نهم څپرکى
کورته راغلم،ټول چورت مي له څانګې سره وو،دومره پريشانه اوسرګردانه وم چي خپل ځان ته به حيران پاته وم ،چي ماخو اوس واده کړى،نوڅه وکړم چي له څانګې سره مينه لرم .اوس خوداسي هم نه كيږي چي له څانګې سره به هم واده كوم .قسمت مي له ميني سره و او واده مي هم له ميني سره وشو ،خيرده که څانګه واده شي اويابل چاته ورکړل شي نوزه په دې كي څه کولاي شم اوولي بايد څه وکړم .خوهيڅ مي په توان كي نه وو چي زه دي څانګه هيره کړاي شم،له سره مي بيا ورسره مينه پيداشوه اودومره بي طاقته شوم چي نږدي وليونى شم .په خپلو چورتونو كي ډوب وم چي مينې پوښتنه راڅخه وکړه (فريده !ولي دومره پريشانه يي؟څه شوي دي چي زما دزړه سر يي دومره په تشويش کړى دى؟زه دي ستاهري بلا ته ودريږم . زيات چورتونه مه وهه ځکه په چورت وهلو سره عصاب کمزوره كيږي ورسره روحي تکليف ځني پيداكيږي،څه خبره ده ما هم ځني خبره کړه چي زه هم درسره په غم كي ځان شريک کړم اوپه دواړو سره ورته يوه دحل لاره پيداکړو.) زه لکه ځنګلي ځناور چي څوک وويني اودى دي ځني وزغلي اويا هم ورباندي حمله وکړي .ميني ته په غصه شوم اوزياتي خبري چي دنه كيدلو وې ورته وکړې،چي ته به په ماهيڅ کارنه لرې.زه چي په هر حالت كي يم ته به کارنه راباندي لرې.نن خو دي زما په کارونوكي مداخله وکړه خوله دې ورسته خبر درکوم چي بيا داسي عمل تکرار نه کړې.پوهه شوې که دي پوهه کړم؟ مينې چي زه په داسي حالت چي هيڅکله يي مخكي نه وم ليدلې راته حيرانه پاته شوه خودهغه سربيره يي هم څه نه دي راته ويلي خوله ځان سره يي سوکه سوکه ژړل اوماهم پسي سر ونه گرزاوه. ساعت څخه به لا ډير وخت نه و تيرشوي چي بيارانژدې شوه او زماخفګان يي نور نه شوزغملاي،داوښکوډكي سترګې يي زماوسترګوته برابري کړې اوراته وويل:
_(فريده! زه ستا دخفګان کولو توان نه لرم اونه مي ستا غم اوخفګان خوښيږي . په هر څه صبروکړه اوماهم په غم در شريکه کړه .ستاهره بلادي پر ماشي ستا بلا واخلم کاشكي خوداسي غم په ماراغلى واى ته به ځني خلاص واي). دمينې په خبرواواوښکومي ډيرزړه وسوځيدى ورته ومي وويل:
مينې! زه نن يوڅه خفه يم،ديوڅوشيبولپاره مي يوازي پريږده چي غلي اوسم. ته ولي ناحقه مااوخپل ځان زهيروې. درته ومي ويل چي ماپريږده،پريږده،پريږده،پري مي ږده.
خومينې دخواشينۍ سربيره هم په خپل حال پسي پري نه ښودم په غيږ كي يي ټينګ کړم اوراته يي وويل:
(ماکه مړه هم کړې، زه دي دغسي خواشينى نه پريږدم. نه غواړم چي همداسي واوسي.ته چي خفه شي نوماته ټوله دنيا خفه ښکاري اورڼا ورځ راباندي توره شپه وي.زه دي نه پريږدم چي ستاخفګان نورهم پسي دوام وکړي.)
زماخواشينــتيا نوره هم پسي زياته شوه اومينې غريبه مي څومره زور چي درلود په هغومره زور سره مي له ځانه پوري وهل اودخونې پاي ته مي ورسول،خودې بيا هم زه پسي نه پريښودم په پښوكي مي ولويده پښې يي رامچ کړې اوبيايي په ژړه غونى انداز سره راته وويل:
(قربان دي شم فريده !دغسي مه کوه .ته که مي مړه هم کړې زه دي نه پريږدم .زه ستا دحفګان توان نه لرم.ولي له ځان سره ظلم کوې .مادرسره په غم شريکه کړه ته په ماڅومره ګران يي ،کاشكي چي زما دګرانښت اندازه تاته معلوميداي .زه دي پښو ته خيرات شم .زه دي تاته دوداوسپيلنۍ شم .په وارو وارو يي پښې رامچولي ،خوزماقهر ورته دوه برابره شو اوسترګي مي ورته سرې شوې ،زړه مي پر ونه سوزيدى اوله اندازې زيات ورته په غوصه شوم په خپلو پښو مي ووهل او له ديوال سره يي سر ولګيدى اودلګيدوسره پسي ضعف اوبي حسه شوه.خوزه دومره اندازې ته خواشنى اوخوابدى وم چي په هغه حالت كي مي ورسره هيڅ خواخوږي ونه ښوده اونه مي سرپسي گرزولى دى.
خپلو چورتونو ته مي ملا وتړله .دومره چورتونه مي ووهل ترڅو په سرمي داسي درد شو لكه يوچاچي په لرگى باندي وهلى وم اوپه هغه درد كي پسي بيده شوى وم.
لسم څپرکى
درې ورځي اودرې شپې له مينې سره خوابدي وم،هيڅ خبري مي نشواي ورسره کولاي اونه مي زړه غوښتل چي ورسره خوشحاله شم .په داڅلورمه شپه مينې راته ويل :
(اي فريده !زه نوردخفګان زغملو توان نه لرم ،ماهمدا اوس مړه کړه چي له ژونده بيغمه شم.مادرته خپل خون بخښلى دى هيڅوک به زما له كورنۍ څخه تاته زيان ونه رسوي.داځکه درته وايم چي نن مي مورراغلې وه اوهغې ته مي وويل چي که زه مړه شوم نوتاسي پوه شي چي ماخپل ځان په خپله مړکړى دى اوهيڅوک زما په تورمه نيسي .ماته چي مينې داخبري وکړې دومره زړه مي ورباندي خوږشو چي حد يي نه كيږي . ځان راته دټولي دنياظالم اوبي انصافه ښکاره شو چي زه له مينې سره څه کوم اودا راسره څه کوي .زه هم ونه توانيدم چي خفګان ته نوره ادامه ورکړم ،په غيږ كي مې غريبه ټينگه ونيول اودومره مي ورسره وژړل چي مانو په خپل ژوند كي هومره نه وو ژړلي اونه مي هم په ياد وو چي مادي په ډيروخت ژړلي وي .په ژړاكي مي معذورت اوبخښنه ځني وغوښته اوډيره پښيماني مي وښوده او ورته مي ټنيګه وعده وركړه چي داكاربه بياهيڅ كله نه تكراريږي.
بيرته سره خوشحاله شووخودموضوع څخه مي خبره نه كړه .په داسبامي مينې ته وويل چي ځوبه ددې دمور كورته ترڅو هغه هم په كومه خبره چي مينې ورته كړې وه له هغې خبري خبره اوله تشويشه څخه خلاصه كړو. هلته زه اومينه دواړه ولاړلو، د مينې له مورسره موزيات مجلس وكړ ،که څه هم چي دمينې مورپه دې ډيره ويريدله وه چي مينې ورته ويلي و که زه مړه شوم نوزماپه تورهيڅوک مه نيسي ،خوکله چي يي دمينې په څهره اوشونډوكي خنداخوره وليده زياته خوشحاله اونوريي دهغې دمرګ دليل هم نه دي پوښتلې چي په كم دليل سره مينې غوښتل چي ځان مړكي.هغه ورځ اوهغه شپه موورسره تيره كړه اوسباته بيرته دواړه راغلوخپل كورته. په کوركي مينه بياراته ټينګه شوه اوزمادپريشانۍ علت يي راڅخه وپوښتى؟ماورته درواغ ويل اوډول ډول بهانې مي ورته کولي ،خومينه ډيره ځيرکه،هوښياره اوچالاکه وه پوهيده چي زه ورته درواغ وايم،اخرته يي قسم راکړ چي( ستادي د الله پاک په سپڅلى ذات سره قسم وي که به رښتيا نه راته وايي؟)
ماورته وويل:
که رښتيا مي درته وويل نوبيادي بد راڅخه راځي.
داكيسه پردغه ځاي پريږده ،ځکه که له دې كيسې څخه خبره شوې ډيره به پرې خوابدې اوپريشانه شې .
_ زه وعده درکوم چي هرډول كيسه وي ورباندي نه خفه كيږم.
_ ته له دې موضوع تيره شه .زه به يوه بله كيسه درته وکړم ته راته غوږونيسه.
_ماقسم دالله جل جلاله په ذات سره درکړ،نوري كيسې نه اورم اوراته كوه يي هم مه.
_ زه نه غواړم چي تاله خپل قسمت څخه خفه کړم .
_ زه ددنيا له ښو قسمت لرونکو څخه يم بياولي ګيله كوم.له خدايه جل جلاله زرځلي شکرکوم چي تاغوندي خاوند لرم اوته مي په نصيب شوى يي .بيا راته دا مه وايه چي له قسمته به ګيله منه شې .
_ مه کوه مينې !راځه چي له دې كيسې تيرشو اودا ديو راز په شكل وساتو.
_ترڅوچي دي داپټه كيسه اوداپټ راز نه وي راته ويلي ترهغوبه كراره نه شم.
_ ولي دومره ټينګارورباندي كوې.
_ ستا له وجي څخه .ډيرراباندي ګران يي پرتامي يو اغزى هم نه لوريږي چي خوږدي کړي.
_ داكيسه به مااوتا سره بيل کړي اوف اوف اوف اوف!!!!! خو…..
اوپه منځ كي به مو جلاوالي راشي .
ددې خبري په كيدوسره مينې حيرانه پاته شوه يوسوړ اسويلى يي وكيښ اوراته وويل:
داته څه وايي ؟بيا دغسي مه وايه ددې خبري په كيدوسره ژړه غونې شوه .
ماورته وويل:
ته مامجبوروې .داكيسه همداسي ده چي زمااوستاپه منځ كي به جلاوالي راولي .زه نه غواړم چي داكيسه درته وكړم اوته مي ورته مجبوروې.
_ خيرده اوس خوبه يي حتماً راته ووايي، ځکه زه ستادخوشحالۍ لپاره هرڅه کولوته تياره يم هغه كه زمااوستاجلاوالي هم وي .
_ چي نه مي پريږدې نوراته غوږشه .ټوله كيسه مي مينې ته ټكي په ټكي له ماشومتوبه نيولي ترهغه وخته چي د څانګې له کوره راغلم خپل کورته .ماچي داخپله كيسه مينې ته کول ،ددې له سترګوڅخه اوښكي څاڅكي څاڅكي لكه دكوټۍ له چت څخه چي دباران په وخت كي كله ناكله اوبه راڅاڅي اوهره اوښكه يي په سپن مخ داسي يوپه بل پسي معلوميده لكه دسپنوملغلرو تارچي وشكيږي.كيسه يي په ډيرغوراودقت سره واوريدله اودڅوشيبولپاره غلې پاته شوه. وروسته يي خپل سکوت مات کړ راته وويل:
ته له څانګې سره زياته مينه لري؟
_ له اندازې وتلې مينه چي بل يي هيڅوك له چاسره نه كوي اوهيڅ حديي نه وي.
_ له هغې سره واده وکړه.
_ ماستاسره واده کړى دى .
_ څه پروا لري .په اسلام كي خونارينه ته څلور ودونه روا دي، تاخويوواده كړى.
_ داسلام له نامه قربان شم .دافکريوازي ستاسره شته ،له نورو سره نشته .څوک چي يو واده ولري بيا دوهم واده ورته څوک نه ورکوي ،ځکه وايي چي يوواده لري بل نوڅه کوي.يوازي بايد له هغې سره ژوندوکړي،داسي څوک نشته چي خپله نازولې لور په بن ورکړي،ځکه دهغوي دانظروي چي بن نو اورده څوک خپله لوراورته اچول غواړي .هووربه يي کړي داسي څوک چي هغه به غريبان،مظلومان،بيچاره اوياكوم عيب لرونكي وي.
_ زه خودرته نه وايم چي مابه په اوركي وسوځوي ،خيرده زه دي په اوروسوځيږم،خوچي ستاسترګي وينم دا راته کافي دي .
_ تاته مي مخكي هم وويل چي ستافکر دنوروپه شان نه دى.
_ښه نوچي داسي ده زه ستاپه مقصدپوه شوم .دا راته ووايه زه هم درباندي ګرانه يم ؟
_ بي له شکه چي راباندي ګرانه يي .
شكريي اداكړاوراته وويل:
بيا زما يوه خبره منې چي درته ويي كړم؟
_ حتماً يي منم .داخومعلومداره خبره ده.
_ نوچي داسي ده بيا ماته طلاق راکړه .
كله چي يي دطلاق راته وويل ورته په غوصه شوم اوورته ومي ويل:
چپ شه ليونۍ!چي بيا دي له خولې څخه دطلاق نوم ونه وزي . _ليونۍ خويم.ته كه هرڅه راته وايي هغسي يم. زه داهرڅه ستادخوشحالۍ لپاره کوم .
_ زه نه غواړم چي خوشحاله شم .
_مګرزه غواړم .زه غواړم چي ته خپل هدف ته ورسيږى اوله څانګې سره واده وکړې .دا زماله ارمانونواواميدونوڅخه يواميداويو ارمان دي بايدرا پوره يي کړي. تاوعده هم راسره كړې ده.
_ داسي وعده خومي نه ده درسره کړې چي طلاق درکړم .
_حتمي به ماته طلاق راکوې .
_زه به مي مور،كورنۍ،خپلوان،دوستان اوانډيوالانوته څه وايم،چي په كم دليل سره مي تاته طلاق دركړاوولي ؟
ــ ته دهغوي په اړه هيڅ غم مه كوه.زه په هغه كي درسره مرسته کوم ،ټولي لاري زه در ښيم .
_يعني څنګه لاري ؟
_ داسي لاري درته ښيم چي هيڅوك به داګمان ونه كړي چي تاماته پرځاي طلاق نه دي راكړي بلكي ټول به وايي چي دايي بيخي پرځاي كاروكړ.زه به داسي كارونه شروع كړم چي دهغه كارونه په كولوسره هغه كه زمادوستان اوخپلوان دي اوكه ستا دهغوو ټولوبه زماڅخه بدراځي اوزه به دټولوپه نظر بده يم. وايي به چي دايي ډيرښه كاروكړچي طلاقه يي كړه.
_ ته خپله په دې کارکولو راضي اوخوشحاله يي ؟
_که خوشحاله نه وم بيا مي درته نه ويل نه مي درته دا لاري ښودې.زماڅخه بيغمه اوسه په دې کارکولو زياته خوشحاليږم . زه يي په دې کار راضي کړم ترڅو ورته طلاق ورکړم اوله څانګې سره واده وکړم .پرجميل کاکا اوسپوږمۍ خاله خوزيات ګران يم بيخي دزوى په سترګوراته ګوري .اوپه څانګې هم. زماخوي اوكرداريي ډيرخوښ دي. په دې كارسره به خپل مقصدته ورسيږم.
يوولسم څپركي
په لومړي قدم كي مينې دکورټول مسوليتونه چي ورله غاړې وله ټولوته يي شاه وروګرزول اوهغه يي زمامورته ورله غاړې كړل. په دوهم قدم يي په کور كي له ټولو سره جنګونه اوجنجالونه شروع کړل ،که مي مور وه که مي خور وه اوکه مي وروڼه ول،يويي هم نه دي پرايښي او له ټولو سره به يي په ناحقه جنګونه اوجنجالونه كول. په دريم قدم كي يي زما خدمت ته شاه را واړول ،زه به يي خوني ته نه پريښودم اوبيخي به يي زما پروا نه درلوده.زه به چي کله له موراووروڼو سره ناست وم دهغوي په مخ كي به يي سپک کړم اوهغوي ته به يي کم ښودلم اوورته ويل به يي چي په هغه ښه ورور يا زوي چي تاسي يي لري؟ په څلورم قدم كي يي زماله خپلوانو سره بد چلندشروع كړاوهغوي ته به يي بيځايه اودنه كيدوخبري كولې.کوم څوک به چي زمونږکورته دپوښتنې لپاره راتلل ،هغوي ته به يي سپكي سپوري كولې اوهغوي به يي په راتګ پښيمانه كړل.زما موردې ته حيرانه پاته وه چي دا مينې څنګه يوپه يو يي ځان ته دومره زيات بدلون ورکړ؟څنګه يي بي شرمۍ ته ملاوتړله؟ داخوډيره مهربانه او کاريګره نجلۍ وه ،په دې اوس څه وشول اوڅه ټكه ورباندي ولويدله؟ دا نجلۍ نظر شوه كه څه بلاووهله؟ داهغه كارونه وو چي زماموراوزماټولي كورنۍ ته ډيرستونزمن تمام شول اوپه يوه مياشت كي ورڅخه ټول ناراضه شول اوهرڅه كوښښ چي مي كورنۍ ورباندي وكړ خپل پخواني حالت ته يي نشواي راوستلاي.نه په نصحيت لاري ته راتله اونه هم په ويلوپوهيده،لكه پرغوړلوښي چي سړې اوبه واچوې. همداسي زمادكورنۍ ټول كوښښونه پرمينې هيڅ اثرنه كاوه اونه هم دې خپله اراده بدله كړه. ورځ تربلي يي کوم ګرانښت چي دې زمونږپه کورنۍ كي پيدا کړي وه ،په دغه يوه مياشت كي يي پوره له لاسه ورکړ.په ټوله كورنۍ كي داسي څوك نه شوپاته چي له مينې څخه به يي ښه راتلله ټولوبده ايسول. ټولو ورڅخه كركه اونفرت كاوه. مورمي زماحالت زماپه كوركي ليدى اوترهرچايي راباندي خوا بده وه.كم وخت به چي چا په ماپسي يوه ناحقه خبره کړې وه نو موربه مي ډير ورباندي خفه كيده. دمور مي دمينې دا چلند نور نشوزغملاي يوه ورځ يي خپلي خوني ته ور وغوښتم ،راته يي وويل:
(زويه !زه خونه پوهيږم چي مينې ولي خپله رويه ته داسي بدلون وركړ؟ولي له مونږ سره داسي کوي�� چا خوبه څه نه وي ورته ويلي؟چي له مونږ سره دي داسي چلند وکړي؟ اخير داخوډيره هوښياره اوکاريګره نجلۍ وه .هغه کارخويي په بلاپسي ،نه دي کوي ،داجنګونه اوجنجالونه يي څوک نه شي زغملاي . مونږخوخير ستا سره هم دغسي رويه کوي.تر څوبه دابدنامي زغمو.په ټول کلي كي ددې په اړه خبري كيږي.ټول عالم اوجهان راباندي خاندي،دټولودپسخند اوريشخندشولو،بايد يو څه وکړو. )
مامي مورته وويل:
زه خپله ورته حيران پاته يم،نه پوهيږم څه وکړم مورې؟
_ نوري خوټولي لاري راباندي بندي شوې پرته ديوې لاري څخه.
_ هغه څنګه لارده ؟
_(درته ويلاي نشم خوزياته مجبوره يم .)
_حتماًراته ووايه مورې !زه خوستا هره خبره منم اوستاهره خبره ماته ډيره ارزښتمنده وي.
_ (زويه !که زماخبره منې نومينې ته طلاق ورکړه. پرته له طلاقه څخه بله يوه لاره نه لرو .ترڅوبه ورسره په تکليف يو زما خو چي څه زده وو هغه مي ټول ورباندي وکړل ،خوسمه نه شوه اونه يي بدلون وکړ.)
_څنګه چي ستا خوښه وي مورې ! زه ستاله فيصلې څخه نه اوړم.
_(زمادغه فيصله ده چي نوريي له شره څخه ځان خلاص كړوترڅودتل لپاره ځني بيغمه شو.که نور څه نه وي هغه يوه ګوله ډوډۍ خوبه په ارامه سره خورو.ته بيغمه اوسه دستي درته کوزده کوم.ښځه خوپيداكيږي ،ددې خواوس دومره هواده چي بيخي څوک په نظرنه ورځي.دابه هم پوهه شي .اوس به داوايي چي دوي ماته ضرورت لري اوهرڅه چي زه کوم څوک به څه نه راته وايي. بس ده ډيرمراعت مو ددې وكړ.)
_ زه ورته ووايم اوکه ته ورته وايي؟چي نور دي په مخه ښه شه . _( ته ورته ووايي زويه! ته يي له كوره وباسه.په دې كاركولو سره هيڅ شرم اوحيااوويره هم له چامه كوه اونه هم داكار دشرم او ويره دى. مايي له مور سره هم خبري کړي دي ،دهغې هم همدازما رايه وه .)
_ښه مور يي هم په دې کارکولوسره خوشحاله ده؟
_(هوزويه! ټول باندي خوشحاله دي .ماخوستاپه خاطرتاته نه ويل ځکه ماداګمان کاوي چي ته به ورسره مينه لري اوستابه زړه نه باندي كيږي،خوچي پوه شوم ستاسره هم بدچلند کوي .)
_يا مورې! ته خوچي هرڅه راته ووايه زه هغه کوم .
_(بس نو همدا نن شپه ورته طلاق وركړه اوخپل كورته يي واستوه ورته ووايه چي نورزما اوستاپه منځ كي دخاونداوميرمنې هيڅ رشته نه ده پاته. ته پوه شه اوكاردي.) مورته مي وعده ورکړه چي داکاربه حتماً نن سرته رسوم اومينې ته به طلاق وركوم.خپلي خوني ته راغلم اومينې ته مي دمورټوله كيسه وكړه چي اوس نوپه خپل پلان كي كاميابه شولو.كله مي چي مينې ته داوويل،سريي سره وګرځيدى اوپه ځمكه وغورځيده.اوبه مي ور باندي وپاشلي ترڅوبيرته پرسدشوه.سترګي يي له اوښکوډكي وي په هغه ډكي سترګويي راته وويل:
اخيرخپل هدف ته ورسيدو.څوک راباندي پوهه هم نه شوو مادرته ويلي وو چي ستاپه خاطر هرڅه کولوته تياره يم که څه هغه زما اوستاجلاوالي وي .کاشكي خوزه په اول كي خبره واي.زماستا دهغه شپې خفګان ډيرارمان دى کاشكي خوزه هغه وخت خبره وم .ته پوهيږي له هغي ورځي راهستي چي تاماته دڅانګې په اړه څه ويلي وؤ ،له هغې ورځي راهستي سهاراوماښام ستاسوديوځاي كيدوپه ارمان سرتوره سر د الله (ج) دربارته ناسته يم. الله جل جلاله دي زماژوندتاسودواړو ته درکړي.ترڅوچي ژوندي ياست خوشحاله واوسئ .زه درته يوه بله لاره ښيم هغه داچي هرڅومره ژر چي كيږي له څانګې سره کوزده وکړه اوهغه وغواړه.وخت به نه په كي باسي .يوه خبره لا درته بله کوم هغه داچي کله چي دي له څانګې سره واده وكړ اوهغه دي کورته راوستله نو به مورته ووايي چي ماپه څه خاطرله مينې سره بد چلند کاوه .يوه خبره لابله درته کوم ،خپل وروڼو ته به دي هم ووايي اوخپلوخوندو ته دي هم چي ماولي له هغوي سره ښه رويه نه کوله اودهغوي زړونه مي ورمات کړل.يوه اخيري خبره لادرته کوم ،کله چي دي له څانګې سره واده وکړنوبه ورته وايي ستاډيرخيال وختي ته خپل ځان ورته وښيه اوورته وبه وايي چي هرسهاردرته سپيلني دودوي اوهره ورځ دي درباندي عطروهي. ورته وايي به چي هرماښام کله چي بيديدم نوستا سردي په خپلوځنګانونوکښيږدي اوستاپه سركي دي خپلي ګوتي ووهي اوپه نازناز دي درته ږغيږي ترهغوپوري ترڅوچي بيده شوى نه يي.دابه ورته وايي چي يوه ورځ څه يوه ثانيه دي خفه كيدل خولاپرلويه لار پريږده خفګان کولو ته پري نه ږدي . اودابه هم ورته وايي چي ستادمور ډيرخيال وساتي اوله خپلي مورڅخه زياته ستا دمورسره محبت وكړي اويوه کارته يي پرينږدي ورته وايي به چي زماله خوندوسره به دومره مينه کوي چي زه يي هيره شم اوورته ووايه چي زمادخپلوانوزړونه لاسته راوړه ترڅوزه يي هيره شم . له نيږدي ګاونډيانوسره به ښه رويه كوي ترڅودهغوي هم زه هيره شم.داخبري مينې يوپه بل پسي په يوه دقيقه كي راته وكړې اووروسته له دې په غيږكي راولويدل او زماپه اوږه يي خپل سركيښود،دومره په زوره زوره يي راته ژړل چي ماهغسي ژړاپه خپل ژوندكي دهيچاڅخه نه وه اوريدلې اونه مي هم ليدلي وه.دومره يي وژړل چي زماكميس يي په خپلواوښكوراته داسي لوندخيشت كړلكه يوجيك اوبه چي يي راباندي اچولي وي.ماهم خپله حوصله اوتوان له لاسه وركړ او په ژړا ورسره سرشوم،خومينې چي كله زماژړااواوښكي وليدې نوپه خپل ښايسته اومباركولاسونويي راپاكولې او هم يي زمااوښكي مچولې اوراته وويل:
ستاله هري اوښكي څخه قربان شم ،زه دومره ظالمه شوم چي ستا اوښكي زماله وجي راتوي شوې ؟تاپه مااوښكي توي کړي؟ زه خودي هري اوښكي ته دود اوسپيلنۍ شم .ستاهره اوښکه زماترټول ځان لا ډيره باارزښته ده،بيا نوولي داسي وکړم زمادزړګى سره په مامه ژاړه .په مامه خفه كيږه….
لنډه داچي ټوله شپه مودواړو په اوښکوتويولواوژړلوباندي تيره کړه کله چي سهارشو نوراته وويل:
زه نودرڅخه ځم ته به يوه وعده راسره کوي .
_څنګه وعده ؟
_دخپل ځان به خيال ساتي .
_داوعده دي پوره کوم .
_ دزړه سره! نور نوراته اجازه راکړه درڅخه رخصتيږم .ته به نه راسره ځي ؟
_داخوامکان نه لري .تركوره دي رسوم .
_زمادغه يوه جوړه کالي بس دي زماټول شيان ستااوستاتر څانګې قربان دي .
_دغسي زه نه کوم ټول شيان به درسره وړې ؟
_يا!!! يوشي هم دځان سره نه وړم.
_ دانوپه دي ماناده چي په دې کارباندي ته نه يي خوشحاله ؟
_ ښه نوچي داسي ده يوازي کالي مي راسره وړم .
_سره زر به دي هم درسره وړې .
_ هغه يي ستا!!! کله چي دي لاس بندشو،په ښه به درشي .
_ که دي راته پريښودل بيا به راته ياديږي .
_شکردي خدايه جل جلاله چي دغومره درباندي ګرانه يم .بل ارمان نه لرم.
_ نوداخبره دي هم په دې مانا ده چي ته نه يي خوشحاله ترڅوزماڅخه جلاشې؟
_اه!! وړم يي وړم يي. خونور هيڅ شي نه وړم ،ځکه نورشيان خوستادي اوراته ټينګيږي به لاهم نه .
_صحي ده.درځه چي ځوخوبياهم درته وايم که دي زړه نه وي زه له دې کاره تيريږم ؟هرڅه به بيرته له سره جوړکړو.
_ له دومره زياتوكوښښونوسربيره لا غواړي بيرته له دې کاره تيرشو.په څومره زحمت دې ځاي ته ورسيدو.راځه چي ځونوربحث نه سره اوږدوؤ .زه هم ورسره روان شوم اوترخپله کوره مي راورسول.طلاق نامه مي مخكي لاورته ليکلې وه اوهغه مي ورته په كوركي وركړه.
دوولسم څپرکى
دمينې طلاق زه ډيرمتاثره اوبيخي ډيريي غمګين کړم .په لومړيوورځو كي دومره په تکليف شوم چي غوښتل مي بيرته ورشم اوددې کورنۍ ته زما اوددې په منځ كي چي کوم راز و ،ټول ورځني خبرکړم ،خودامي هم ونشو کړاي .مورمي هم ډيره راباندي زهيره وه ،په دې چي زه به ډيرزهير وم .واقعاً چي تر دريو اوونيو پوري دومره وځوريدم چي بيا مي دڅانګې مينه هيره شوه.دابه مي په خيال كي لا نه راګرځيده چي مادي يو وخت له دې سره مينه کړې وي .بس نوقدرتي کارونه وه چي زما سره كيدل،مورمي وروسته له څلورواوونيو څخه راته وويل:
(زويه !زه خونور ستا داځوريدل نشم زغملاي چي هره ورځ پرتاباندي تيريږي .زه ستادکوزدې بندوبست کوم .نوربه داغم ته دپاي ټكي کښيږدو .داټول غمونه دهغي بې شرمې له لاسه دي،خداي جل جلاله دي داپه ټول ژوند نه ښادوي) .
ماورته وويل:
يامورې !دغسي مه وايه اومه هغې ته څه وايه؟ملامتي په ماكي ده،زه خپله دغه حالت ته ورسيدم .هغې ته زما په خاطر څه مه وايه.
_څه به لا زه نه ورته وايم . په ټول کلي كي يي سترګي راټيټي کړې. په تاكي يي زړه خوړين کړ.ته يي لا طرفداري کوې؟چي داسي ټوکرټوکر يي ووينم لابه مي زړه په سوړ نه شي.
_اوف مورې! داسي راته مه وايه له دې څخه به مي هم نور حالت خراب شي .زه له هغي سره اوس هم مينه لرم .كم تركمه خوزما له وجي څه مه ورته وايه اوس خو ولاړه اوخپله سزا يي هم وليده ،نورلا څه په کوي په خوارکۍ باندي .
_ته ورته خوارکۍ لاهم وايي؟خوارکۍ دي له خوره ووزې.سمه ده چي ته ورباندي خفه کيږي بيابه ستاپه وړاندي ورته څه نه وايم. چي تيرشول هغه هيرشول.رابه شم خپلي موضوع ته .زويه ! دعبدالغفار لورمي درته خوښه کړې،که ستاخوښه وي نوهمدااوس به ورشم ستاپه مرکه باندي.دستي يي راکوي.ځکه هغوي زمونږ دکور دژونده خبردي .ښه بي غرضه خلك دي،وړمو هم سره وزي.
مورمي چي ماته دعبدالغفاردلورداوويل نودفکرونو دنيا يووړم څانګې ته ،چي ماخوداهرڅه دڅانګې لپاره دځان لپاره قبول کړل ،پرته دڅانګې خوزه هيڅوک نه کوم له هغې سره مينه لرم اودهغې لپاره مي مينه طلاقه کړه. دمينې په رقم ښځه خوبيا کله پيداکولاي شم .څومره مينه ناکه ،صبرناکه ،هوښياره ،دينداره اودا ټول خويونه پکښي وه.هغسي ښځه به هيڅ كله هم پيدا نه كړم خواوس بايدله څانگې سره واده وكړم اوداځكه چي دڅانګې له وجي څه مي مينه له لاسه وركړه.بس نورمي دشرم اوحيادروازه ماته كړه او ورته ومي ويل:
موري!که غواړي چي کوزده راته وکړي نودسپوږمۍ خاله لورڅانگه راته وغواړه،دهغې پرته زه بل هيڅوک نه کوم .دهغوي له کړه وړو څخه مونږټول خبريو اوښه درانه كورنۍ ده.څانګه به هم ستاډيرعزت وکړي له وخته سره شناخته يو،يوبل ښه سره پيژنو.څانګه هم ښه کارنده ده دښو اخلاقو برخمنه ده اوس دي هم ښه خيال ساتي ،عزت دي کوي اوپه درنه سترګه درته گوري .له هغې پرته به بله ښه نجلۍ په هيڅ ځاي كي پيدانه کړې.
_څانګه هم ښه نجلۍ ده.هغه مي هم درته خوښه ده.خوزويه! دادعبدالغفار لور ترڅانګې يو په سله ښايسته اوکارنده ده ،ماليدلې ده اوترتا په دواړو ښه خبره يم.
_مورې !زه نور په ښه والي اوښايسته والي پسي نه گرځم. يوازي اويوازي څانګه غواړم،که رښتيادرته ووايم ،له هغې سره مينه هم لرم.
_ښه نو چي داسي ده بيا خوصحي ده .زه نه پوهيدم چي ته د هغې عاشق يي ؟ بيا خو هغه درغواړم .هغه دي نوخوښه ده ؟
_هومورې !هغه مي ډيره خوښه ده که دي هغه راوغوښتل نوانشاءالله هرڅه به سم شي.
_خيرصبا به پروخت ورشم ،هم به ددوي پوښتنه وکړم هم به ورته داخبره ياده کړم نورنو بيغمه کښينه. زه هم وروسته له څلورواوونيو څخه لږ څه خوشحاله شوم .ټول پام مي بياڅانگې ته ور واوښتى اودهغې ديوځاي کيدوپه تمه وم.مورمي په داصبا ددوي کورته ورغله.گوري چي ډله ډله ښځي ځي اوراځي .داهم له يوې ډلي سره ملګرې شوه اودسپوږمۍ خاله سره کښيناسته .مورمي چي سپوږمۍ خاله ته وکتل ،سترګي يي له ډيروژړلوڅخه تكي سرې شوې وې ،خوږغ يي ونه کړ اوپه غم كي يي ځان ورسره شريک کړ .يوې ښځي ورته تسلي ورکول ورته ويل يي چي داخوقدرتي کارونه دي .ټول به مړه كيږو ، هرژوندى روح باعث كيدونكي دمرګ وي .دادې دخداي جل جلاله ارمان نه کوي شهيده شوه ،ټوله کورنۍ يي ځني خوشحاله وه.دټولوزړه يي ځان ته را وړي و.له کوچنۍ سره کوچنۍ وه له لوي سره لويه وه.هرمسكين غريب به چي ورته ودريدى دخپلي خولې ډوډۍ يي ورنيمي کول اوورکول به يي.ټول صفتونه پکښي وو، الله جل جلاله دي ورته جنت ورکړي.دهيچا زړه يي نه دى ازار کړى هرڅوک ځني خوشحاله دي .ستاخور وه ،مونږته هم له خپلې خورڅخه کمه نه وه .که مو خپله خور مړه شوې وه لابه مودغومره خوانه واي باندي بده شوې .مورمي چي له دې ښځه څه داخبري واوريدې ،نوپوهه شوه چي دسپوږمۍ خاله خور مړه شوې،نو يي ورته ډاډ ورکړ،چي داخوټولي قدرتي پيښي دي ،هيڅوک بي له خداي جل جلاله ژوندى نه پاته كيږي څوک چي داسي يوښه نو م اوښه صفتونه له ځانه سره يوسي ،له هغې به بله بختوره نه وي .هغه دي نه دي اوريدلي چي وايي:
(داسي مه مره چي ته ژاړې خلك خانه دي…داسي ومره چي ته خانه دي خلك ژاړي.) ستاخورخو ډيره لايقه اوبختوره وه ،هيڅوک يي نه دي زورولي.
سپوږمۍ خاله ورته وويل:
په ښه والي كي يي خبره نه وه ،کوچني کوچني اولادونه يي پاته شول ،هغه به نواوس څوک پالي اوهغه به څه کوي .دسپوږمۍ خاله په دې خبروسره مورمي اونوروښځوورته وويل:
داخبري مه کوه الله جل جلاله درڅخه ناراضه كيږي .پالونکى،
روزي رسونکى، ساتونکى اوبخښونکى يوازي او يوازي يو الله جل جلاله دى .هغه يي پالي اوروزي هم ورته رسوي .هرچاته چي څومره روزي مقرره شوې وي هغومره ورته رسيږي .ټوله خلك به ورباندي مهربانه کړي ،داسي به يي ساتي لکه خپل اولادونه .يتيم ته خداي جل جلاله څومره حق ورکړى دى ،هيڅوک يي حق ترپښو نه شي لاندي کولاي .
لنډه داچي مورمي يوه مياشت دسپوږمۍ خاله کورته هره ورځ ورتلل او ددوي لپاره به يي پيرکي،روغاني اوكله كله به يي له ځانه سره ميوه هم وروړه. تر مازيګره به ورسره وه ،ترڅوفکر يي يوپه بله شي.مور خومي زمادمركې لپاره ورغلي وه ،خودخداي جل جلاله اوانسان اراده يوه نه وي.مرکه ولاړه ترڅلورومياشتو پوري وځنډيده.نه مي مور په دې وتوانيده چي ورته ووايه اونه هم ما.څويوه ورځ مي داپه فکركي راوګرځيدل چي دجميل کاکا نيږدې ملګرى چي ده ورسره زياته ناسته ولاړه درلوده ووينم اوهغه ته ټوله کسيه وکړم ،گوندي هغه داکارسره ورسوي همداتصميم مي ونيوي اوورته راغلم ځان مي ورته معرفي کړ.خپله كيسه مي سرتر پايه ورته وکړه .هغه دجميل کاکا ملګرى چي ولي محمدکاکا نوميدى راته ټينگه وعده راکړه چي زه ورته وايم اوداکارماته ترهرچاډيراسانه دى.
ماورته داوويل.
ډيرپام دي وي چي درڅخه پوه نه شي .ځکه زه هغوي ته ډيرنيږدې شوى يم اوپه ماباندي ډيرباورلري .هسي نه چي دتل لپاره راڅخه خوابدي شي .ته به په داسي يوانداز سره ورته وايي چي مابه وروښيه چي دغه هلک خوستاسوکورته ډيرځي او راځي اوپرتاهم ډيرګران دى،له دغه هلک سره که دوستي وکړې نونور به هم سره نيږدې شي.
ولي محمدکاکا راته وويل:
زويه ! ماترتاډيرکميسونه زاړه کړيدي .په دې اړه راته څه مه وايه .زه په تا اوستاپه مقصدپوه شوم .ته نه غواړي چي خپل باور له لاسه ورکړې.ستا نيت ډيرصفا دى څوک چي مين وي نودهيچاپروانه کوي.نه دعزت پروا لري اونه دشرم .نه دښواو نه دبدو .ټول فکر يي له خپلي معشوقې سره وي چي په هرترتيب وي بايدهغه ترلاسه كړي.ته مي په دايوه ديد سره سر تر پايه وپيژندلى چي څنګه يو انسان يي .ورځه ماته دوې ورځي وخت راکړه بياوروسته له دووورځوڅخه راشه. ماهم له ولي محمد کاکاڅخه رخصت واخيست اوخپل کورته راغلم.
der khaista ho nora barkha ye wali neshta yane mokamla ho na da