له ګټې یې تاوان ډېر شو، پوره شپږ میاشتې کېږي، چې په هېواد کې د سر کار او شخصي کار په ټپه دریدلی دی او د هېواد ملي اقتصاد ته په میليونونوافغانۍ تاوان رسیدلی دی، ټول هېوادوال یو ډول په اندېښنو کې دي، چې څه به کیږي؟
د رسنیو د سر خبر د ټاکنو په هنګامه پیلږي، په اجتماعي رسنیو کې هم بل څه نشته، په هر ځای کې د ټاکنو په اړه بحث دی، ډېر نږدې دوستان او ملګري د ټاکنو په سر له یو بل نه خوابدي شول، هر سړی کار پوه دی، هر څوک قانون پوه، هرې کورنۍ د قانون د تفسیر وړتیا پیدا کړه او د پوهاند ګل رحمن قاضی کار یې آسانه کړی.
که ولس تر ټاکنو مخکې پدې پوهېدلی، چې د دوی په ملی حماسه، پراخ ګډون او ملي جشن به داسې ملنډې وهل کیږي، نو لا د مخه به یې دا پروسه بای کاټ کړې وه. دوی د دې لپاره په ټاکنو کې ګډون وکړ، چې افغان سیاسیونو به له تېرو دولسو کلونو او په ټوله کې له تېرو ترخو کړنو اوله نویو دیموکراتیکو تجربو یو څه زده کړی وي او دا سیاسي درایت به یې پیدا کړی وي، چې د ولس ارادې ته درناوی وکړي او نور له وينو تويولو او د پرديو له لوري له لوبولو به يې لاس اخستی وي.
د هغه ولس فیصلې ته چې واقعاً بدلون غواړي او له موجوده حالت نه سخت ستومانه شوی دی، لبیک ووایي او هېواد به له دې بحراني حالت نه وباسي، خو اوس اوس دا څرګندیږي، چې لا هم په موږ کې سیاسي درایت نشته، تعهد نشته او د بې باوری فضا کاملاً حاکمه ده. له خپلې لور نه پردي زوی ته ترجیح ورکوو، د ټاکنو لپاره مو دوه کمیسیونو نه جوړ کړل، وړ اشخاص مو ورته وټاکل، تنخواګانې یې اکونټوته استول کیږي او کار یې نه منل کیږي، د ټاکنو په کاملاً افغاني پروسه باور نلرو، له یونما او د ملګرو ملتونو له دفترونو مرسته غواړو، په داسې حال کې چې بدون له نظارت نه هېڅ قانوني صلاحیت او مسولیت نلري.
د افغانستان د ټاکنيزو کميسيونونو دنده داده، چې په دې برخه کې شفاف کار تر سره کړي، د خلکو باور ترميم کړي او ټاکنو ته مشروعيت ور په برخه کړي، نه دا چې د هرچا په خوښه دا ډول سياسي بهيرونه وننګول شي او هر نوماند چې څه وغواړي، غوښتنې يې ومنل شي.
لا تر اوسه ټاکنيزو کمیسیونونه له کومې جدي ستونزې سره چې دوی یې نشي حل کولای ندي مخ شوي، نه دا پروسه دومره سخته ده، لکه څومره چې ورته ډول وهل کیږي، خو بې ځايه مداخلې هم په ټاکنو باور زيانمنوي او هم د ټاکنو کميسيونو موقف تر سوال لاندې راولي. څه چې په دې خاوره کم دي، هغه بې باوري او قدرت طلبي ده، خو غږ کول په هغو پکار دي، چې د واک بې ځايه خوبونه ويني. اې د ارګ شوقیانو اې د قدرت مستو لیونیانو پریږدی، چې دواړه کمیسیونونه خپل کار ته دوام ورکړي، هر څه ته د شک په سترګه مه ګورئ، تر څوبه بهرنیان هر څه راسموي او په کارونو کې به مو مداخلې کوي. موږ باید نور خپل مسولیت په خپله ادا کړو، په افغاني پروسه باور پیداکړو.
که شپه تیاره ده، مڼې په شمار دي. ولس میړانه وکړه راووت او رایه یې ورکړه، د دواړو مخکښو نوماندانو ناظرینو له پروسې څار کوله، په خورا ښه فضا کې ټاکنې تر سره شوې، نړیوالې ټولنې یې تود هر کلی وکړ، رسنیو قدم په قدم تر پوښښ لاندې ونيولې، د ولس له سترګو الونيا نه وې، نو اوس کمیسیونو نه خپل کار ته پریږدی، چې د قانون په رڼا کې خپل کار سرته ورسوي. که د کمیسیونونو په کار دومره شکي وی، نو ولې ټاکنو ته دریدلی او ولې مو هغه تړونونه له کميسيونونو سره لاسليکول، چې د ټاکنو بهير ته به درناوی لرئ او ولې مو په میليونونو ډالر لګښتونه کول؟
د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو هلیه ده، چې له ټاکنيزو کمیسیونونو سره مرسته وکړي، پاکې او ناپاکې رایې جلا کړي، په نوره نړۍ کې هم ټاکنې له يولړ وړو او لويو ستونزو سره مخ کېږي، خو هغوی خپلې ستونزې په خپله اواروي او خپل سياسي بهيرونه خپله بريا ته رسوي، خو زموږ چيغې او سورې ټوله نړۍ په سر واخلي.
که خدای مکړه، ځينې کړۍ حالات په لوی لاس خرابوي، او هېواد بحران ته ټېلوهي، نو بويه چې بیا به څوک په ټاکنو باور ونه کړي او دا ولس به ستر چانسونه او لوی فرصتونه د تل لپاره له لاسه ورکړي.
دا ليكنه محور ورځپاڼه کې خپره شوې.