سولې ته افغانان له اړتيانه زياته اړتيا لري ځکه چې څولسيزې کيږي چې په هېواد کې مو په يونوم اوپه بل نوم جګړه روانه ده، او هېوادوال مو نور له جګړو ستړي شوي دي هغه چې په کور دننه دي هغه هم سولې ته سترګې په لاره دي او هغه چې له هېواده بهر د مهاجرت شپې ورځې سباکوي هغو له هرچانه زيات هيله مند دي ترڅو هېواد کې سوله راشي او دوى خپل هېواد ته ستانه شي.
په لومړي سر کې نړيوالې ټولنې غوښتل چې وسلوال په زور مات کړي ويې نه شوکړى افغان دولت چې هم وکتل چې په زور نه کيږي ځکه چې پاکستان په ښکاره طالبان په غيږه کې نيولي و او امکانات يې ورکول چې د افغان دولت او د ناټو پرخلاف يې وجنګوي افغان ولسمشر هم چې پوى شو نو د سولې خبرې ګرمې شوې شورا يې ورته جوړه کړه په کافي اندازه امکانات يې د سولې عالي شورا ته ورکړل د سولې عالي شورا په سوله کې ناکامه شوه او امکانات يې په يو نوم او په بل نوم سره نوش جان کړل که يې رالنډه کړم سولې ته د سولې عالي شوره يو ډول پروژيي بڼه ورکړله يادې شوره ته خداى شته ولس ډېر هيله مند و خو چې ددوى کړنې چې ولس وليدې نور ترينه په کافي اندازه ناهيلى شو ځکه چې د ګيم شکل يې خپل کړ په هرولايت کې به ډلې ډلې وسلوال د سولې له شوره سره يوځاى کيدل خو په جګړه يې هېڅ اغيز نه کوله وروسته وروسته هرڅه رسوا شو.
نور د خلکو هېلې له خاورو سره خاورې شوې وروسته د قطر او د سعودي خبرې رامنځ ته شوې د هغې پړسوب هم نن راووت چې امريکا دغه لوبه خپل ځان لپاره روانه کړې وه.
اوس ولس بايد څه وکړي سولې ته چارواکي کيداى شي هغه شان اړتيا ونه لري ځکه چې کورونو نه يې تيږي تاوې دي ښه امنيت يې نيول شوى دى خو ولس بيچاره په مشکل کې دي اوس موږ بايد څه وکړو؟
سوله کوم ماشوم نه دى چې له لاسه يې ونيسو او هېواد ته يې راولو موږ غواړو چې سوله راشي پاکستان ايران په ټول توان کوښښ کوي چې چې په افغانستان کې دې جګړه روانه وي او د ترهګرو فابريکې يې ورته شپه ورځ چلانې کړيدي.
موږ وايو، چې په صبر صبر پوره نه شوه!
که غواړو چې سوله راشي که غواړو چې هېواد مو په خپلو پښو ودريږي که غواړو چې د پاکستان او ايران شومې موخې شنډې کړو که غواړو چې په ارامه زړه ژوند وکړو که غواړو چې راتلونکى نسل مو ښه ژوند ولري که غواړو ټولې نړۍ ته ځان سپين کړو که غواړو چې خپل برم وساتواو…
نو راځئ چې نر او ښځه زوړ او ځوان ټول په يوه مفکوره چې ( ترهرڅه دمخه افغانستان) له همدې شعار لاندې او د خپل درې رنګه توغ لاندې ټول يو موټى شو او هريو ځان د ملي امنيت د يوه سرتيري په توګه د ملي اردو د يوه سرتيري په توګه ددې خاورې ساتنه په خپل ځان فرض وګڼو لږ وخت به ونيسي مشکل به هم وي خو دغه مشکل زموږ د دايمي سولې د دايمي ثبات سبب جوړيدى شي نور دښمن بايد مخامخ مات شي.
روان حالات موږ دې ته اړباسي چې ټول سره يولاس او په يوه غږ دد ښمن په وړاندې د مقاومت ليکه جوړه کړو که داسې ونه کړو بله چاره نشته بله لار نشته نورې هرې لارې چې وې موږ ورباندې لاړو خو هېڅ ګټه يې ونه کړه
که موږ هريو د افغان ملي ځواکونو په توګه دهېواد ساتنه او د ترهګرو سره مبارزه خپل مسوليت وګڼو بيا دښمن نه شي کولى بيا بريا زموږ ده.
بيا به درته دښمن وايي چې راځئ سوله وکړو بيا د پاکستان او ايران ټولې دسيسې چې د ګران هېواد افغانستان او د ګران ولس افغانانو لپاره يې جوړې کړې وې شنډيږي له دې پرته بله هره لار چې وي چې د ښمن چلينج نه کړي سولې د دښمن رابلل هسې وخت تيرول دي.
هغه وخت په هېواد کې دننه د سولې دښمنان هم ماته خوري او له هېواده بهر د سولې دښمنان هم په ګونډو کيږي.
له بده مرغه موږ تل مخالفينو ته د سندرو په ژبه د شعر په ژبه او د ورورلى په ژبه ويلي اساسي قانون ومنه ارشه سوله وکړه.
هغه تا وژني ته ورته شعرونه او سندرې وايې هغه خو په ټوپک طالب دي ته ورته وايې ټوپک کيږده موږ بايد په دې فکر وکړو دوى ته ټوپک چا ورکړى ايا هغه به اجازه ورکړي چې خپل ټوپک پرزمکه کيږدي هغه په خپل زړه نه دي د هغوى کنټرول ريموت د پاکستان په لاس کې دى هغو که سوله وغواړي هم پاکستان يې ورسره کله مني؟
نو پردې اساس بايد ټول ولس يې په ړاندې پاڅون وکړو چې ټول وسلوال په پنجاب ورننه باسو کنه نو: خداى دې مل شي د وطن او دملګرو