تاند – نن د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د را روانو انتخاباتو له پاره د جمهوري غوښتونکیو د یوه جنجالي نوماند ډونالډ ټرمپ پلویانو یوسک کامیډین آرش سینګ له خپلې غونډې څخه په زور واېست.

آرش سینګ سره د سکانو پګړۍ وهلې وه او په غونډه کې له یوه بل امریکایي سره له داسې یوه بېنر سره ورګډ شوی وو چې پرې لیکلي وو چې «کرکه بس کړئ».‌ ګډوډي هغه وخت جوړه شوه چې ټرمپ د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې کیسه شروع کړه او په دې یې خبرې کولې چې په پنټاګون باندې څنګه حمله وشوه چې په دغه وخت کې آرش سېنګ او ملګري یې خپل بینر پورته کړ او چیغې یې کړې چې کرکه بس کړئ، کرکه بس کړئ.‌

ټرمپ او پلویانو یې په آرش سېنګ باندې د مسلمان ګومان وکړ او فکر یې وکړ چې آرش او ملګري یې د مسلمانانو په دفاع کې چې ډونالډ ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې یو هدف جوړ کړی دی په غونډه ورګډ شوي دي.‌ کله چې آرش سېنګ له غونډې څخه واېستل شو ټرمپ وویل، «ده هماغسې خولۍ نه وه په سر کړې؟ زه فکر کوم چې په سر کړې یې وه.» ټرمپ هم په سک باندې د مسلمان ګومان وکړ.

02

د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼې سره د خبرو کولو پر وخت سېنګ وویل چې، ټرمپ «ماشومانه چلند کوي» او یا دا چې د داسې زړو خلکو په څېر چلند کوي چې کنټرول یې له لاسه ورکړی وي.‌ نوموړي وویل،‌ «زه له مسلمانانو سره ولاړ یم،‌ او تر هغه وخته به ورسره ولاړ یم څو چې د هغوی په وړاندې کرکه ودرول شي.‌»

سېنګ ومنله چې د ټرمپ غونډه یې اخلال کړې ده او دا یې مدني حق دی چې خپل اواز پورته کړي،‌ او دا چې د ډونالډ ټرمپ په را روانه انتخاباتي غونډه کې به بیا هم برخه واخلي.‌

د ډونالډ ټرمپ نننۍ غونډه په آیووا ایالت کې په موسکتین لېسه کې ترسره کېدله چې ګډوډي په کې جوړه شوه.‌

د جمهوري غوښتونکیو د ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې له پیل راهیسې د مسلمانانو پرضد تونده لهجه کاروي او وایي چې د متحده ایالاتو دروازې باید د مسلمانانو پرمخ وتړل شي څو ترهګر امریکا ته لاره ونه مومي.‌

7 thoughts on “که زه یې له دې امله ووېستم چې مسلمان یم زه په دې فخر کوم، ارش سېنګ”
  1. Salamoonah;

    Yara, la zino americ-o-a`rabano bosolmanano na kho Arash Singh ham mosulmanano ta ghanimat waxatiy!.

    Arab sheykhan pregdiy che d yawe yahoodey Hollywoodiy cienama actresse ta 5 laka dollar pa 20 minetta zina sara verkrri!. aw ya ttoly sermaya aw zermaya yi d amirkonyano Banks ki achawly…

    F`atebiruu ya ol-el- Absaar!

  2. د سنګ شعار يو انساني او بشري رنګ لري چې باید دنړۍ زبر ځواک د کينې اونفرت پرځای دخپلو خلکو په زړونو کې د مينې تخم وکري ( سردار سنګ ، ستا بلادې دنفرتونوپه لارښود ، ټرمپ ولګي اوبيا په بیغيرته شیخانو ) ستا زړورتيا اوفخرکولوته سلام

  3. @سیف الله منصور …فکر کوم چی په دی باره کی دی غلم کم دی ..او که زه غلط یم نو بیا مهربانی وکړه لږ رڼا پری واچوه

  4. دامرىکا دولت عمل اود ډونالدټرمپ پالىىس نه ىوازى داسلام ضددى بلکه دبشرى حقونو ،ولسواکى ،اوټولو انسانى نورمونو اوحتى دهغو ارزښتونو ضددى چه دامدرىکادولت ىى ادعا کوى زما په اند امرىکا ىواشغالګر امپرىالىستى دولت دى چه د بشرى حقونواودموکراسى ترنقاب لاندى اسلامى ضداواستعمارى سىاستونه عملى کوى ،ى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *