د کابل پروسې په کنفرانس کې ولسمشر اشرف غني کابو ټول هغه شرایط ومنل چې معمولا به له طالبانو سره د خبرو د پیل خنډ بلل کېدل. ولسمشر غني څرګنده کړه چې حکومت په ټولو موضوعاتو باندې بې قید او شرطه خبرو ته تیار دی. منظور دا چې د خارجي عسکرو د وتلو په اړه له بحثه رانیولې تر اساسي قانون پورې په ټولو موضوعاتو خبرې کېدای شي.

 طالبانو د ولسشمر غني د سولې وړاندیز ته تر اوسه پورې ځواب نه دی ورکړی. د رسنیو په قول طالب ویاند یا ویاندانو ویلي دي چې طالب مشران په دې وړاندیزونو غور کوي. د ویاندانو د دې خبرې مانا دا نه ده چې طالبانو وړاندیزونه رد کړي دي. په مهمو وړاندیزونو باندې غور کول منطقي خبره ده او غور به په مختلفو دلایلو باندې له طالبانو څخه وخت غواړي خو د نه ردولو مانا دا هم نه ده چې وړاندیزونه یې تایید کړي دي.

 د ولسمشر غني د سولې د وړاندیز په مقابل کې که طالبان تر اخره پورې پټه خوله پاتې شي نو مانا یې دا ده چې جنګ ته ادامه ورکول غواړي او دې ته په تمه دي چې هغه غوټه چې په لاس پرانیستل کیږي، په غاښونو پرانیزي.

 هغوی چې معمولا د طالبانو د دریځ ننګه کوي وایي چې څو پورې د امریکایي عسکرو د وتلو په باره کې ډیرې واضح څرګندونې نه وي شوې، طالبان خبرو ته نه تیاریږي او ځکه نه تیاریږي چې د امریکایي عسکرو شتون د دوی د روان جنګ تر ټولو اصلي عامل دی.

 د جګړې د اوږدولو لپاره دغه دلیل ځکه منطقي نه ښکاري چې امریکایانو ویلي دي چې که په افغانستان کې شورش وي، نو د دوی عسکر به هم وي. نو که د افغانستان د حکومت په خلاف د جنګ پلویان جګړې ته ادامه ورکوي، یوه مانا یې دا ده چې په لوی لاس د امریکايي عسکرو د شتون د مودې اوږدول غواړي.

 له بلې خوا د کابل پروسې تر کنفرانس یوه ورځ له مخه طالبانو وویل چې د افغانستان د لانجې د حل لپاره له امریکایانو سره خبرو ته تیار دي. د طالبانو په اعلامیه کې دا نه وو ویل شوي چې اول دې امریکایي عسکر ووخي بیا به له امریکایانو سره خبرې کوي، بلکې اول یې د خبرو غوښتنه کړې وه. دلته هم استدلال کیدای شي چې که له امریکایانو سره د هغوی د عسکرو تر وتلو له مخه خبرې کېدای شي، له خپلو افغانانو سره ولې ونه شي؟

 په منطقي لحاظ طالبانو ته د خبرو نه کولو پلمه نه ده پاتې. دوی که بیا هم له خبرو انکار وکړي نو په سیاسي لحاظ به یې لویه ماته کړې وي.

 د دوی سیاسي شکست چې له روانو نظامي فشارونو سره یو ځای شي، د طالبانو تحریک به له بدو عواقبو سره مخامخ کړي. په روانو نظامي فشارونو کې درې مقصدونو ته زیاته توجه کیږي: یو دا چې طالب وسله وال یو ځای کېدو ته نه پریښودل کیږي، بله دا چې د دوی مالي او عایداتي منابع په نښه کیږي او دریم دا چې د دوی په مشرانو او قومندانانو باندې حملې کیږي. په طالبانو باندې د روانو نظامي فشارونو عمده برخه هوایي حملې تشکیلوي. څرنګه چې له طالبانو سره د هوایي حملو د مقابلې او مخنیوي امکانات نشته نو په حقیقت کې تر ډیره حده په یو طرفه جګړه کې راګیر دي.

 طالبان دا کولای شي چې مثلا  د کابل د جمهوریت روغتون مخې ته انتحاري حمله وکړي او څو نوي کسان ووژني، دوی په عامو لارو کې د ماینونو خښولو یا د عام المنفعه پروژو د تخریب لپاره هم ډیر څه کولای شي خو دا هغه اقدامات دي چې د دوی لپاره په نظامي لحاظ کومه ګټه نلري او بلکې په طویل المدت کې د طالبانو د تحریک د دایمي ختمیدو سبب ګرځي ځکه طالبان له عام ولس سره په مستقیمه دښمني کې ښکېل کیږي.

 که څه هم طالبان ټینګار کوي چې له ایران او خصوصا پاکستان سره د دوی د رابطې په برخه کې مبالغه کیږي خو په دې کې شک نشته چې طالب مشران په پاکستان کې دېره دي او څرنګه چې په پاکستان باندې د امریکا فشارونه مخ په زیاتېدو دي، نو د پاکستان له خوا په طالبانو باندې احتمالي فشار یو بل عامل دی چې طالبانو ته جدي صدمه رسولای شي.

 په افغانستان کې ګڼ هغه صاحب نظران چې پاکستان ته بدبینه وي، وایي چې پاکستان د طالبانو له دوستي لاس نه اخلي او حتی د امریکا فشارونه به وزغمي خو طالبان به له لاسه ورنکړي.

 که فرضا پاکستان د طالب مشرانو له کوربه توبه لاس وانخلي نو امریکا په نهایت کې هغه څه ورسره کولای شي چې له مولوي منصور سره یې وکړل. منظور دا چې پاکستان که د طالبانو حمایت ته دوام هم ورکړي، دا ضمانت نشته چې طالب مشران به په پاکستان کې په امن کې واوسي.

 دغو واقعیتونو ته په پام سره ویلای شو چې که طالبان د سولې وروستی وړاندیز هم رد کړي نو یقینا چې د افغانستان د خلکو توره شپه او بدمرغي به اوږده شي مګر د طالبانو د تحریک لپاره به هم د خودکشي مانا ولري.

 له مختلفو اټکلونو سره سم طالبان د افغانستان له شل فیصده تر څلویښت فیصده پورې قلمرو په خپل کنټرول کې لري او یا یې د ډیر نفوذ ساحه ده. طالبانو دغه ساحه تر ډیره حده په هغو کلونو کې تر لاسه کړه چې امریکایانو د افغانستان په جګړه کې خپله برخه تقریبا نشت ته ورسوله خو اوس چې امریکایان یو ځل بیا په افغان جګړه کې په نسبتا پراخه پیمانه ښکېل شوي دي او په تیرو شپږو میاشتو کې یې طالبانو ته د تیرو لسو کلونو په اندازه صدمه رسولې ده، نو طبعا د طالبانو د کنټرول او نفوذ ساحه په خپل حال نه پاتېږي او خامخا کمیږي. دغه راز په تیرو دوو کلونو کې د افغان اردو انسجام او تقویت د دې سبب شوی دی چې په وروستیو وختونو کې په طالبانو باندې ګڼې کامیابې حملې وکړي. د ۱۳۹۷ لمریز کال لپاره د شپږ دیرش زره کسیز محلي ځواک جوړېدلو مقصد دا دی چې له طالبانو څخه نیول شوي سیمې د حکومت تر کنټرول لاندې وساتي. د دې پروګرام څرګنده مانا دا ده چې که جګړه ادامه پیدا کوي نو طالبان به د ۱۳۹۷ کال تر پایه پورې د خپل اوسني قلمرو لویه برخه له لاسه وکړي.

 یقینا د طالبانو لپاره د سولې د خبرو بهترین وخت همدا اوس دی. دوی که اوس خبرې پیل کړي، خپلې ډیرې غوښتنې به یې پوره شي خو که کال پس خبرې پیلوي نو سوله به یې دوه اړخیزې سولې ته نه بلکې تسلیم ته ورته وي او که جګړې ته په ۱۳۹۸ لمریز هجري کال کې هم دوام ورکوي نو په غالب احتمال د ذکر شوي کال تر پایه به د طالبانو تحریک یوازې د تیر تاریخ یوه برخه وي.

One thought on “که طالبان سوله ونه مني، بیا؟ | شفیق اندړ”
  1. اندړ صاحب دابه ومنو چه طالبان دپاکستان د استخباراتو له چتر لاندي کار کوي خو امريکا ولي د طالبانو نظام له منځه يوړو او بيا يي د بن په کانفرنس کښي بي برخي کړل دا 100 فيصده قصدي کار وه چه امريکايانو خپلي ستراتيژياني عملي کولي او اوس اول امريکا بيا حکومت نه غواړي چه له طالبانو سره سوله وکړي دا فقط عام خلک دوکه کول دي ,او په والله که له کومي ډلي يانظام سره اړيکي لرم..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *