د ژوند تر ټولو لوی خپګان هغه وخت رامنځته کېږي، کله مو چې رئیس له تاسې نه غیراخلاقي او یاهم غیرقانوني غوښته کوي، څه باید وکړئ؟ د هغه خبرو ته غوږ شی، او دنده مو وساتی،که مخالفت وکړی او دنده مو له لاسه ورکړی؟

«این تیلور» د کار او دندې اړوندو مسایلو  متخصص او د « څنګه د یوه زورواکي رئیس نه ځان وژغور؟» کتاب لیکوال وایي: په داسې حالت کې ممکن دي، مخالفت او د دندې پرېښودل دواړه بده پایله ولري. ممکن دا لوبه دواړو لوریو ته د بایلو په حال کې ښکاره شي، خو تاسې باید هېڅکله هم غیر اخلاقي او غیر قانوي غوښتنه ونه منی.

تیلور وایي پوه شئ، چې دا ستونزه یوازې ستاسې نه ده. که ډېر پرمختګونه شوي دي، خو اوس هم دا ستونزه په ډېریو کمپنیو، شرکتونو کې شته.

که مو رئیس له تاسې نه د غیراخلاقي او یا غیر قانوني کار غوښتنه کوي؛ د غوښتنې ته په ځواب کې باید ددې موضوع په اړه په حقیقتونو باندې پوه وی. ددې کار احتمالي پایلې وڅېړئ.

تیلور په پایله کې داسې وایي: « مخکې له هر څه باید پوه شی، چې له ځان نه مو دفاع له هر څه نه مهمه ده.» داسې جرمونه لکه: غیرقانوي ګمارنه، غیر قانوي ردول، له مشتریانو نه د ډېرو پیسو لاسته راوړل او ځينې داسې نور غیر قانوي کارونه تاسې ته تل د سردرد جوړولی شي.

بیا هم ټینګار کوم، که پوه وی، چې له تاسې نه غوښتنه غیرقانوني او یا هم غیر اخلاقي ده، هغه مه تر سره کوئ. که د قانوي او غیر قانوي کېدو په اړه یې شک لری، یا هم که ټاکلې غوښتنه غیر اخلاقي نه ښکاري په پای کې داسې کارونه یاد شوي دي چې باید هغه تر سره کړئ.

ډاډمن شئ، چې له ټولو شرایطو نه دقیق خبر یاست.

تیلور وایي: ډاډمن شئ، چې له ټولو حقیقتونو نه خبر یاست. او له حده زیات غبرګون مه ښيي. له رئیس نه مو وغواړئ، چې شکمن موارد بیا مطرح کړي. په یادو شوو شرایطو په کافي اندازه فکر وکړئ، او وخت ترې واخلئ، احساساتي  فکر او غبرګون هېڅ کله هم مه کوئ.

په نفس مو باور ولرئ.

که غوښتنه غیر اخلاقي وه، او د هغه په اړه مو ښه احساس نه درلودو، له رئیس نه مو د هغه موضوع په اړه پوښته وکړئ. تیلور وایي: هغه معلوماتو ته به کتو چې په راتلونکي کې به ښکاره شي بل قدم واخلئ. په ځان مو باور ددې ستونزې دحل له پاره درسره مرسته کولای شي.

په وجدان مو تکیه وکړئ.

دا ستاسې دنده ده، او تاسې مو باید په خپل زړه او انتخاب د عمر تر پایه ژوند وکړئ. تیلور وایي: هغه انتخابونو ته په کتو سره مو شاید د نورو په ژوند هم تاثیر وکړي.

رئیس ته مو مثبت او یا هم منفي ځواب مه ځنډوئ.

دا اړینه نه ده، چې رئیس ته مو ژر ځواب ورکړق، بلکې اړینه دا ده، چې د هغې موضوع په اړه ترې پوښتنه وکړی او د موضوع په اړه فکر وکړئ. که مو ډېر وخت رئیس ته ځواب ورکول او یا هم نه ورکول وځنډوی؛ په پایله کې به په سختۍ وکولای شی، چې له هغه سره مقابله وکړی. که حقیقتونه پیدا کړل بل قدم واخلئ.

د غیر اخلاقي غوښتنې په مقابل کې پوښتنه وکړئ…  پوښتنه وکړئ

کله مو چې د رئیس له خوا داسې کومه غوښتنه وشوه، تر ټولو ښه کار د پوښتنې کول دي. له رئیس نه مو غواړئ، چې خپله غوښتنه یې درته تکرار کړي او وروسته د هغه خبرې مو ځانته په نورو کلمو ووایئ لکه داسې: تاسې وایی، چې مستند جوړونه وکړم. سم پوه شوم؟ ښه ډېر ښه د څه له پاره باید دا کار تر سره کړو؟ دا کار زموږ د کاري اصولو خلاف نه دی؟

هڅه وکړئ، چې له رئیس سره مو منطقي خبرې وکړي.

که په کافي اندازه په خبرو کولو کې جرئت ولری او د رئیس له پاره مو هم ددې موضوع به اړه بحث کول ستونزمن نه و، تشریح مو د ځان د تشویش، د شرکت او رئیس په اړه ټول تشویش له منځه وړلی شي.

تیلور وایي: که وکولای شی، د دلیل له ویلو مخکې هغه ارزښت مو چې خپلې دندې ته ورکوی خبرې وکړئ. شاید له رئیس سره مو مرسته وکړی چې سمې لارې ته راوګرځي.

او په پایله کې دا هم ښکاره کړئ، چې ددې غوښتنې تر شا کومه بله مسله شته که نه. که دې پایلې ته ورسېدی، چې یاد کار چندان بد هم نه دی، ممکن اخلاقي لاره ددې کار دښې پایله له پاره موجوده وي. چې رئیس مو له هغه ناخبره وي. ګډ دواړه ددې موضوع په اړه هم فکره شئ. یعنې ووایئ: موږ دواړه چې لدې ستونزې سره مخ شوي یو څنګه به یې حل کړو.

مه پرېږدئ، چې څوک تاسې ددې کار ترسره کولو ته اړ کړي.

شاید داسې احساس وکړی، چې بله لاره پرته د رئیس د خبرې له منلو نه لری، خو په هر حال کې مه پرېږدئ، چې څوک تاسې اړ کړي. او که اړ مو کړي هغه کار چې نه غواړی تر سره یې کړی درباندې تر سره کوي یې.

لین تیلور وایي: که قضیه ستونزه جوړونکې وي، ممکن دی، په پایله کې مو کار شاید حقوي بڼه او یا هم تر زندانه پورې بوځي. دا چې رئیس مو له تاسې غوښتي و، چې څه کار باید تر سره کړی، په هېڅ ډول په محکمه کې د دفاع وړ نه ده. له بلې خوا، تاسې باید دا حس کړئ، د رئیس د غوښتنې په غبرګون کې ډېر مه جدي کېږئ. عصباني او غوسه کېدل به مو ښې پایلې ته ونه رسوي. ځان مو تر خپل کنترول لاندې ولرئ.

احتیاط وکړئ

این تیلور داسې وایي: د کار احتمالي پایلې مو د ندې د مهمو ارزښتونه په کم او یا هم ډېر وخت کې د کولو سره په نظر کې ونیسئ. که څه هم هڅه وکړی، چې له رئیس سره مو مرسته وکړی ستونزه حل کړی او که څه هم ځان په پېښه کې ګډ نه کړی د پېښې او یا هم قضیې هر اړخ ته کتل به تاسې ته دا فرصت درکړي چې بل قدم مو په ښه توګه واخلی.

د ځان د خوندي ساتلو له پاره مو کار تر سره کړئ.

دا ټکی ډېر مهم دی.

که پوښتنې تاسې داسې ځای ته یونسي او رئیس مو له تاسو سره موافق نه وي ستاسې راتلونکی ګام مو داسې عوامل لکه: ستاسې اړیکه له رئیس سره، په هېواد مو حاکم قوانین او کاري حوزه مو، د هغه راتلونکی به ستاسې د دندې د ترک لامل شي که نه.

ځينې کارونه چې بد نه دي، چې پدې اړه یې باید تر سره کړئ دا دي.

۱ –رئیس ته مو ایمیل واستوئ، او غوښته بیا ورسره شریکه کړئ. شاید رئیس مو ددې ایمیل له کتلو خپل شرف ته رجوع وکړي. د هغه ځواب ته په تمه شئ، این تیلور وایي: که مو رئیس په غوښتنه باندې تاکید وکړ، خبرو ته یې په ایمیل کې اشاره وکړئ، او هغه ته دا واضع کړئ ولې نه شئ کولای، چې غوښتنه یې تر سره کړی.

۲ –له مدیر رئیس سره مو مشوره وکړئ، ( که مو غوښتنه د مکتوب په شکل لاسته راوړې وي، کولای شی، هغه مدیر رئیس ته ورښکاره کړی.)

۳ –د انساني زیرمو د شرکت له رئیس سره خبرې وکړئ.

۴ –په جدي توګه مخالفت وکړئ، او دلیل مو ورته واضع کړئ. که مو پرېکړه کړې وي، هغه کارکوونکي چې هم په شرکت کې په کار مصروف دي، او یا هم که له شرکته بې کاره شوی یاده قضیه افشا کړئ. حتا ددې کار د ترسره کولو له پاره له یوه وکیل سره مشوره وکړئ.

۵ –له رئیس سره مو همکاري مه کوئ، او استعفا وکړئ. که مو د رئیس غوښتنه ډېره بده وه، او فکر کوی چې هغه شرکت چې داسې کار ترسره کوي ، ښه ده چې شرکت پرېږدی. که مو د رئیس غوښتنه غیراخلاقي او غیر قانوني ده، ښه دا ده چې شرکت پرېږدی. هېڅ داسې دنده نه شته، چې تاسې له ابرو  او عزت نه ښه وي، او د کاري اعتبار ارزښت مو نه لري.

د موضوع په اړه له هغه او دغه سره خبرې وکړئ.

ممکن احساس کړی، مربوطه موضوع مو د شرکت له همکارانو او دوستانو نه د باندې له خلکو سره مطرح کړئ. خو په داسې حال کې ډېر هوښیار اوسئ. ښه دا ده، چې له هر څه نه مهم د نورو دعزت ساتل دي.

محکم او قاطع اوسئ

که مو پرېکړه کړې وي، په هغه باندې ودرېږئ. لین تیلور وایي: خبروم مو، که په لومړي ځل مو د هغه کار په کولو کی ورسره موافقت وکړ، دویم ځل به مو مخالفت کول ډېر سخت وي.

د نوې دندې په لټه کې اوسئ

د غیر اخلاقي او غیر قانوي کار له کولو  وروسته د خپل ځان احترام او باور د رئیس او کارکوونکو په مقابل کې له منځه وړی.این تیلور باور لري، که په کار کې باور او اعتماد نه وي، زړه به مو کار ته نه کېږي. د رئیس انګېزه به مو تر پوښتنې لاندې راولي. او دشرکت له لوړ کارونو کې به مو اعتماد له منځه لاړ شي.

شاید رئیس مو له تاسې سره بل ځل بل ډول چلند وکړي، او ژوند مو درته تیاره کړي.

په داسې حال کې باید سرنوشت سازه پرېکړه وکړئ، ایا هغه کسان چې دنده مو له ستونزې او مشکل سره مخ کوي او هغه کس چې د خپلې غوښتنې په مقابل کې له تاسې مناسب چلند نه کوي، غواړی ورسره کار وکړئ یا که نه؟ تیلور وایي: موږ چې اوس ددې ستونزې دحل له پاره هڅه کوو، کرار د بلې دندې په لټه کې شئ.

تیلور وایي: که له تاسې نه غواړي چې غیر اخلاقي او یا هم غیرقانوني کار تر سره کړی، د کار کولو ته مو دوام ورکړئ. او په بېړه مو د ددې کار نه استعفا وکړئ.

په پایله کې دا ښه ده، د ځان په اړه مو پوښتنې ته ځواب ورکړی؛ که مو کله رئیس له تاسې نه غیراخلاقي او یا هم غیر قانوني غوښتنه کوي تاسې څه کوئ؟

ژباړن: شبیراحمد سلیمي نړیوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *