حامد حقمل

همدا اوس خپل خیالونه په عمل بدل کړئ! د «ته ګټونکی يې» کتاب د شېو کهرا اثر دی او تکړه ژونالیست او لیکوال شېرخان شهیر پښتو ژبې ته ژباړلی دی.

«ته ګټونکی یې» کتاب له یوې هر اړخیزې طرحې سره د داسې ژوند جوړولو لارښود دی چې تاسې یې لایق یاست.


ګټونکی، بایلونکی، بریالی، ماتيې خوړلی…. یوازې هغه عمومي او ورځنۍ  تکراري کلیمې دي چې د کتابونو پر مخ لیکل  شوې دي. کیدای شي ډېر ځله مو د دې عنوانونو کتابونه د کتاب پلوروځیو او فرهنګي بنسټونو د مخې په ښيښوکې لیدلي وي. ښایي دغه کلیمې مو د داسې پوسټرونو پر مخ لیدلي وي چې د سیمینارونو دایرولو ته پکې په همدې موضوع خبر ورکړل شوی وي. ښایي د دې کلیمو سره په هغه اندازه مخ شوي وی او اوس چې کله د کتاب پلورنځیو د مخې په ښیښو کې د «ته ګټونکی یې» کتاب وینئ، بې پروا یې له څنګه تېرېږئ او له ځان سره وایی بیا هم همغه پخوانۍ او دایمي کلیمي!

مګر نه، راځئ دا ځل د «ته ګټونکی یې» کتاب له څنګه بې پروا مه تېرېږئ او د هغې له شېبې شېبې څخه خوند واخلئ. که چېرته غواړئ چې په مسلکي، کورنيو او شخصي مسایلو کې بریالي و اوسئ، که چېرته غواړئ له هغې کړاوونو سره چې نن ورځ ورسره ډېر خلک مخ دي خلاصون پیدا کړئ او راتلونکي خلک مو په نېکۍ سره یاد کړي، کچېرې غواړۍ د یوه مدبر مدیر په شان چلند وکړئ او کچېرته مو هوډ نیولی وي چې د یو ګټونکي په توګه ژوند وکړئ، د دې کتاب د مطالعه کولو سپارښتنه درته کوم.

د «ته ګټونکی یې» کتاب د ښه والي څخه یو دا دی چې ژباړه یې په ډېره ساده ژبه شوېده او هر ډول خلک ترې مفهوم اخیستی شي. شېو کهرا په دې کتاب کې د مهمو او بنسټیزو مسایلو د بیانولو لپاره له جذابو او جالبو کیسو او د مشرانو له خبرو څخه استفاده کړېده چې بریالیتوب ته په رسېدو کې مهم رول لوبوي. په دې کتاب کې راټولې شوې موضوعګانې بې له  شکه د مهمو او بنسټیزو مدیریتي لاملونو څخه دي؛ خو په هغه کچه ساده بیان شوې دي چې آن هغه کسان چې د پوهنتون زده کړې یې ندي کړې کولای شي له هغې څخه په آسانۍ ګټه پورته کړي او خپل شخصي، مسلکي او ټولنیز ژوند ته یو بل رنګ ور وبښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *