که طالبانو دا ځل سولې ته غاړه کې نه ښوده نو څه باید وشي؟

موږ ولې باید هره ورځ مړه شو؟ ولې به هره ورځ د جګړو له وېرې په تېښته کې اوسو؟ ولې به مو خلک اروپا ته د تلو په لاره د ماهیانو خوراک شي؟ ولې باید هره ورځ زموږ ښوونځي وسوځول شي، ښارونه مو په بمونو والوځول شي، … ؟

د دې ناخوالو ټغر باید راټول کړو. خو څنګه؟

زما په نظر، که طالبانو سوله ونه منله نو ولسمشر باید بېړنی حالت اعلان او پارلمان لغو کړي. تر څو پورې چې جګړه نه وي ختمه شوې، باید څوک د انتخاباتو نوم وانه خلي. دولت دې پر ولس غږ وکړي چې یا دې د انسانیت خوا ونیسي یا د طالبانو. بې طرفي دې په کې نه وي. څوک چې طالب او طالب پلوي دي یوې خوا ته شي او څوک چې په وطن کې انساني نظام او انساني ژوند غواړي بلې خوا ته. دوی دې په سر، مال او فکر د انساني نظام د جوړېدو ننګه وکړي.

بل ګام: ولسمشر دې د امریکا، پاکستان، چین، ایران، روسیې، او د منځنۍ اسیا هېوادونو له چارواکو سره عاجله غونډه وکړي او په ډاګه دې ورته ووایي چې موږ دا جګړه ختمول غواړو او نور نو طالب او نور ترهګر په دې وطن کې نه پرېږدو.

څو پورې چې له پاکستان او ایران سره پرانیستې پولې وي، د طالبانو اکمالات به روان وي او څو پورې چې اکمالات ورته رسېږي، دوی به جنګېږي. نو، دغه پولې باید بندې شي، په هره ممکنه وسیله چې وي. چېرته چې سمه ده، هلته دې لوړ کانکریټي دېوالونه ودروي او چېرته چې غرونه دي هلته دې په لېزري وسایلو د تګ راتګ مخه ډب کړي. پاکستان او ایران ته د تګ راتګ یوازینۍ لارې باید محدود رسمي بندرونه وي چې په سکن سیستم سمبال وي او یوه ستنه هم په ناقانونه ډول ورنه تېره نه شي. د پولې په اوږدو کې پراته قومونه دې د پولو ساتلو ته وګومارل شي، دوی ته دې وویل شي چې مرغۍ به هم دې خوا ته نه راپرېږدي.

ناټو ته دې وویل شي چې فقط یو ځل دې راسره نظامي مرسته وکړي خو سمه مرسته. وسلې او کافي مهمات دې ورڅخه وغوښتل شي او بیا دې په ولس غږ وشي چې که څوک غواړي د طالب له شره خلاص شي، رادې شي او وسله دې واخلي. د عملیاتو رهبري دې د افغان ملي اردو په لاس کې وي. د ملي اردو ځواکونه دې له کابله او د هر ولایت له مرکزه عملیات پیل کړي او په دایروي شکل دې مخ ته لاړ شي. هره سیمه چې دوی له طالبانو پاکوي، ولسي ځواکونو ته دې یې وسپاري او پخپله دې همداسې مخ پر وړاندې درومي.

کله چې د طالبانو اکمالاتي لارې بندې شي، دوی نور مقاومت نه شي کولای او موږ کولای شو په لږو تلفاتو دوی تار په تار کړو. دا جګړه دې تر هغې پورې وغځول شي چې په نوم طالب، داعشي، القاعده، حزب التحریر والا او نور ترهګر پاتې نه شي. بیا دې ټول وطن داسې له وسلو پاک شي چې ان د مرمۍ یوه نلۍ هم چېرته پاتې نه شي. له ولسي خلکو دې وسلې بېرته راټولې او ملي اردو ته دې وسپارل شي.

وروسته دې اقلاً تر پنځو کلونو دغه بېړنی حالت وغځول شي. په دې موده کې د وطن بېخبنايي پروژې، بندونه، سړکونه، د اوبو لګولو سیستمونه، د رېل ګاډو پټلۍ … ورغول شي. د کوکنار کر کیله دې یو مخ بند شي. ټولې مدرسې او ټول جوماتونه دې د دولت تر کنټرول لاندې راوستل شي. نوی انساني نصاب دې مدرسو ته جوړ او عملي شي. د هر هېواد امنیت په استخباراتو پورې تړلی وي نو استخباراتي ادارې دې دومره پراخې او دومره غښتلې شي چې وشي کولای ان د خلکو په ککریو کې هم ترهګریزه مفکوره کشف او شنډ کړي.

بیا دې لویه جرګه راوغوښتل شي او نوی اساسي قانون دې تصویب شي چې په هغه کې ملي ګټې تر هرڅه مهمې وي. د بیان ازادي، د مذهب او عقیدې ازادي او داسې نور مفاهیم دې له سره تعریف شي. او په دې توګه دې د یوې سمې او اساسي دیموکراسۍ بنسټ کېښودل شي.

اوس به راشم احتمالي پوښتنو او نیوکو ته:

لومړۍ نیوکه به دا وي چې له پاکستان سره پر پوله دېوال درول به د ډیورنډ کرښې په رسمیت پېژندل وي. دې سره به ولسونه سره بېلېږي او داسې نورې خبرې.

ځواب: اول خو له هاغه وخته چې د ډیورنډ کرښه راکښل شوې ده، په کوم وخت کې زموږ کومه نظامي پوسته له کرښې ها خواته جوړه شوې ده؟ کله هم زموږ ګمرکونه، د ویزې د چک کولو او د سرحدي پولیسو دفترونه د کرښې په بله غاړه کې جوړه شوې ده؟ دا بیخي بې ځایه خبره ده چې موږ ډیورنډ په رسمیت نه پېژنو. که زموږ دولتونو دا کرښه نه منله نو ولې یې پاکستان ته اجازه ورکوله چې په تورخم، غلام خان، چمن … کې دروازې جوړې کړي؟ ولې یې د دوی مخه نه نیوله؟ که سل ځله هم ووایو چې موږ یې نه منو، ټوله دنیا همدا کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه پېژني. بله خبره دا ده چې که موږ خپل وطن په امن کړو، د پرمختګ خوا ته روان شو او د خلکو تعلیم ته توجه وکړو، دا پوله به پخپله ړنګه شي، هماغسې چې د اروپايي ملکونو ترمنځ پولې ختمې شوې. زه مطمین یم چې دا وخت به راځي، ښايي پنځوس کاله وروسته، ښايي سل کاله بعد خو راتګ یې خامخا دی. کله چې د سیمې د ټولو هېوادونو وده او پرمختګ سره برابره یا نږدې شوه بیا نو پولې خپلې ماناوې بایلي. موږ دا پوله ۱۱۰ کاله وزغمله نو ۱۰۰ کاله نوره به یې هم وزغمو.

دویمه پوښتنه به دا وي چې ایا نړۍوال به زموږ غوښتنه ومني؟

ځواب: امریکا او ناټو دعوا کوي چې د ترهګرو ختمول غواړي، روسیه وايي د مخدره موادو او اسلامکارو ډلو له لاسه په تنګ ده، چین د یمغور له وسله والو سر ټکوي، ایران او پاکستان ادعا کوي چې د ترهګرو پلوي نه کوي. نو له ټولو سره باید خبره سپینه وشي چې که په خپله ادعا کې صادق یاست، همدا یې لاره ده. که فرضاً امریکا او ناټو دا غوښتنه ونه منله، ورته ودې ویل شي چې پښې دې سپکې کړي. که د دوی شتون راته په ګټه نه وي نو موږ به ولې اډې ورکوو؟ که د دوی په موجودیت کې هره ورځ وژل کېږو، پرېږده چې د دوی په وتلو سره ووژل شو.

درېیم اعتراض به د داسې جګړې د ډېرو تلفاتو له درکه وي.

دا سمه ده چې دا جګړه به سخته وي او ډېر خلک به په کې ووژل شي خو اوس نو څه روان دي؟ هره ورځ لس ګونه سرتېري، همدومره طالبان او ښايي تر دوی زیات ملکي وګړي وژل کېږي او د دې حالت ختمېدا هم نشته. فکر کوم دغه یوځلي قربانۍ به تر هره ورځ وژل کېدو بهتره وي ځکه چې دلته به د جګړې د ختمېدا تمه او امکان وي.

څلورمه نیوکه: د پولو د بندولو لپاره به خورا زیاتې پیسې په کار وي.

بالکل پیسې، وخت، وسایل او امکانات به زیات غواړي خو بله چاره نه لرو. څو پورې چې د دښمن د اکمالاتو لاره بنده نه شي، ناممکنه ده چې مات یې کړو. افغان حکومت کولای شی دغه پیسې، وسایل او تجهیزات له نړۍ والو وغواړي. دوی هر کال په میلیارډونو ډالر د افغانستان پر جګړې لګوي، په همدغو پیسو پوله هم بندېدای شي.

————————

د ډاکتر زغم نورې لیکنې

2 thoughts on “که سوله ونه شوه …/ ډاکتر محب زغم”
  1. 100%100 agree.de zra Arman de rata pora kh. 1 kal rahise hamde NAQSHE jorawalo ki bidegam o ma sara sa noor tahlilat hum shta.. laka barqi tazkire o ka cha sara na wa zandan foon number d tazkire p adress o number werkawel she da ye der mohim patak de…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *