د سیډني د (WSU) پوهنتون استاد ډاکتر احسان اذري ستانیزي استرالیا ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په باب د دې هیواد له (ABC) او (SBS) تلویزیونونو سره مرکې کړي چې ژباړه یې دلته وړاندې کېږي.
پوښتنه: استرالیا ته د ولسمشر غني سفر څنګه ارزوئ؟
ځواب: دا سفر په ټوله کې بریالی و. په اقتصادي برخو کې نوې هوکړه لیکونه لاسلیک شول. استرالیا، افغانستان ته د کابو ۴ سوه ملیون ډالره مرسته اعلان کړه او په امنیتي برخو کې یې د استرالیا د مشرانو اوږدمهالې ژمنې ترلاسه کړې.
یوه په زړه پورې موضوع چې د ښاغلي غني له سفر سره تړاو لري؛ تاسو ته جوته ده چې کابو یوه نیمه پېړۍ پخوا ګڼ شمېر افغانان د لومړي ځل لپاره استرالیا ته راغلل او د دې نوي هیواد په ودانولو کې یې تاریخي ونډه واخیسته.
د استرالیا د رېل تر ټولو لویه لار، چې غان (Ghan) نومېږي، د افغانانو او د استرالیا د خلکو ترمنځ د اړیکو یوه تلپاتې بېلګه ګڼل کېږي.
د همدې پښتنو افغانانو لمسي، غني د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه دې ښکلي هیواد ته سفر وکړ، افغانان هیله لري چې د افغانستان دولت استرالیا وهڅوي چې استرالیايي شوی نوم (غان) په رسمي توګه افغان ته واوړي.
پوښتنه: د استرالیا په پلازمېنه کانبرا کې د ولسمشر د سفر پرضد تر زرو زیاتو هزاره ګانو مظاهزه وکړه، د دې مظاهرې علت څه و؟
ځواب: هزاره ګانو دا ډول مظاهرې د لوېدیځ په نورو پلازمېنو کې هم کړي دي. مظاهره ظاهراً د دې لپاره وشوه چې په استرالیا کې هغه افغان هزاره توکمه پناه غوښتونکي چې غوښتنلیکونه یې نه دي منل شوي، افغانستان ته له بېرته ستنېدو وژغورل شي. خو له بده مرغه په دې مظاهره کې په ښکاره ډول سیکتریستي افراطیت وښودل شو. مظاهره چیانو افراطي شعارونه ورکول او د یوه بد قومي هزاره جنګسالار، علي مزاري عکسونه یې اوچت کړي ول.
که له انصاف نه تېر نه شو اوس اوس د هزاره مېشتو سیمې لکه بامیان، جاغوري او کابل د افغانستان تر ټولو سیمو ښه امنیت لري. د افغانستان اوسنی ناورین د دې هیواد د ټولو خلکو د یووالي غږ ته اړتیا لري. د نفاق غږ توکمیزې ناندرۍ رامنځته کوي. په ټولو لوېدیځو هیوادونو کې د هزاره ګانو توکمیز او رادیکالي اهداف باید د یوه افغان او د افغانستان په اوچت غږ بدل شي. په افغانستان کې هم د سیکترستي ورانیو بازار تود ساتل شوی دی.
پوښتنه: د افغانستان اوسنی حال په کومه خوا روان دی؟
ځواب: په ټول کې افغانستان له دوو مهمو ګواښونو سره مخامخ دی. که چیري د افغانستان دولت او د هغه لوېدیځوال مدافعان دا ګواښونه کابو نه کړي، دا هیواد به په یوه نړیوال او له کنټروله وتلي ناورین بدل شي.
لومړی: له تروریزم سره جګړه. دا اوس ټولو ته ښکاره واقعیت دی چې د تروریزم عقیدتي او عملیاتي مرکزونه د پاکستان د پوځ او بدنومي آی ایس آی له خوا اداره کېږي.
دوی له تروریزم څخه د اسلام په نامه د اسلام د له منځه وړلو لپاره کار اخلي. استرالیا او نور لوېدیځ هیوادونه باید د مار د لکۍ پر ځای د مار سر په نخښه کړي. د مار سر د پاکستان له پوځ او آی ایس آی سر دی.
دویم: په افغانستان کې د سولې لپاره جګړه تر ټولو مهمه ده. په افغانستان کې جنګ سوله ییز پای غواړي. له طالبانو سره د سولې بهیر په ټپه ولاړ دی؛ لکه څنګه چې لوېدیځوال وايي طالبان د منځنیو پېړیو خلک دي او له دین څخه د دوی پوهه نیمګړې ده، او په ټول کې دوی د معاصر مدنیت او دیموکراسۍ پرضد دي. له دې سره سره طالبان په افغانستان کې ژورې ولسي ریښې لري او له دوی سره د سولې خبرې د افغانستان او ټولې نړۍ په ګټه دي. استرالیا او نور لوېدیځ هیوادونه باید خپل ټول واک او ځواک وکاروي څو طالبان د سولې د خبرو مېز ته لېوال شي.
د افغانستان د جنګ په غمیز تیاتر کې هره ورځ ورانکاره لوبغاړي زیاتېږي. هغه ځواک چې د سولې دروازې د تړلو هڅه کوي، په پای کې به تر ټولو زیات زیان وویني.