اسد ویاړ

 اسد ویاړ –

.مونږ د هر نېک او مثبت ملي پرمختګ د کولو توان لرو خو که ورباندې انرژي مصرف کړو او دا هر څه په اخلاص سره وشي.

باور وکړئ، د نړۍ د هېڅ هېواد خلک تر مونږ زیات قوت نه لري، خو چې لري هغه د فکر پرمختګ، له شته امکاناتو عظیمه استفاده، هېوادنی پیاوړی احساس او پوره صداقت دی. دوی په همدې وجه بریالي دي او نن له ډېرو ستونزو خلاص دي.

په اخلاص سره مونږ خلاصی موندلی شو.

تاسو وګورئ، زمونږ ځوانان د ښه مدیریت بهترینې بېلګې دي. زمونږ ځوانان د اتلوالیو د ګټلو لوی قدرت لري خو که چېرې دوی ته ښې زمینې برابرې شي او خپله ځوانان له خپل قوت څخه سالمه ګټه واخلي.

د اوس وخت ډېر شمېر ادارې چې د ځوانانو له خوا اداره کیږي ښې لاسته راوړنې لري. دوی کار ته کار ویلی دی او پایله یې داده چې هم د ځان وړتیا په ډاګه کړي او هم هېواد ته د بدبختیو پر ځای ویاړونه راوړي.

په دې جمله کې د افغانستان کرکټ بورډ د ښه مثال په توګه راوړلی شو.

له کله نه چې دا اداره د مسلکي او پیاوړو ځوانو کادرونو د مدیریت واګې ته لوېدلې، نه یوازې چې شاتګ یې نه دی کړی بلکې تاریخي بریاوې، پرمختګونه او لاسته راوړنې یې دا هرڅه په اثبات رسوي.

دوی قرباني ورکړه، ځانونه ستړي کړل، کار یې وکړ او خپلو ولسونو ته یې د ناوړه خبرونو پر  ځای د زیریو د خبرونو راوړلو انګازې خپرې کړې.

د همدې مدیریت په پایله کې ځوانانو ته په نړیواله کچه د بهترینې ځان ښودنې چانسونه په لاس ورغلل، حتی هغو هېوادونو سره مو اړیکې پخې شوې چې پخوا ورسره د خبرو کولو تمه هم نه کېده.

د همدې ادارې او رهبرۍ بله ښېګڼه داده چې دوی پر خپلو لاسته راوړنو خپلو فعالیتونه ته وقفه نه ورکوي بلکې په کلک عزم او قوي ارادې لا هم ژور بوخت دي او مخکې روان دي.

دا خبره مې په دې پورې وکړه چې زمونږ ځوانان د ښه رهبریت زرینې بېلګې ګرځیدلای شي خو که چه ورته موکه ورکړه او له انرژۍ یې ګټه واخیسته.

له ولسمشر مننه! چې پر ځوانانو باور کوي او د ځوانانو کار ته ځانګړی اهمیت ورکوي.

تاسو یقین وکړئ که مونږ د هرې ادارې په رآس کې همداسې اخلاصمند کسان ولرو چې دندې او هېواد ته ژمن وي له ټولو بدبختیو او بدمرغیو خلاصون موندلی شو، ځکه د دوی په شتون کې د ټولې ادارې مامورین خپلو کارونو ته صادق پاتې کېدای شي او مجبور دي کار وکړي.

بیا هم وایم مونږ ډېر څه لرو خو که ترې ښه ګټه واخلو.

خو ډېر څه به وبایلو که چېرې ورته په درنه سترګه ونه ګورو او پر وړاندې یې منفي او ځان په ګټه غبرګون وښیو.

تاسو به ګورئ چې یو شمېر احساساتي ځوانان د ځینو مغرضو او ځان خوښو مافیايي کسانو په اشاره د ډېرو بدنامیو لپاره منډې ترړې کوي خو دا چې ولس اوس پوه او درک حاصل کړی مطمین یو چې هېڅ ځای نه نیسي او تر څنګ یې اوس نو هغه پخوانی نظام هم نه دی چې په ناخبرۍ او له کوم دلیل پرته به وړ کسان د شخصي ګټو پالونکو په غوښتنه له دندو لیرې کیدل.

اوس نو که کار کوئ ملاتړ او ستاینه مو کیږي او که وخت تېروئ کورونو ته به ځئ. چې همدې اصل د ځينو خاینو څېرو د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د پیاوړي او متحد افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *