لیکوال محمداکبر حقمل معینزی
ارامه او سوله ییزې خبرې وکړئ! کله، چې تاسو د غوسې په حالت کې بدې خبرې وکړئ او یو ځل مو له خولې څخه بدې خبرې ووتلې، نو د بیا راګرځېدو لار نه لري او له خولې وتلې خبرې بیاځلې خولې ته نشې دننه کېدلای او له اورېدونکو څخه یې بېرته نشئ اخیستلای؛ نو په هر صورت کې پام کول اړین دي. هرې خبرې ته پلان جوړ کړئ او په هر خبره مو فکر وکړئ، پرته له فکره هېڅ وخت خبره مه کوئ. د پوهانو په خبره له کوټني یا کونټي څخه وار مه کوئ. په هره خبره، چې فکر وکړئ، نو پښېماني به ونه وینئ او که چېرې پرته له فکر کولو څخه خبرې کوئ، نو پوه شئ، چې ملاتړ کوونکي به ونه لرئ او کوم مو، چې مخکې لرل هغه به هم وبایلی. ارزښت مو هېر نشي! هغه څه ته ارزښت ورکړئ کوم ته مو، چې ملګری ارزښت ورکوي. که چېرې مو د نظرونو اختلاف رامنځته شو، نو د ملګرتیا د اوږدمهاله کېدو تمه مه کوئ. که چېرې مو د ملګري له رایې او خوښې سره همنظري او همغږي شوی، نو پوه شئ، چې ستاسو ملګری به ستاسو رایې او خوښې ته ارزښت ورکړي او ستاسو له نظرونو سره به همغږی شي. د ملګري پر وړاندې مو دروغو او ريښتیاوو ته پام وي! هڅه وکړئ ترڅو ملګري ته مو هېڅ وخت دروغ ونه وایئ؛ ځکه د ملګرۍ د پرېکېدو لومړنی شرط دروغ ویل دي. که غواړئ تل هسک او لوړ واوسئ او ملګری مو د تل لپاره درسره پاتې شي، نو هڅه وکړئ، چې دروغ ویل هېر کړئ. دروغ په هر څه کې بد دي، دروغ خبره ډېره تېزه او ژر خپرېږی او تیتېږي. هغه متل دی، چې وايي د دروغو مزل لنډ دی. دروغ ویل اسانه دي، خو هضمول یې ستونزمن دي. له ملګري سره مو د خبرو کولو، چکر وهلو او لوبو کولو لپاره وخت ځانګړی؛ ځکه دا څیزونه په ملګرۍ کې اړین دي او پرته له دې ملګري نشي کېدلای. M Akbar Haqmal mueenzai

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *