هر انساني ټولنه له ګڼو توپیرونو یا تفاوتونو او ورته والي څخه رغیدلې وي او که واضح ووایو ټولنه د تفاوت او ورته والي نه رغیدلې یوه ټوټه او واحد دي چې په هغې کې بیل انسانان ژوند کوي ورته والی یی په دې کې وي چې د خاص دین پیروان وي یو ځانګړې مفکوره لري ځان ته معلوم دود او دستور لري له هغه نه پیروي کوي ترې دفاع کوي او کله ورته تبلیغ کوي تر څو خپل فکر په نورو ټولنو کې خپور کړي د خپل دود، دین او منظم فکر لپاره مبارزه کوي د خپل ادب ساتنه کوي
خو له دې سره جوخت داسې توپیرونه هم په ټولنه کې شته چې د ټولنې په ثبات کې د ټولنې په پرمختګ کې او هغوی ته د لابریاوو په راوړلو کې مرسته کوي هغه توپیرونه لکه:
د کسب او کار توپیر : یو ښوونکی دی بل ډاکټر بل ساینسپوه بل انجنیر بل لیکوال بل خرڅوونکی او همداسې دې ته ورته کسان شته اوس که چیرې په یوه ټولنه کې ټول ډاکټران وي نو ناروغان به له کومه کیږي؟ انجینري به څوک کوي؟ په ساینس کې به څوک څیړنه کوي؟ تاریخ به څوک لیکي؟ له حالات به څوک خلک خبروي؟ ښوونکی به څوک وي؟ سوادګري به څوک کوي ؟
دې ورته پوښتنې ډیرې دي نو مهمه خبره داده چې په یوه ټولنه کې د هغې هر وګړی خپل ځای لري دهغه ارزښت په خپل وارشته د هغه په ارزښت هغه څوک پوهیږي چې کله یی اړتیا ورته پیښه شي
د څیرو او نژاد توپیر: ټول یورنګ نه وي ټول یوه څیره نه لري ټول ښکلي نه وي
د نظر یا مفکورې توپیر: د ټول نظر یو شان نه وي د نظر او فکر توپیر په انساني ټولنه کي حتمي دی او له دې حقیقت نه سترګې نشو پټولی …
او همدارنګه ګڼ ورته والی لري لکه : دین ، مذهب، ژبه ، دود …
دغه توپیرونه او ورته والی دی چې یوه ټولنه جوړوي او د ټولنې په رغښت کې ډیره ونډه لري که چیرې ورته والی وي او ټول یو شان وي ټول ډاکټران وي او یاد شوي توپیرونه او هغه بیلتیاوې نه وي نو ددې ټولنې پرمختګ به له ستونزې سره مخ وي او حتی ناشونی بریښي .
خو راځی دا خبره روښانه کړوي چې د دې توپیرونو او ورته والي رول په ټولنه کې څه دی او څنګه کولی شو د دې توپيرونو او ورته والی نه په استفادې سره خپله ټولنه مخ په بره روانه کړو
یوازینی لار چې د ټولنو په پرمختیا کې مهم او اړین دي توپیرونو یا تفاوتونو ته درناوی دی په کومو ټولونو کې چې خلک په دې پوه شي چې هر توپیر د انسانانو تر مینځ د یو حکمت نه خالي نه دی نو په هغه ټولنه کې هر څوک کوښښ کوي تر څو مقابل شخص ته چې خاص مسلک فکر یامفکوره لري احترام وکړي او هغه ته په ټولنه کې دیوې اړتیا په سترګه وګوري
بله خبره دا ده چې هر کس په خپله ټاکل شوې برخه کې تر خپله وسه هڅه او کوښښ وکړي او خپل کار په پوره اخلاص او ایمانداری د ټولنې د پرمختګ لپاره تر سره کړي که هغه مامور دی که عسکر دی که ډاکټر دی که انجنیر دی که لیکوال … په هغه ټولنه کې به پرمختګ په آسانه راځي ځکه د هغې ټولنې هر اړخ په حرکت کې دی
خو له بده مرغه زمونږ په ټولنه دا اړخ لږ پیکه ښکاري د بیلګې په توګه که څوک انجنیر وي نو ډاکټر ورته وایی یاره دا انجنیري به در ته په درد ونه خوري همدارنګه که څوک د ښوونې او روزنې پوهنځي ته په کانکور کې بریالي شي نو ورته وایی او حتی ملنډې ورباندې وهي چې ته خو هسې هم معلم وي نو دا دې څه کول او که چیرې ادبیاتو ته بریالي شي همداسې دا ټول هغه څه دي چې زمونږ په ټولنه کې ددې ښکارندويي کوی چې مونږ زیاتره توپیرونو ته درناوی نه لرو د هغو په ارزښت نه پوهیږو
یوه ورځ مې له ملګرو سره په فیسبوک کې د (خوږه پښتو ) په نوم ادبي پاڼه شریکه کړه زیاتره ملګرو خوښه کړه او ډیرو یی ستاینه وکړه خو یوه ملګري را ته په کومنټ کې سپکې سپورې لیکلې وي ده ویلي وو چې شاعران ټول درواغجن دي خیال بافي کوي ټول هر څه چې په خوله ورشي لیکي یی د ټولنې حالت نه ویني او بل یی هماغه کلیشه یی خبره وکړه چې نړی سپوږمی ته وخته خو مونږ اوس هم په خط خال کې یو ما ته ډیره د حیرانی خبره وه چې یوازینی کس او دومره مخالفت ما ترینه پوښتنه وکړه تا په کومه برخه کې زده کړې کړې دي؟ د لاس ته راوړنو نه مې ترې پوښتنه وکړه هغه وویل چې تر اوس خو هیڅ دنده نه لري نو ما ورته ولیکل که هر څوک ټولنې ته تر خپله وسه کار وکړي او هرڅوک په هغه خپله برخه کې هڅه او کوښښ وکړي مونږ به هم حتما سپوږمی ته وخیژو نو یو لیکوال نه شي کولی تا سپوږمی ته ولیګي خو تا ته سپوږمی ته د پورته کیدو انګیږه او روحیه درکولی شي لیکوال نشي کولی تا ته مینه درکړي خو په تاکې د مینې روحیه روزي تا د ژوند کولو لارې چارې ښایی لیکوال تا ته تاریخ لیکي ستا د ټولنې وړتیاوې او نیمګړتیاوې په ګوته کوي لیکوال ستا د ټولنې سترګې غوږونه او ژبه دی.
همدارنګه هر یو درواخله چې په خپل ځای په ټولنه کې ډیر ازښت لري او ټولنه هم شاعر هم لیکوال ته اړتیا لري که شعر نه وي نو انسان په دومره ستړیا په څه لري کوي خپل شعري ذوق به څنګه اوبه کوي.
ده دا خبره هم زیاته کړه چې پښتو ژبه ژباړې ته اړتیا لري او باید پښتو ژبې ته ژباړه وشي تر څو ژبه بډایه شي دا خبره سمه ده خو دا باید ددې سبب نه شي چې مونږ به خپله ژبه کې لیکنه ونه کړو شعر ونه لیکوکتابونه ونه لیکو څیړنه ونه کړو یا داسې نورې خبرې بلکه اړینه دا ده چې دا کار موازي پرمخ لاړشي او حتی د خپلې ژبې لیکنې تر ژباړې زیاتې کړو تر څو وکولی شو لیکوالي په خپله ژبه کې نوره هم پخه کړو او داسې وخت رانشي چې مونږ په ژباړه عادت شوي وو او په خپله ژبه هیڅ ونه شو لیکلی او پایله یی داشوې وي چې پښتو ژبه یوه متکی ژبه په نورو ژبو شوې وي خو که چیرې دواړه اړخونه ټنګ ونیسو او زیار وباسو نو هرومرو به مو ژبه په مخ لاړه شي او که چیرې کوښښ وکړو چې په خپله ژبه کې لیکنې ډیرې کړو خپله لیکوالي لوړه کړو داسې وخت به حتما راځي چې نور خلک به زمونږ آثار خپلې ژبې ته ژباړي
همداسې د ټولنې هر کس در واخله که انجنیر د ژبې لیکوال لیکوال ډاکټر ته او هر یو بل ته زړه ورکړي هغه تشویق کړي نو ټولنه به ولې پر مخ نه ځی ولې به په ټولنه کې پرمختګ نه رامینځ ته کیږي خو که چیرې په عکس ډول دا کار ونشي هیڅ څوک نه شي کولی خپل کار په سمه توګه سر ته ورسوي او دا په ټولنه کې د هر مسلک د شاته پاتې کیدو سبب کیږي
نو همدا انسانان دي چې له بیلو فکرونو تخصصونو نوښتنو او لارو چارو سره د ټولنې او هیواد لاس او پښه کیږي هغوی هر یو یو ضرورت او اړتیا ده هر یو ارزښت لري .
نو په انساني ټولنه کې هر شریک آر ته درناوی او له هغه دفاع او هر ځانګړي خوی عادت مسلکه ته احترام او دهغه منل او هغه ته ارزښت ورکول د ټولنې په پرمختګ کې یو ګام بل کیدای شي