لیکنه : قاضي نجیب الله جامع –

اسلامي حزب د پخوانی حکومت په مهال ۱۷ ځله خپل سیاسي استازي کابل ته راولیږل تر څو له حکومت سره د خپلو مخالفو لیدلورو پر سر یوې داسي هوکړی ته ورسیږی هغه چې له یو لوری یې د نیمي پیړۍ مبارزې درناوی شوی وی او بل لور ته د رواني ناوړی جګړې او د هغې د اصلی محورنو په سر چې په کور دننه د سیاسی واک په ګدي ناست د بې ۵۲ په زور او د ناټو په سوټي واک ته رسیدلي غاصب اقلیت نظار شوراء او د هغوی بهرنی یرغلګر ملاتړی امریکا او متحدین یې پردې قانع کړی چې ( اشغال او انحصار ) د جګړې د اور اصلي ازوغه جوړه وی او دلته د ثبات یوازني حل لاره دا ده چې اشغال ته پای او په انحصار خبري او مذاکره وشی.

ولې د کرزی حکومت په دی اړه نه یوازی هیځ غوږ ونه ګراوه بلکې د طالبانو سره د قطر د سولې مذاکرات یې دومره وننګول چې د کرزی د سولې اوښکې ډیرو د تمساح اوښکې وبللی او سوله یې یوازی د ولس سترګو ته د خاورو ورشیندلو ډرامه وګڼله.

مګر اسلامی حزب بیا هم قرار کښینناست بلکې د ګډ حکومت سره یې د بار بار مذاکراتو او حتا د خپلو ارمانونو او اهدافو په کچه چې د بهرنیانو د نظامي شتون صفر کول وه، څخه هم تنازل وکړل او د تېر کال په مېزان کې یې د سولې تړون پرته له مخکې شرطونو د یو سراسری حسن نیت او باور د راټوکولو په موخه هغه مهال لاسلیک کړل چې یوازی د جګړې او افغان وژنی د روانی لړۍ د پایته رسولو څخه اخوا پکې هیځ څه نشي تر سترګو کیدای

هغه چاره چې په اړه یې باید اسلامي ګوند په ټوله کې او د دی ګوند مشر حکمتیار وستایل شی او زه ورته د سولې اسماعیلی لقب ورکوم.

مګر اوس چې د ګډ حکومت او اسلامی حزب د هوکړی څخه څه باندی نیم کال تېریږی نه یوازی د دي ګوند سره د شویو اساسي کرښو په سر شوی ژمنی نه دی عملی شوی بلکې د حزب اسلامی د مشر د زوی حبیب الرحمان حکمتیار په خبره حکومت له دوی سره حد اقل د دی ګوند د مشر حکمتیار د راتگ کابل ته هغه لومړنی شرایطو په برخه کې هم هیځ ګام نه دی اوچت کړی هغه لیکې:

هر وقت شرایط امنیتی برای حضور علنی رهبر حزب اسلامی مساعد ګشت ایشان حضور علنی پیدا خواهند کرد، حکومت از روز امضاء موافقتنامه تا حال که نیم سالی از آن ګذشت فقط توانست چند خانه ء کرایه بګیرد که تا حال نیز آماده استفاده نیست. هیچ زندانی آزاد نګشته، به هیچ مهاجری زمین داده نشده، شاید امسال دیګری از مهاجرین به میهن خویش برګردند اما حکومت ناتوان در جابجا ساختن آنان است. در بخش ادغام توافق نظری وجود ندارد ،در بخش تدابیر امنیتی رهبر حزب اسلامی و سه اقامتګاه ایشان هیچ پیشرفتی ندیدیم. دوستان در این مورد بر اظهارات اشخاص باور نکنند، حکومت در نیم سال حتی نتوانست برای حضور علنی رهبر حزب اسلامی آمادګی بګیرد حال حزب اسلامی برای حضور علنی رهبر خویش خود آمادګی می ګیرد.

تر دی وړاندی قریب الرحمان سعید او امین کریم هم د حکومت له لوری د هوکړې د نه پلی کېدو خبرونه ورکړی ولو چې په حکومت کې یو شمېر کړۍ له حزب اسلامي سره د سولې تړون د پلي کیدو پر وړاندې خنډ دي.

اوس چې کله ګډ حکومت په ځانګړی ډول غني پدی بریالی شو چې د نظار شوراء له مخکښ جنګسالار عطاء نور سره د راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو له پاره نوي یارانی ټینګې کړی او په مقابل کې د ګډ حکومت ټیمی شریک دوستم او قراردادی اجرایه ریس عبدالله انزواء ته نږدی کړی زما د معلوماتو او حالاتو له مخې ارګ میشتی معاملګر د حکمتیار سره په سوله له سر پیښمانه دی او هره ورځ پدی اړوند نوی پلمي او حتا د مشروعیت په کچه چې د اسلامی حزب سیاسي برخلیک ور پوری تړلی خنډونه او دسیسي لټوی او د دی ښه بیلګه دا ده چې د شرایطو په برخه کې چې حکومت باید له ځلورو او ۲۵۰۰ ترمنځ بندیان خوشی کړی وای اوس یې د هغو نوملړ یوازی تر ۷۰ تنو پوری محدود کړی، د کډوالو د برخلیک او د هغوی د میشت کولو چې یو ځانګړی ښارګوټی به ورته برابروی له سره پته نشته ولې د دی سربېره حکومتی ویاندویان پرته له دی چې و وایې حکمتیار دی راشی حتا د هغه د هرکلی اړوند یې هم د هیځ وضاحت او چمتوالې اشاره نه کوی.

د خنډونو په برخه کې د امریکایې جګړه مارو ځواکونو بیرته راستنیدل د جګړې او حربه میدان ته، په کابل کې د ملی شتمني چې د سیاسی واک نا عادلانه ویش د راتلونکې معامعلګریو په موخه ده، د هیواد په ټاکنیز نطام کې سلیقوی او له ورایه معلومي درغلګری ته جوړ بدلونونو چې ګمان کیږی د ولسمشری او پارلمانی ټاکنو له پاره د همدغو یارانو په خوښه ( خانه ټکانی ) وله د سیمي په کچه په ځاګریزو لوبو کې برخه اخیستنه چې د داعش رامنځته کیدل او حتا د ملی خیانت تر کچې معامعلې چې د ډیورنډ کرښي په سر په لندن کې هوکړه چې بیا د پاکستان له لوری پری حتا د کونړ په ولایت کې دروازی جوړی شوی او ارګ هم په کور دننه د ځمکنی بشپړتیا او ملی واقعی امنیت دښمنان چې د ډیورنډ فرضی کرښه رسمی ګڼی پټه خوله پاتی کیدل او له طالبانو سره د سولې پرځای د جګړې اسټراټژی ته لومړیتوب ورکول او په جګړې ټینګار چې ښه بیلګه یې د امنیت شوراء هغه هڅۍ دی چې طالبان باید د مسکوه په هغه غونډه چې د سیمی او نړۍ ۱۲ هیوادونه پکې برخه اخلی ګډون ونه لری پداسی حال کې چې په افغانستان کې د جګړې د دوام یو له اصلی علتونو څخه دا ده چې حکومت، مخالفین او جمعه د جګړې بهرنی لوری چې امریکا او پاکستان دی په یوه میز کښینی او د جګړي په عوامیلو، ټکرونو او حل لارو مخامخ او نږدی کونکې خبری وکړی.

پایله

اوس د دغو ټولو پلمو، خنډونو او د اسلامي حزب له لوری د سولې په ملی جریان کې پدی کچه ستره او د ستایلو وړ قربانی او ترځنګ یې د ګډ حکومت په ټولو ټګې برګې یو نادودو او حتا د خیانت تر کچې یارانو دا هر څه ولس وسلوال سیاسي اپوزیشن ( طالبان ) او حتا د سیمي ځواکمن قدرتونه چې روسیې، چین، پاکستان او ایران دی د لری نړۍ پر څیر څاری او هیځکله یې په وړاندی سکوت نشی کولای او ټول د یوی پایلي چې د نظام د بقاء او مشروعیت برخلیک ورپوری تړلی د انتظار شیبی باسی.

ولس دا شیبي شماري چې د افعان وژني لړي څه وخت او څنګه پایته رسیږی، طالبان له سره د حکومت په ژمنو باور نه لری او دا باور هغه وخت لا غښتلی شو چې د قطر دفتر یې وننګول شو، څو څو ځلي یې د پاشل کیدو هڅی وشوی او په ټوله کې د سیاسي رهبرانو له وژلو شروع د دي ډلی تر شرعی او ملی حیثیت پوری خبره اوږده شوه.

د سیمی هیوادونه په خاص ډول هغوی چې د افغانستان له قضیی څخه په سیاسي، اقتصادی او کورنی امنیت کې اغیزمنیږی هم له حزب اسلامی سره مذاکرات لکه د ګډ حکومت د شرکت بابیزه نه ګڼی او په اړوند یې په تېر څه باندی نیم کال کې وخت پر وخت دریځونه او اندیښنی بیان کړی.

اوس که خدای مه کړه د ګډ حکومت په نشه کې غرق رهبران لیږ هم د خپلو احمقانه او شاته پاتی معاملګریو څخه ژور فکر وکړی په ځانګړی ډول د نظام د بقاء، مشروعیت او باور په برخه کې نو که هر ناسنجولی ګام اخلی او له اسلامي حزب سره د سولې ملی تجربه لکه ځنګه چي یې اوس د درغلګریو او معاملو تر سیوری لاندی راوستی ناکامه کړی. نو نه یوازی طالبان به له دغه ناقیض او متناقیض حکومت سره سولې ته زړه ښه نه کړی، بلکې د خلګو هیلی به مړاوی شي، په افغانی حل لاری به باور صفر شی او نړیوال به هم په ځانګړی ډول هغوی چې دلته په ګاونډ کې راسره اوسیږی د سولیزو ګوزینو په ځای به د خپلو وګړو د خوندیتوب او امنیت په خاطر نور په ناسالمو او منفی اپشن نونو کار وکړی.

چې یمن، لیبیا، عراق او په ځانګړی ډول د سوریه ناوړه حالات یې تجربه شوی بیلګه ده

په درناوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *