احمدزی  

ښکاره ده چې دمګړۍ د طالبانو په اند هېواد کې د جګړې د دوام لپاره زښته ډېر پاخه دلايل موجود دي. دوی وايي هېواد عملاً د بهرنيو يرغلګرو تر بشپړ اشغال لاندې او هغه حکومت چې دوی سره د سولې وړانديزونه کوي ګډوډ، وېشلی او کاملاً بې صلاحيته دی. تر دې چې د ولسمشر سم په نيمايي شريکانو لا هماغه د کابل پروسې غونډې په ترڅ کې د غني تر څنګ ځای پر ځای ياد وړانديزونه د قومونو پر اجماع پورې وتړل او ټوله نړۍ يې پر دې خبره کړه چې له طالبانو سره د دوی حسابي لا هم پاکه نه ده. په دې توګه دا حقيقت روښانه شو چې دا مهال سره له دې چې ظاهراً ټولې نړۍ افغانستان کې د سولې ننګه کړې او د ولسمشر غني په وينا پر دې موضوع اوس نړيواله اجماع منځ ته راغلې چې خامخا به يې نړيواله ټولنه او د سيمې هېوادونه ملګرتيا هم کوي خو که بيا هم سوله ونه شي، خامخا به هغه ورځ رارسيږي چې طالب او شمالي اتحاد يو ځل بيا خپله جګړه له سره پيلوي. طالبان بايد د راتلونکې لپاره مسؤلانه سوچ وکړي او تېر مهال کې د چاريکارو، باګرام، ګلبهار، جبل سراج، پلخمري، تخار، مزار او ليلې دښتې ترخې خاطرې هيڅکله هېرې نه کړي بلکې د هماغو له يادښت سره خپله راتلونکې تګلاره وټاکي.

دا مانا چې دوی دې قطعاً په دې اړه دا غلط اټکل نه کوي چې بهرني ځواکونه به له هېواده ووځي او بيا به يې له شمالي اتحاد سره لانجه دومره ژوره نه وي لکه څنګه چې پخوا وه. دا خورا له حقيقته ډېر لرې اټکل دی، بلکې له زښته ډېرو قراينو معلوميږي چې د بل ځل لپاره به شمالي اتحاد د روسيې، ايران، هندوستان او ان لويديځو هېوادو له پراخو مرستو برخمن او ښايي ډېر ژر يا هېواد تجزيه او يا نور داسې پرېکنده اقدامات وکړي.

روسان به هم ځکه ډېر ژر له طالبانو مخ واړوي چې د ستراتيژۍ له مخې يې شمالي اتحاد سره جوړه ده. شمالي اتحاد د هغوی لپاره يو رښتينی ډال دی چې په جنوبي سرحدونو کې يې هر ډول اسلامي خوځښتونه ورته ځپلي او هم شمالي ګاونډيانو سره ښه قومي علايق پاللی شي. ايران هم کله چې زموږ هېواد کې د غرب نظامي اډې نه وي، طالب سره به هيڅ ډول ملګرتيا ونه پالي او هندوستان خو ښکاره ده چې طالبان د پاکستان دوستان بولي او له همدې کبله يې اوس هم ورسره ورانه ده.

دغه راز چين هم يوازې د امريکې او داعش له وېرې طالبانو سره سلام کلام لري او چې امريکايان له ډګره وتلي وي بيا خو د هغوی لپاره طالب خپله يو لوی خطر دی. د خطر همدغو احتمالاتو په نظر کې نيولو سره دې پایلې ته رسېږو چې واقعاً د طالبانو لپاره د يوې ښې تګلارې غوره کولو لپاره همدا اوس تر ټولو ښه موقع ده.

اوس ځکه ښه موقع ده چې د دوی د فکر پر خلاف لا هم هېواد کې بهرني ځواکونه دېره دي (هغه چې ظاهراً د سولې مانع ښکاري) خو حقيقت دا دی چې د همدې بهرنيانو او نړيوالې ټولنې د تأييد او ملګرتيا پر مټ د حکومت او طالبانو د سولې بهير اکمال ته رسېدلی شي او طالبانو ته دا موقع په لاس ورکوي چې له قانوني لارې د هېواد په سياسي ډګر کې فعال حضور تر لاسه کړی شي. دويم دا چې د همدې نړيوالې ټولنې د ملګرتيا له کبله ښايي روسيه، ايران او هندوستان هم سياسي دګر ته د طالبانو د راتلو مخالفت ونه کړي، بلکې د ځان لپاره يې خير وبولي. ځکه دا مهال ياد هېوادونه له طالبانو سره تر يو حده په تفاهم او توافق کې دي. دريم دا چې که په هېواد کې همدا موجود ګډوډ حکومت او ورسره نړيوال ملاتړ نه وي نو لکه چې ومو ويل بيا به طالبانو ته ډېره ګرانه وي چې د شمالي ټلوالې مشرانو سره کومې روغې جوړې ته ورسيږي.

څلورم دا چې اوس د امريکايانو پښې په لړزېدو او تر ډېره په دې هڅه کې دي چې د خپل ځان لپاره کومه د اوړو پوزه جوړه او بيا که ټول نه وي د خپل پوځ نوره زياتره برخه هم له افغانستانه وباسي؛ څو له يوې خوا د خپل ولس له نيوکو ځان وژغوري او له بلې خوا يې د خپل پوځ مالي او ځاني زيانونه راکم کړي وي. ځکه خو له قراينو داسې ښکاري چې که طالبان په جدي ډول وغواړي نو له هغوی سره خپلې ډېرې ستونزې اوارولی شي.

لنډه دا چې پورتني عوامل ګرد سره لا هم د طالبانو لپاره د سولې عمليه اسانه کولی او دوی ته يو غوره حيثيت وربښلی شي. خو که پېښه دا شي چې بالآخره دلته امريکايان بې حوصلې او کرار کرار خپل حضور نور هم کمزوری کړي او د طالبانو له لوري هم جګړو ته شدت ورکړی شوی وي، يقيني ده چې د حکومت وضعيت تر دې هم کمزوری کيږي، بيا به وينو چې شمالي اتحاد نور هم غښتلی شوی او په داګه د طالبانو مخالفت کوي.

البته په دې کې نو څه شک نشته چې امريکايان به ډېر ژر د افغانستان له درانه پيټي ځان خلاصوي او ښايي د خپلو څو وړو نظامي اډو د ساتنې او ژغورنې لپاره دومره ملېشې پيدا کړی شي چې له دنګو کانکريټي دېوالو بهر يې څوکيداري وکړي. کېدای شي هغوی د افغانستان لپاره د يو سياسي نظام د ساتنې او ثبات په هڅو کې ستړی شي او کاملاً شا ورواړوي. بيا نو که هېواد پر څو برخو وېشل کېدلو هم څوک به نه وي چې مخه يې ونيسي، که چا کودتا کوله هم دوی به يې پروا دار نه وي او که خپلو کې ښه سره اړم او ښکر په ښکر وو هم چې د دوی اډو ته يې زيان نه رسيږي، څه به پرې غمجن وي.

يقيني ده چې هغوی اوس هم زموږ لپاره کومه د خير اراده نه لري، خو دومره خبره ده چې اوس خو لا د کابل په اداره کې دومره څوک شته چې د هېواد له وېش سره مخالفت کوي او غواړي چې طالبان يې هم د همدغو راتلونکو ننګونو د مقابلې په لاره کې تر څنګ ولاړ وي. په دې اساس که همدا نن پر هېواد مين او با احساسه افغانان د طالبانو او همدې کمزوري حکومت تر منځ د سولې هلې ځلې ونه کړي او د هېواد راتلونکو سياسي زلزلو لپاره څه تابيا ونه نيسي، خدای مه کړه د روسانو تر وتلو وروسته منځ ته راغلې بدمرغۍ او ناخوالې به تکرار څه چې لا په ډېره ناوړه بڼه دا خوارکی ملت نور هم وځپي او وزبيښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *