ښاغلی نعمان دوست په یوه لیکنه کې زموږ د ګران هیواد افغانستان د سرو کرښو یادونه کړې، چې په ډیر مهارت او زیرکتیا دغو سرو کرښو لپاره مناسب پس منظر هم لیکلې ده، غواړم د هغه په اجازه یې کټ مټ دلته رانقل کړم.

((د پیښور په بخشي کې وو. دلته چیرې د بریښنا ستیشن و. هلکانو خپلو منځو کې کیسې کولې. یوه ویل: یره، دا بجلي ډیر خطرناک څیز دی. موږ په ټوور وابډا ته تللي وو. هلته کې سرې نښې وې، د یوه سټوډنټ ور پام نشو، ورغی او بیا هملته لکه څوک چې یې راکاږي، ځای په ځای شو.

سرې نښې د خطر علامه وي، چیرته چې دغه نښې وي، هلته څوک د نږدې ورتګ زړه نه کوي. تاسو به د ماین پاکۍ ډلې لیدلي وي، کومه ساحه کې چې ماینونه وي، هلته یې سره کاڼي ایښي وي او بیا که چا ته د پیل زړه هم ورکړې، له دې کاڼو نه اوړي.

دغو علامو او نښو تر ډیره د خطر کچه راټيټه کړې ده، که دغه علامې نه وي شاید ډیر کسان د ماین ښکار شي او که دغه علامې وي او څوک یې بابیزه وګڼي نو انجام به یې د پیښوري سټوډنټ ( محصل) شي چې وابډا( برق ستیشن) کې یې ژوند له لاسه ورکړ.))

زه ورسره سل په سله کې موافق یم، یواځې زه نه بلکې هر منطقي او د عقل خاوند باید ورسره موافقت وښيي، هو باید زموږ د هیواد سرې کرښې معلومې شي او د اوسیدونکيو له دیني او ملي عنعناتو سره مساوي وي، نه متضادې.

زموږ دیني او ملي ارزښتونه په کار نده د موجوده پنځه څلویښتو (کم وبیش) غربي هیوادونو د پروژو هدف ګرځي، په هر زمان او مکان کې د دغو سرو کرښو ساتنه د قانون له مخې وشي او د نه مراعات کولو په صورت کې کافي مجازات وټاکل او باید له فساد څخه پاک او منزه وي.

زموږ دیني او ملي ارزښتونه په کافي اندازه پریمانه دي او همدارنګه په کافي اندازه ورته عام ولس معتقد دی، حتی په ځینو مواردو کې له خپله سره ورته هم تیریدی شي او ورته تیر شوي هم دي، زموږ معاصر تاریخ د دغه دیني او ملي ارزښتونو لپاره د سرښندنو له ریښتونو کیسو مالامال دی، چې موږ پرې همیشه ویاړ کړی دی.

راځئ لومړي د دغه ارزښتونو یو لسټ جوړ کړو او بیا له هغې سرې کرښې راتاو کړو ، بیا یوه داسې قوه رامنځ ته کړو چې عامو خلکو ته د دې سرو کرښو په اهمیت عامه پوهاوی ورکړو، وروسته داسې یوه پالیسي رامنځ ته کړو چې د دغو سرو کرښو محافظت وکړي تر څو هیڅوک پدې ونه توانېږي چې له دغه کرښو واوړي.

یو څو به یې د مثال په توګه ولیکم:

لومړی: تر ټولو لوی مهم، د قدر او شرف وړ دیني، ملي او بین المللي ارزښت زموږ د مسلمانانو لپاره د الله سبحانه وتعالی پاک ذات دی، هیچا ته د دې اجازه ورنکړل شي چې د هغه په خلاف حتی یو حرف ولیکي ، ووايي او نشر یې کړي، او هر چا چې دغې سرې کرښې نه پښه واړوله نو باید شدیداً مجازات شي.

دوه یم: لکه څرنګه تر الله سبحانه وتعالی وروسته زموږ د ۹۹.۹ فیصده افغانانو لپاره د قدر او احترام وړ شخصیت د رسول الله صلی الله علیه معصوم ذات دی، زموږ ایمان عقیده ، اخلاق، حسن سلوک ټول له دې مرجع څخه اخیستل شوي، دا زموږ دویمه کرښه ده.

دریمه کرښه د اسلام د مبارک دین شعائر ، د دې شعائرو لپاره سرې کرښې جوړې شي او دغو سره کرښو ته د نه احترام په صورت کې مجازات مقرر شي، دا پورته هغه څه دي چې په اوسني معاصر تاریخ کې د افغانستان عام ولس په میلیونونه شهیدان ورکړي، په میلیونونو افغانان مهاجر شول او ډیرې سختې شپې ورځې تر دا اوسه پورې پردیو هیوادونو کې تیروي، په لکونو میندې بورې شوې ، په لکونو یتیمان راپاتې شول او تر میلیونه معلولین شول، خو بدبختانه د دې دومره لویو لویو تاوانونو ، تکلیفونو او مشکلاتو باوجود همدا اوس ځینې کړئ شته چې د دغو شعائرو بي احترامي او ادبي کوي، چې عینا دا معنا لري چې یو ځای کې اور بل وي دوی ورځي په هغې پطرول شیندي.

له دې هاخوا بیا کولی شو چې د ملي اشخاصو لپاره هم سرې کرښې وباسو، ټول افغان ولس به په یوه ټغر او راټول او په یوه غږ به ان شا الله دغه سرې کرښې ومني، بغیر له دې یې بله لاره نشته.

۱۳۹۴ مرغومي ۱۵مه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *