تاند- واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې «که امریکا له افغانستانه خپل پوځیان وباسي نو څه به پېښ شي» لیکلي:

داسې نه ښکاري چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه دې په لنډ وخت کې پای ته ورسېږي.

شپاړس کاله ووتل، نژدې ۲۴۰۰ امریکايي پوځیان ووژل شول. تر ۷۰۰ ملیارد ډالره زیاتې پیسې ولګول شوې، خو لا هم د بري څرک نه لګېږي.

اوس داسې ښکاري چې هدف دا ټاکل شوی چې د ماتې مخه ونیول شي.

طالبان د افغانستان تقریباً په نیمايي ولسوالیو کې حضور لري او پر له پسې په کابل او ولایتي مرکزونو کې حملې کوي. د داعش یا اسلامي دولت ډلې د هیواد په ختیځ کې سر راپورته کړی. افغان امنیتي ځواکونه او ملکیان په بې سابقې ډول زیات وژل کېږي.

۶۰۰ ملکي افغانان د افغان امنیتي ځواکونو یا ناټو پوځیانو له لوري وژل شوي. په ۲۰۱۶  کال د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبلې په سلو کې ۳۵ زیاتې شوې او د افغانستان د بیارغونې لپاره د ملګروملتو د سرمفتش د دفتر د راپور له مخې په دغه کال ۶۸۰۰ افغان پولیس اود ملي اردو سرتېري ووژل شول.

د جګړې دوام او د کار نشتوالي په زرګونو افغان ځوانان اړ ایستلي چې یا له هیواده ووځي او یا د ملېشه او سختدریځو ډلو په لیکو کې شامل شي.

قومي اختلافاتو دا خطر پېښ کړی چې افغانستان په سیاسي ګډوډۍ کې ښکېل شي او یا حالات تر اوس هم خراب شي.

د ایران، پاکستان او روسیې په شان سیمه ییزو قدرتونو په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي دي.

امریکايي مشران د افغانستان لپاره پر نوې ستراتیژۍ غور کوي. د ولسمشر ټرمپ سلاکاران په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د زیاتېدو سپارښتنه کوي خو پخپله ولسمشر ټرمپ شک لري چې د ځواکونو زیاتېدا به ګټه وکړي.

واشنګټن پوسټ لیکي:

دغو خبرو ته په پام په کابل کې د ورځپاڼې دفتر د طالبانو له ویانده رانیولې، د ولایتونو تر سیاستوالو او د ټکسي تر چلوونکو پورې له بېلابېلو خلکو دا پوښتنه وکړه چې که ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي، څه به پېښ شي؟

په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ویندوی د سمندري ځواک تورن ویلیم سالفین ځواب دا و:

که د امریکا او ناټو پوځیان له افغانستانه ووځي، دا هیواد به ۲۰ تروریستي او جنایتکارو ډلو ته، چې په افغانستان او پاکستان کې دېره دي، په لاس ورشي. د افغانستان / پاکستان سیمه د نړۍ تر بلې هرې برخې د تروریستي ډلو د روزنې لپاره مساعد ځای دی. دا ډلې به هڅه وکړي چې افغانستان نور هم بې ثباته کړي او د امریکا او لوېدیځ پر ضد حملې تنظیم او اجرا کړي. دا تروریستي ډلې به د افغانستان د قانوني حکومت د بې ثباته کولو هڅې وکړي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د پوښتنې په ځواب کې وویل:

که امریکایان له افغانستانه ووتل او د افغانستان اشغال یې پای ته ورساوه، هم به افغانان او هم امریکایان وژغورل شي.

دا به د نورو پوځیانو د وژل کېدو او د نورو پیسو د ضایع کېدو مخه ونیسي.

له بلې خوا به زموږ افغانانو د نجات سبب شي. جګړه به احتمالاً ورسره ختمه شي، افغانان به سره یو موټی شي او یو ښه اسلامي دولت به جوړ کړي. نوکه د امریکا له لوري د افغانستان نیواک پای ته ورسېږي، د دوو هیوادونو او ملتونو ترمنځ به ستونزه ختمه شي.

د سیاسي چارو شناند ښاغلی هاشمي نژاد وايي:

افغانستان په بشپړ ډول پر بهرنیو مرستو متکي دی. که امریکا له افغانستانه کاملاً ووځي، حکومت به وپرزي کورنۍ جګړه به ونښلي او هغه ټولې بریاوې به تر خاورو لاندې شي چې له ۲۰۰۱ څخه د افغانستان په برخه شوي دي.

په ولسي جرګه کې د اروزګان یو وکیل حمید الله توخی وايي:

په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور له کبله د ټولې سیمې هیوادونو لکه روسیې، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هیوادونو له افغانستان سر دښمني پیل کړې ده او دوی ټول له همدې کبله د طالبانو ملاتړ کوي.

موږ نه غواړو چې امریکایان د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي او زموږ دفاع وکړي، موږ له افغانستانه د امریکایانو د مسوولانه وتلو غوښتونکي یوو چې ورسره حکومت ونه پرزي او خلا رامنځته نه شي اوکه داسې نه وي دا به نه یوازې د افغانستان بلکې د امریکا سلو په سله ناکامي وګڼل شي.

د ټکسي د چلوونکي احمدشاه ځواب:

که ټرمپ له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړه، د ګاونډیو هیوادونو په ملاتړ به د بېلابېلو ډلو ترمنځ لویه جګړه پیل شي. دا به زموږ او همداراز د امریکا لپاره مصیبت او ناورین وي.

د جګړې تر ګټلو وړاندې د امریکایانو د وتلو معنا دا ده چې هغوی ماته مني. دا به په نړۍ کې د امریکا حیثیت ته تاوان واړوي.

3 thoughts on “که ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، څه به پېښ شي؟”
  1. ترڅو چه تاسی ښاغلی د واشنګتن پوست او نیویارک ټایمز افغان ضد تبلیغات خپروئ او نورو ته یی را ژباړئ نو باور وکړئ چه امریکا به سل کاله نوره هم زموږ په کور قابضه وي او دا جګړه به سل کاله نور هم دوام مومي ..د پردو د ګټو لپاره سنګر موږ پخپله تود ساتلی

  2. که د امریکا شتون په افغانستان کې کومه ګټه رسولی نو په دې ۱۶ کلونو کې به رسېدلې وی، کومې لاسته راوړنې چې لري نو دا د امریکا لاسته راوړنه نه ده، که امریکا نه وی بیا به هم افغانستان دومره پرمختګ کولو، هغه کسان چې فکر کوي امریکا زموږ هېواد ته امن را ولي، نو زما په نظر دا به ډېره منطقي نه وي، امریکا زموږ هېواد ته بې له جګړې، قومي جنجالونو، د اسلامي افکارو له منځه وړل او پر ځای یې د غربي مفکورې پرته بل څه نه شي را وستلی.
    ـ ایا امریکا به د افغانانو او مسلمانانو د ژغورنې لپاره دومره لویه ځاني او مالي قرباني ورکړي؟

  3. Ka chairy American paozyan lq
    Afghanistan na laar shi no taalib ba pa asani Sara khpali mangwali dubara tingi kri

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *