له دندې د ایستل کېدو خبر حیرانوونکی او خورا خواشینوونکی دی چې په خصوصي شرکتونو کې یې د کار پرمهال هره ګړۍ د اورېدو تمه شته.
مهمه نه ده چې تاسو څومره سخت او ښه کار کوی، خو هره ګړۍ د دې امکان شته چې له دندې و ایستل شی، هغه هم له کومې پخوانۍ خبرتیا پرته. له دې ټولو سره سره وړاندې تر دې چې د رییس یا د مدیر له خولې دا خبر واوری، ځینې نښې نښانې هم شته چې له ادارې د ایستل کېدو په اړه باید پرې پوه شی. پر همدې اساس ښه ده چې پر دې نښو نښانو ځانونه پوه کړئ. هغه کسان چې کلونه یې کار کړی او څو ځله یې د ادارې له لوري له دندې ایستل کېدل تجربه کړي، پر دې ښه پوهېږي چې د دندې په وروستیو ورځو او اونیو کې ورسره څه ډول چلند شوی دی. دلته یې ځینې له تاسو سره شریکوو:
۱- رییس مو درته ګواښ کوي
کېدای شي رییس مو درته له ادارې د ایستلو کره نېټه څرګنده نه کړي، خو ډېری کارکوونکي چې په دې برخه کې تجربه لري په دې ګواښونو پوهېږي. تر ټولو لومړۍ نښه دا ده چې کېدای شي کړنې مو تر پوښتنې لاندې راوستل شي. ان تر دې چې کېدای شي په شفاهي یا لیکني ډول درته ګواښ وشي.
۲- تېروتنه درڅخه شوې ده
داسې نه ده چې له دندې هر ایستل شوي کس باید تېروتنه یا ګناه کړې وي؛ خو داسې تېروتنې هم شته چې له ادارې ستاسو ایستل کېدو ته لار هواروي. که دندې ته ناوخته راځی، نو حتمي به کرل شوی کښت بېرته رېبی.
د هغې څېړنې پر اساس چې په ۲۰۱۷ کال کې شوې، د شرکتونو ډېری رییسانو ویلي چې د کارکوونکو د ایستلو اصلي لاملونه یې دندې ته ناوخته راتلل دي. د ادارې د پټو اسنادو او رازونو بربنډول هم هغه خطر کېدای شي چې له دندې څخه ستاسو ایستلو ته زمینه برابره کړي.
۳- در سپارل شوې دندې ته جوړ نه یاست
ډېر کله تاسو له دې امله پر دنده ګومارل کېږی، چې ورته مناسب یاست، خو ځینې مهال د مالي ستونزو له امله نورو دندو ته هم غاړه ږدی. په هر صورت، کله مو چې دنده له مسلک سره برابره نه وي، نو پکې ښه ځلېدلی هم نه شی. هڅه وکړئ د اړیکو له لارې مو په شاوخوا کې داسې دنده پیدا کړی چې وکولای شی هم له مالي پلوه پرې ځان بسیا کړی او هم مو له مسلک سره اړخ ولګوي. له دې پرته به مو هره ګړۍ د ایستل کېدو وېره وي او بله دا چې په دې اداره کې له کار کولو سره سره به په خپل مسلک کې هېڅ کاري تجربه ونه لری او پرمختګ به هم ونه کړای شی.
۴- په کاري چاپېریال کې بابېزه ګڼل کېږی
د کار څښتنان ډېر کله پر خپلو کارکوونکو حقوقي فشارونه راوړي. هڅه کوي له نورو لارو چارو د کارکوونکو ایستلو ته زمینه برابره کړي. هڅه کوي له تاسو لرې و اوسي او ډېر کله ان پر مخه هم نه درځي. کېدای شي د دې احساس هم وکړی چې نور د ادارې مهمو غونډو ته نه بلل کېږی. که مو دا نښې تر سترګو شوې، نو تیاری ونیسی او وړاندې تر دې چې له ادارې څخه و ایستل شی، نو خپله سي وي نورو ادارو ته واستوئ.
۵- د رییس چلند مو بدل شوی
معمولاً کارکوونکي له ادارې د ایستل کېدو په وروستیو ورځو کې د رییس یا هم مدیر ناڅاپي کړنو ته متوجه کېږي. د رییس د چلند ناڅاپي بدلون هرو مرو له ځان سره د بد خبر زېری لري.
۶- په شرکت کې مو اساسي بدلونونه راغلي دي
په شرکتونو کې د کارکوونکو ادلون بدلون او له کار څخه رخصتول عادي خبره ده. دغه څه ډېر کله هغه وخت رامنځته کېږي چې د شرکت عواید کم شي یا هم ځینې پېرودونکي له لاسه ورکړي. ډېر کله د دوو شرکتونو یو ځای کېدل یا بېلېدل هم د دې لامل ګرځي چې زیاته برخه کارکوونکي ځواب کړي. په ټولو شرکتونو کې هم دغه بدلونونه د کارکوونکو د ایستلو لامل نه ګرځي، بلکې ډېری شرکتونه هڅه کوي خپل کارکوونکي قانع کړي چې هر څه به سم شي، خو که اوبه پر ژرنده ور واوړي بیا نو د دوی له وسې هم پورته خبره ده او کارکوونکي اړ دي چې د ځان لپاره بل ځای ولټوي.
که په هر ډول وي له کاره ایستل کېدل یوه ځوروونکې پېښه ده، هغه هم بیا داسې مهال چې هېڅ تمه یې نه لری او په اړه مو هېڅ فکر هم نه وي کړی. په دې برخه کې تر ټوله ښه خبره دا ده چې خپله سي وي مو تل اپډېټ وساتی.
ژباړه: حمیدالله حمیدي
مسیرورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *