لیکواله : استاد لیمه پکتیانۍ –

د ولسمشرۍ تیرو ناندریزو ټاکنو څخه وړاندې ټولو افغانانو ته د اوسني ولسمشر غني استعدادونه او کارکړنې تر ډیره بریده څرګندې وې او د هیواد لوستي او نالوستي په دې پوهیدل چې په (دوکتوراشرف غني) د دولت جوړونې او د اداري فساد او نورو ستونزو ککړ اداري نظام کې اصلاحات راوستلای شي، ځکه خو افغانان د رایو تر صندقونو راغلل او په دې لړ کې هغه چا هم کارتونه واخیستل او رایې یې ورکړې؛ کوم چې تر دې وړاندې یې نه وو اخیستي او په تیرو ټاکنو کې یې هم ګډون نه ؤ کړی. تر دې چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره خلکو د ګوتو له لاسه ورکولو په کچه هم قربانۍ ورکړې او په تیرو ټاکنو کې د ګډون لپاره داسې کسان هم وو د ټاکنو لپاره د مړي جنازه او خاورو ته د سپارلو مراسم وځنډول او د یو ملي احساس له مخې یې لومړۍ په ټاکنو کې ګډون وکړ او بیا یې د لور مړینې له پیښې کلیوال خبر کړل او د کفن دفن مراسم یې تر سره کړل.

دا ټول ددې لپاره نه وو چې اشرف غني پښتون ؤ او پښتانه یې په ملاتړ راپاڅیدلي وای؛ بلکې دا ټول هیواد ته د رښتینې خدمت په هیله او نیت د افغانستان هر اکثریت او اقلیت که په هر ملیت پورې اړوند ؤ راپاڅیدل او خپله ملي دنده او مسؤلیت یې پر ځای کړ.

خو د شمالي ټلوالې په تیره بیا د نظار شورا اړوند جنګسالاران چې پر افغانستان د لومړني برید او څرګند تیري اجازه لیک یې لاسلیک کړی ؤ خپلو ناندریو ته د بهرنیانو په تیره د امریکا سفارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او نورو په ملاتړ ، لمسون او غوښتنه زور ورکړ او په ټاکنو کې د درغلیو تورونه یې راپورته کړل او په دې ډول بهرنیانو ته د لاسوهنې او په خپله خوښه د حکومت رامنځته کولو پوره چانس په لاس ورغلو او په دې سره یې د ټاکنو له پایلو د بسوګۍ واده جوړ کړ او په پایله کې یې دوه سري حکومت ته لار هواره کړه تر څو لږ تر لږه که ددوي لاس ناستی حکومت نه وي نو نیم یا دریمه برخه چې اجرأئیه ریاست دی د دوي په خوښه شپه او ورځ د هر ډول امر منلو ته چمتو او په نظام کې د ستونزو راولاړولو ته تیار وي. او په دې ډول یې په لومړي سر کې پر ولسمشر غني د اجرائیه ریاست د منلو او وروسته بیا د لویې جرګې د راغوښتلو او د نظام بدلون، په قانون کې تغیر راوستلو او … کار وکړ؛ خو کله چې د لویې جرګې د راغوښتلو وخت رانږدې شو، نو د امریکایانو اجیر او لاس ناستو اندامونه ولړزیدل او له جان کیري څخه یې د ستونزې د حل غوښتنه وکړه، چې هغه هم کابل ته راغلو او د خپلو اجنټانو په ګټه یې په یو اعلان سره د لویې جرګې د راغوښتلو او د اساسي قانون د تغیر خبره سړه کړه او لړزیدلو اندامونو د خپل دې بادار له دې اقدام څخه مننه وکړه او سکون یې تر لاسه کړ.

نو په دې توګه د ولسمشر اشرف غني ټاکلي پلانونه عملي نه شول او لارې پرې بندې شوې، ځکه ولسمشر غني د افغانستان خلکو په خوښه په نظام کې د اصلاحاتو او د ویجاړ سیستم تنظیمولو برخه کې داسې پلانونه درلودل؛ کوم چې د نړۍ په لسګونو هیوادونو کې یې د ناکامو نظامونو د بدلون او بریالیو هیوادونو بدلیدو لپاره یې کارولي وو. کیدای شي یو څوک دا ووايي چې ولسمشر غني د ناکامو نظامونو هیوادونو لپاره خپل پلانونه د شرایطو آسانوالي له امله بریالي کړي وي او په افغانستان کې درې نیمې لسیزې جګړې تیرې شوي؛ نو څنګه به یې پلانونه اغیزناک او ګټور تمام شي؟.

ځواب ډیر آسان دی او هغه دا چې : ولسمشر غني د افغانستان تر حال بد تره هیوادونو لپاره خپل پلانونه د نظامونو جوړښت او کامیابۍ په نیت کارولي چې بریالي شوي دي او بیا دداسې هیوادونو لپاره چې نه ولسمشر پکې اوسیدلی ؤ او نه یې هم هغسې معلومات ترینه درلودل لکه د خپل هیواد افغانستان په اړه چې یې لري، نو بیا به ولې دده پلانونه بریالي نه شي، نو څرګنده ده چې ولسمشر د افغانستان اصلي بچی دی او تر بل هر چا یې پر خپل هیواد ډیر زړه سوزي او د نظام جوړښت او بریاليتوب لپاره به یې پلانونه اغیزناک تمام شي.

خو له بده مرغه چې په افغانستان کې نه یوازې دا چې ګاونډي شیطان صفته مسلمان هیوادونه نابغه او پوه افغان نه دی پر ایښی او له منځه یې وړی دی؛ نو امریکا او اروپا چې د اسلام او بیا د افغانستان سرسخته دښمنان دي په افغانستان کې د پوه او هیواد جوړوونکي عناصرو د کارنده فعالیتونو مخنیوی کوي او د بدنامولو او له منځه وړلو لپاره یې د کینې او تربګلوۍ تبرونه او چړې تیرې کړي دي او نه غواړي چې نابغه شخصیتونه افغانستان جوړ په خپل ځان بسیا او په پښو ودروي او غواړي یا په خپله د نیغې لاسوهنې سره او یا هم د ګاونډیو هیوادونو له لارې افغانانو ته ستونزې جوړې کړي.

نو په پایله کې ټولو هیوادوالو خوږو وروڼو او خویوندو ته دا پیغام لرم چې د نظام پر وړاندې دې د اسرایل او شیطان صفته ګاونډیو او بهرنیو هیوادونو په لمسون د هر ډول ستونزو او منفي تبلیغاتو له جوړولو او خپرولو لاس واخلي او د خپل هیواد پرمختګ ، آبادۍ او سوکالۍ لپاره دې نه ستړې کیدوونکې هلې ځلې پیل کړي؛ تر څو په خپلو پښو ولاړ هیواد ولرو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *