ژباړه او زیاتونه: رحمت الله کټوازی
که ځمکه خپل اتموسفیر په یو وار له لاسه ورکړي نو څه به پېښ شي؟
که فرض کړئ چې د ځمکې د جاذبې قوه د څه مودې لپاره دمه وکړي، او زورورو لمرینو وړانګو ته ددې اجازت ورکړي چې راشي او له موږ نه دغه ساتونکې فضایي شړۍ (اتموسفیر) لېرې کړي، نو آیا ځمکه به په یوه بې ژونده سیاره واوړي؟ تاسي به بیا هم تنفس کولای شئ؟ او آیا زموږ له لاسه تللی اتموسفیر به بیا په لاس راشي؟
دا چې اتموسفیر زموږ د ځمکې لپاره څومره مهم دی، که ووایو نو بېخي مهم دی. اتموسفیر مو له لمریزو وړانګو ساتنه کوي، زموږ اقلیم (اب هوا) تنظیموي، او که ووایو نو اتموسفیر مو د ځمکې په سر ژوند ممکن کوي. زموږ په ګاونډ کې مریخ د خپل اتموسفیر ډېره برخه ۴ بیلیونه کاله مخکې لا له لاسه ورکړې وه، او دا ددې پایله شوه چې مریخ اوس داسي شوی، چې داسي ګرم او مرطوب نه وو لکه څنګه چې اوس دی. مریخ خپل اتموسفیر له لاسه ورکړی، صرف یوه نرۍ ټوټه یې پاته ده. خو تاسي کله هم په مریخ کې د ژوند کولو په اړوند څه اورېدلي؟ نو که خدای (ج) ځمکه له دې نعمته بې برخي کړي، نو وړاندي به څه پېښ شي؟ دا به یوه بده پایله ولري.
که ځمکه له اتموسفیر نه بې برخي شي، نو ډېره ډېره چوپتیا به خپره شي. تاسي به هیڅ شی نه اورئ. دا ځکه چې غږیزې څپې اصلا په هوا کې صورت نیسي (چې پر مټ یې موږ د یو بل غږونه/اوازونه اورو)، خو که هوا نه وي، نو د غږ له اورېدو هم لاس ومینځئ. په فضا کې هیڅ غږ نشته. اسمان به له اسماني رنګ نه، تور رنګ ته واوړي، ځکه چې هغه هوایې ذرات به نه وي چې د لمر وړانګې د اسماني رنګ په ډول خپرې کړي. الوتکې به له فضا نه لاندې رالوېږي. مرغان به ځکه الوت نه شي کولای چې د الوت په وخت کې به د هوا مرسته ورسره نه وي چې دوئ یې پر مټ خپلې وزرې وټپوي او والوزي. بحرونه، سمندرونه، ډنډونه او سیندونه به هم یو غیر معمول حالت غوره کړي. د اتموسفیر په نه شتون کې به د اوبو د اېشېدو نقطه په څرګند ډول له ۱۰۰ درجې سانتي ګریډ نه راکښته شي. په ځمکه کې ټولې اوبه به لکه په تنور د هېرشوي، چای جوش غوندي غوټېږي (اېشي). ټولې به هم په بخار (بړاس) وا نه وړي، ځکه چې موږ به ژر د بخار (بړاس) یوه کافي توازن ته ورسېږو او دا توازن به ټولې اوبه له اېشېدو وساتي. خو که چېرته د اتموسفیر فشار صفر وي، نو اوبه به مایع پاته نه شي، بلکه کومې اوبه چې په ځمکه کې پاته وي، په کرل(یخي) به واوړي. نو په دې وخت کې به تاسي ژمني (ګرم) کوټ ته اړتیا ولرئ، ځکه چې هوا به مخ په سړېدو وي. د اتموسفیر په نشتون کې به د ځمکې سطحه ددې وړتیا و نلري چې تودوخه ونیسي، نو د ځمکې د سړوالي درجه به ناڅاپي منفي ۱۸ سانتي ګريډ (صفر فارنهایټ) ته راټیټه شي. د شپې او د ورځې د حرارت تر منځ به خورا ډېر لوی توپیر موجود وي.
اوس نو د لمرینو وړانګو د پریړوالي سره، که څه هم د حرارت درجه به ډېره ټيټه وي، خو د لمر وړانګې به مو پوستکی سوځوي. دا چې د اتموسفیر فلټر به نه وي چې لمریزې وړانګې فلټر کړي، نو په لمر کې لمبا به وژونکې وي. خو پوښتنه دا ده چې تر دومره وخته به ژوندي پاته یاست؟ ژوند به هغه وخت ممکن وي، چې تاسي له ځان سره د فشار جامه (لباس) او د اوکسېجن ماسک ولرئ، که دا دوه څېزونه ونلرئ، نو موږ به تاسي په ځمکه کې له ځان سره نور ونلرو. د ساه کښلو لپاره ستاسي سږي هم د بدن دننه او هم د باندي (ازاده هوا) استعمالوي. که چېرته د سږو لپاره د باندنۍ (ازادې) هوا فشار نه وي، تاسي به اډو د ساه کښلو قدرت ونلرئ، حتی که د تنفس اخیسلتو هغه ځانګړې اله (ریسپایرېټر) هم په خوله کړئ، خو تنفس به مو ستونزمن وي. خپل تنفس مه نیسئ، ځکه چې ستاسي د سږو کار به په څو سانیو کې خلاص شي، او که تاسي خپله ساه ټمبه کړئ (ونیسئ) نو دا به ستاسي له بدن سره صرف دومره مرسته وکړي چې د شاوخوا دریو دقیقو لپاره مو ژوندي وساتي، مګر په ۱۵ سانیو کې دننه به خپل شعور هم له لاسه ورکړئ. ټول هغه شیان چې اوکسیجن ته اړ وي، هغه به مړه شي؛ یعني ټول ژوندي، ټول حیوانات، ټولې ونې، او په سمندرونو کې ټول ژوندي شیان. خو ځینې باکټریاوې به لا پاته وي، چې وروسته به په عجیبو شیانو بدلې شي. په پایله کې به لمریزې وړانګې د اوبو بخار مات کړي او په اوکسیجن به یې واړوي. دغه اوکسیجن به له هغه کاربن سره یو ځای شي چې د ځمکې له اورغورځونکو سیمو راوځي، او د اوکسیجن او کاربن دغه یو ځای کېدنه به په ځمکه یو نوی اتموسفیر جوړ کړي. خو دا کار به هغه وخت وشي چې انسانان به نور تللي وي (مړه شوي وي)، خو دغه اتموسفیر به بیا هم د ساه اخیستلو لپاره ډېر نری وي. اوس نو؛ یوه ژوره ساه واخلئ! ځکه چې اوس خو لا ژوره ساه اخیستلای شئ او استراحت وکړئ؛ ځکه هیڅ اسماني ډبره، او یا هم د لمر تېزه وړانګه به و نه شي کولای چې زموږ د ځمکې اتموسفير دومره ژر له مېنځه یوسي. نو د اوس لپاره، له هر غروب (لمر لوېدو) ځخه خوند واخلئ. ځکه که چېرته موږ دغه ځمکه ددې لپاره پرېږدو چې مریخ ونیسو (د اوسېدلو لپاره یې ځان ته جوړ کړو)، نو د په مریخ کې دغسي ځای نشته چې سترګي مو ورباندي مړې شي.