غازي عابد

د غازي عابد لیکنه –

رجب طیب اردوغان د سیکولر ترکیې ولسمشر دی، نظام یې سیکولر دی او سیکولریزم بې دینۍ ته وايي چې دین له سیاسته بیلوي، خو له هغه دا تمه لرئ چې ترکیه به له سیکولریزمه وباسي، دا خوشبینه مو په خپل ځای سمه، خو چې له هغه دا تمه لرۍ چې یو بې دینه نظام سموي، نو له خپل محبوب ولسمشر چې زده کړو، کار، پوهه، فکر، رښتینولۍ او اخلاص نه یې زموږ په شمول نړۍ خبره ده، ولې ناهیلې کیږئ چې هیواد به راته ونه رغوي، هیواد به راته له مفسدینو، وژونکو، وحشیانو، پردیو او نورو نورو ونه وژغوري؟

په داسې حال کې چې نه یې په دې وطن کې د مجاهد، کمونیست او بل بل په نوم څوک وژلي، نه یې ځورولي، نه یې هیواد خرڅ کړی او نه یې څوک په تنګ کړي.

د هغه هڅې دې وطن ته باید موږ د نوموړي له کارونو ووینو، که هر ډول مصلحتونه یې وکړل، هغه یې دې وطن ته د خدمت په موخه کړي، غاړه یې ورکړې، خو غلی نه دی ناست.

که څوک اوس هم وايي چې تر اوسه یې څه کړي، نو زه وایم چې دا خلک ډیر ناخبره دي، ځکه دوی تر اوسه د افغانستان تیر او اوس نه څیړي، په دې نه دي خبر چې افغانستان اوس کومې خوا ته روان دی، که څه هم ورو دی، نو دا هم ستاسې په وینا چې اردوغان وخت غواړي تر څو ترکیه له سیکولریزمه وباسي، نو د هغه په شان وخت ولسمشر غني هم غواړي چې په دې خنډونو، فسادونو او ورانو ویجاړو لارو کې مخته ولاړ شي، داسې ژر او یو دمي نه کیږي، چې هم له پاکستان سره ډغرې ووهي، هم له خپلو مخالفینو سره او هم امریکا او نورو سره.

نو د خدای لپاره دا خدای درکړې سترګې مه پټوئ، نور هسې ځان مه غولوئ، څنګه فکر چې اردغان ته کوئ غني ته یې ترې زیات او ملاتړ یې وکړئ، د خلکو په اوازو مه غولیږئ.

راځئ همداسې چیغه د غني په ملاتړ پورته کړو، چې ولسمشره درسره ولاړ یوو، ملاتړ دې کوو، له مفسد، جنګ سالار او نورو خاینینو مه وریریږه، یوازې نه یې، موږ درسره یوو.

ځکه که همدا اوس موږ دا ټولې هڅې چې په عقديي ډول سره یې کوو، پر ځای ددې چې تخریب او بې ځایه مخالفت یې ونه کړو، که دا د ملاتړ لپاره د لاریون، اعتراض، غونډو، هر ډول رسنیو نه تبلیغاتو، لیدنو او کتنو له لارې ولسمشر غني سره د حمایت په توګه وکړو، نو پرته له شکه به هغه پر ځان ډاډه شي، هغه به دا احساس وکړي چې تر شا مې ولس شته دی، هغه به دا ډاډ ترلاسه کړي چې د مفسد په مقابل کې مې زور رسي، ځکه ماسره ولس دی او چې له چا سره ولس وي د هغه مقابل بیا مفسدین، خاینین، وطن پلورونکي، غاصبین، مافیاوال او نور نه شي ټینګیدلی.

ګوره دې ته مو پام وي چې په نړۍ کې هیوادونو د بیلابیلو عواملو له امله په پښو ودریدلي دي، څوک ښه نظامي قوت لري، څوک ښه اقتصادي قوت لري… او همدارنګه څوک یو ښه رهبر لري چې له امله یې ځانونه له بحرانه او ستونزو ویستلي دي، لکه روسیه، کله چې شوروي اتحاد په څو ټوټو وویشل شو، نو روسیه ډیره وړه پاتې شوه، هر څه یې له لاسه ورکړل، خو اما کله چې یې ښه رهبر چې اوس هم دی (ویلاد میر پوتین) یې پیدا کړ، نو دده د ښې رهبرۍ له امله روسیه بیا په یوه ځواک بدله شوه، روسیه یو ځل بیا د تیر په نسبت په کم وجود سره د زبرځواکه امریکا او لویدیځ سیال شوه، هر ځای کې ورسره ډغرې وهي، سوریې کې یې ورته ځان نیغ ودراوه، په اروپايي هیوادونو کې ورته لاسوهنې کوي او داسې نور…

خو برکت یوازې د پوتین وو چې یو ښه رهبر دی، هغه دا لویدلی هیواد (روسیه) یو ځل بیا په پښو وداراوه، نو که په همدې ډول سره موږ د اوسني خپل رهبر چې نړۍ کې ورته خلک په پوهه، فکر او ښه والي قایل دي، قدر وکړو، موږ یې تر شا ودریږو، موږ یې په ملا وټپوو، نو دا رهبر کولی شي چې د پوتين غوندې لویدلی افغانستان راته ورغوي او له غورځیدو یې وژغوري.

زه ولې وایم چې غني زموږ ښه رهبر دی او کیدای هم شي؟ په همدا اوس حالاتو کې وګورئ چې افغانستان په یوه ډير ناوړه وضعیت کې وو، هر ډول ګواښ ورته متوجه دی، نه سم اقتصاد لرو او نه سم لوری راښودل شوی، اما په همدې حالاتو کې ښې رهبرۍ چې غني یې په سر کې دی، دومره وشول کولی چې په خپلې ښې دیپلوماسۍ سره د افغانانو دا هیلې پیدا شي چې افغانستان په ښه لوري روان دی، لکه د ځینو بندونو افتتاح، د ځینو قراردادونو امضا کول، په نظامي لحاظ افغان قواوو ته د ډیر څه ترلاسه کول او تر ټولو لوی یې دا چې د پاکستان چغې پورته کول. هره ورځ یو خبر لرو چې پاکستان شکایت کړی چې د اوړو کارخانې یې له دې امله بندې شوي چې اوس افغانستان وړه له قزاقستان او نورو ځایونو نه راوړي او همداسې نور…

د چابهار بندر پر اهمیت او دې ته د ایران او هند تر دې ځایه هڅونه چې بلاخره بیا رغونه یې شروع کړي. د امریکا او نورې نړۍ ته ددې قناعت ورکول چې ترهګر څنګه ختمیدلی شي او اصلي حاميان یې څوک دي او تاسې د ترهګرو په نوم ولې داسې جګړه کوئ؟

دا ټول هغه مسایل دي چې زه فکر کووم په اوس وخت کې به یې یو لوی لامل همدا وي چې غني په خپلې رهبرۍ سره وشول کولی چې په سم ډول یې مدیریت کړي.

زه د اردوغان مخالف نه یم، خدای دې په رښتینو لارو بریالی کړي، خو، راځئ! تر کومه به موږ ته خپل سپک او نور درانه وي، راځئ خپل درانه، په اوږو سپارو کړو، سختیو کې به یې تر یوه ځایه یوسو، نور بیا هغوی موږ وړي.

عابد ــ جلال اباد – ۱۳۹۵-۴-۲۹ دفتر

2 thoughts on “که له اردوغانه هغومره تمه لرئ، له غني یې ولې دومره نه لرئ؟”
  1. ډیره ښه لیکنه دی کړی او راڅی څوانانوچی د خپل ولسمشر نه د ملاتړ کمپاین شروع کړو.هغه مفسدین چی د چوکی لپاره یی د غنی ملاتړ کړی وو ، د چوکی د نه رسیدو له امله یی دولسمشر پسی یی د بی کفایتی ډنډوری شروع کړی چی د هغوی د جملی څخه نر ښڅی احادی او هغه بل بی پته .

  2. “رجب طیب اردوغان د سیکولر ترکیې ولسمشر دی، نظام یې سیکولر دی او سیکولریزم بې دینۍ ته وايي چې دین له سیاسته بیلوي، خو له هغه دا تمه لرئ چې ترکیه به له سیکولریزمه وباسي، دا خوشبینه مو په خپل ځای سمه، خو چې له هغه دا تمه لرۍ چې یو بې دینه نظام سموي ”

    Dear Ghazi Abid Khana,

    You need to study further about secular form of government. A secular based government separate the affair of that state from the affair of mosque, church, temple and other faith based organization that a specific nation may have and it is not ” سیکولریزم بې دینۍ ته وايي ” as you stated.

    It make sense, because religion is a very clean personal faith individual and group have with God. And should not be mixed with the affair of government that solely based on applying diplomacy for give and take that may not be legitimate.

    Please take a note that infidelity/faithlessness and secularity are completely two different concept and wishing you the best

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *