لیکنه: حضرت عثمان نوري

هر انسان دا غواړي چې یو روښانه راتلونکی دې ولري، خو د روښانه راتلونکي لپاره باید ځانګړي اهداف هم په مخ کې ولري. دا چې هدف یا موخه د خپل آینده موقېف لپاره ټاکل کیږي، نو له همدې امله هر انسان هدف ته په رسېدو له خنډونو سره سره تر ډېرې مبارزې او کوښښ وروسته رسیږي.

موږ لومړی دلته ټاکلي هدف ته د رسېدو لپاره یو څو لارښوونې ستاسې مخ ته ږدو او که راسره وئ؛ د همدې موضوع په اړه د یو شمېر نظر خاوندانو تبصرې هم په دې لیکنه کې لوستلی شئ.

که غواړئ چې خپل ټاکلي هدف ته ورسیږئ؛ نو ترهر څه دمخه لاندې لارښوونې په خپل ټولنیز ژوند کې عملي کړئ !

 لومړی: په کومه لاره چې مو د ټاکل شوي هدف لپاره قدم ایښی، باید لومړی یې ښه وسنجوئ او بیا یې د پای په اړه هم فکر وکړئ.

 دوهم: په خپلې انرژۍ او زړورتیا باندې تمرکز وکړئ.

دریم: هغه څه چې په ژوند کې ورته لیوالتیا لرئ؛ چې ترلاسه یې کړئ، نو له ځان سره یې یاداښت هم کړئ.

څلورم: هیڅکله ځان ته دوکه مه ورکوئ او دا مه وایئ چې دا کار نشم کولی، بلکې تل صادقه اوسئ.

پینځم: هېڅکله ځان کمزوری مه ګڼئ او د بهرنیو عواملو په وړاندې لکه مجسمه بې حرکته مه پاتې کیږئ، بلکې له هغو کسانو څخه شئ چې د سختو شرایطو په مقابل کې پاتې رانشي.

شپږم: د داسې ملګرو سره ناسته پاسته ډېره کړئ، چې منفي فکر ونلري او ستاسو بدغوښتونکی هم نه وي.

اووم: خپل هدف ته د رسېدو لپاره کاملا ډاډمن اوسئ او هېڅ ډول ستونزو ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو مخه لټۍ او سستۍ لورې ته بیايي.

اتم: د حل وړ احتمالي ستونزې او نور مسایل ښه تصور کړئ او په خپل ذهن یې وسنجوئ، دا ددې لامل کیږي چې ستاسو د سفر مزل ګړندی کړي.

نهم: هېڅکله مه ناهیلي کیږئ، بلکې د ژوند هر ډول ستونزو ته د حل لارې په لټه کې اوسئ.

هدف ته د رسېدو لپاره نورې لارې چارې هم شته، خو موږ یې دلته مهمې لارښوونې ذکر کړې.

همداراز موږ د همدې ټولنیزې لیکنې په اړه له یو شمېر نظر خاوندانو سره یو څو پوښتنې هم مطرح کړلې. لومړی مو د بي بي سي راډیو خبریال نورګل شفق وپوښت: ستاسې له نظره د یو ستر هدف د لاس ته راوړلو لپارباید کوم کارونه ترسره شي؟

 ښاغلي شفق یې په اړه داسې وویل: هدف باید لوړ وټاکل شي، ځکه د وخت په تېرېدو سره هدفونه لوییږي او توپیر کوي. د کوم عالم خبره ده، وایي لوی هدفونه وټاکئ، که سبا هغه لوی هدف ته ونه رسېږئ او تر هغه لږ ټیټ مقام ته ورسېږئ، نو بیا به هم یوه ځای ته رسېدلي وئ، لکه زما راتلونکی ګام او هدف د امریکا د فولبرایټ سکالرشېپ ترلاسه کول دي، ځکه چې تازه مې د لسانس دوره په بشپړېدو ده او غواړم په یاد سکالرشېپ کې بریالی شم.

پورته ذکر شوې پوښتنه مو د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد الحاج پوهنیار بلال بدلون مخ ته هم کیښوده، نوموړي یې په اړه داسې وویل:

.د هدف د ترلاسه کولو لپاره ه لومړی باید هر انسان ددې وړتیا ولري چې له شته امکاناتو څخه په استفادې له ځان سره یو مشخص، دقیق او ځانګړی پلان او ستراتیژي ولري، ځکه هدف هغه ځای یا موضوع ته وایی چې انسان هغې ته د رسېدو په اړه فکر او هڅه کوي، خو کچیرې د ترلاسه کولو لپاره یې انرژي او امکانات په کار وانه چولی شي، هدف نه ګڼل کیږي او په ژوند کی بریالیتوبونه هم هغه وخت په ترلاسه کیږي چې هدف یې وټاکل شي

بل خوا د پښتو ژبې پېاوړې شاعره آغلې بي بي صحرا هم په دې نظر ده چې هدف د زړه یوې ټاکلې موخې ته ویل کیږي او د ترلاسه کولو لپاره یې باید په خپل ځان پوره باور او یقین ولرو، ځکه باور خپله یو پیاوړی ځواک دی، چې د هڅې او زیار ترڅنګ د هدف په ترلاسه کولو کې هم مهم رول لوبولی شي. که د ژوند په هر پړاو کې د ناهیلۍ د خنډونو ښکار شوئ، نو باید ژوندۍ او ویښې هیلي ولرئ او که په وړاندې مو مبازه وکړه په دې صورت کې بریا حتمي ده.

ــــــــــــــــــــ

پای

۱۳۹۶-۴-۲۷

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *