سیداغا ژمن –
که ستاسي د فیسبوک User Name او Password بل چا ته په لاس ورشي بیا یې هم نه شي کارولی.
د دې کار لپاره لاندې طریفه په نظر کې ونيسئ.
۱: د خپل فیسبوک مخ پاڼې ته ورشئ لکه څنګه چې په ښکتنې انځورکې ښکارې دا د فیسبوک عمومی پاڼه ده.
۲: ورپسي پورتنې انځور کې ښي اړخ ته درې نښې سر په سر ښکارې په هغو باندې کلیک وکړئ. کله چې مو کلیک ورباندې وکړ، په ښکته لیست کې ډول، ډول اپشنونه راځې لکه لاندې شکل.
په پورتني انځور کې زیات اپشنونه ګورئ موږ یوازی د Account Setting غوره کوو.
چې په کلیکولو سره به یې لاندې شکل راشي.
۳: په پورتني انځور کې د Security برخه غوره کوو لاندې شکل به راشي.
۴: په پورته انځور کې لومړنی اپشن یې د Login Alerts دی په Login Alerts باندې کلیک کوو لاندې شکل به راشی.
۵: په پورته برخه کې د Notifications اپشن باندې کلیک کوو لاندې شکل به راشی.
۶: په پورته انځور کې د Get Notifications اپشن غوره یا ټکمار کوو او په اخر کې د Save اپشن اوکې کوو. لاندې انځور به راشي.
۷: په پورته انځور کې د Notifications برخه On شوې ده یعنی پروسه هم پای ته رسیدلې ده . او کولای شئ بیرته خپل فیسبوک پاڼې ته ځان ورسوئ.
د پورتنې کار نتیجه:
اوس چې څوک وغواړې ستاسي فېسبوک خلاص کړي، نو ستاسي د ټلیفون شمیرې ته به یو کوډ درولېږل شي. هغه کوډ له تاسی سره مرسته کوي څو خپل فیسبوک پرانیزئ. پرته له هغه کوډه به فیسبوک نه پرانستل کیږي. کوډ به هغه شمیرې ته درځي چې تاسی له پخوا څخه په فیسبوک کې ثبت کړی یا مو فیسبوک پرې فعال کړی دی.
لیکنه مو سمه ده خو انځورونه په ترتیب نه دی راغلی
ډیره ښکلی او په زړه پوری ځای ته مو اشاره کړي مننه درڅخه کوو