله کیږي چې خراب او په بد حالت کې دی.

اوس اوس دا سړک دومره خراب شوی چې آن لوی موټران په کې چپه کیږي.

انجینر سیدالرحمن چې د عبدالعلي کلا یو تن اوسیدونکی دی، وايي: «د کمپنۍ د سرک په اړه خلکو څو ځلې شکایت کړی؛ خو حکومت ورته پام نه دی کړی.»

نوموړی زیاتوي: «دغه سرک اوس دومره خراب شوی، چې هره دقیقه د موټرانو د چپه کېدو امکان ورباندې شته.» په دې سربېره، د کمپنۍ د سیمې یو بل اوسیدونکی ډاکتر ګل ولي وايي: «دا د حکومت لپاره د شرم ځای دی چې د پلازمینې یوه داسې دروازه یې چې د نیم هېواد عبور او مرور ورباندې کیږي، دومره خرابه شي چې موټران په کې چپه شي.»

نوموړی وايي که حکومت دغه سړک ته جدي پاملرنه ونه کړي؛ خلک مجبور دي لارو کوڅو ته راووځي او کابل-کندهار لویه لاره د اعتراض په توګه وتړي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کمپنۍ په چوک د سړک د خرابېدو له امله یوه مازادا ډوله موټر چپه شوی و چې څو تنه په کې ټپیان شوي وو.

تر دغې پېښې وروسته، د سپوږمې راډیو یوه خبریال حمیدالله حمیدي په خپله فېسبوک‌پاڼه له حکومت څخه ګیله کړې وه، لیکلي یې و که څه هم دغه سیمه د پلازمینې اړوند کیږي، خو حکومت ورته هېڅ توجه نه کوي. نوموړي لیکلي و: «پر دې لار هره ورځ زرګونه واړه او سلګونه لوی بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي. د خلکو په خبره کابل ښاروالي د ورځې یوازې ۲۰ لکه افغانۍ له همدې بار وړونکو موټرو څخه د ښاروالۍ د خدماتو د مالیې په نوم اخلي. که ښاروالي یوازې د دوو ورځو پیسې د دې ۵ کیلو متره سړک لپاره ځانګړې کړي، دغه ستونزه به حل شوې وي».

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *