تاند- د افغانستان د هوايي چلن اداره وايي، که پاکستان د افغانستان د هوايي شرکتونو د الوتکو پرمخ د خپل هوايي حریم بندولو ته دوام ورکړي، افغانستان به هم ورته اقدام وکړي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلن د ادارې رييس محمد قاسم وفايي زاده وايي، پاکستان د افغانستان د هوايي شرکتونو پر الوتکو خپل هوايي حریم د جنورۍ له اته ویشتمې را په دې خوا بند کړی دی او تر اوسه یې څو ځلې ژمنه کړې چې دا مسیر به پرانیزي.

پاکستان وروسته له دې د افغانستان او هند ترمنځ پر الوتکو خپل هوايي حریم بند کړ چې په هندي کشمیر کې د تروریستي حملې په بدل کې هندي الوتکو د پاکستان پر خاوره بمباري وکړه.

د افغانستان د هوايي ملکي ادارې رييس وايي چې اوس پاکستان بیا ژمنه کړې چې د روان اپریل تر ۲۴ پورې به خپل هوايي حریم د افغانستان د الوتکو پر مخ پرانیزي.

وفايي زاده خبرداری ورکړ چې که پاکستان بیا هم خپل هوايي حریم پرا نه نیست، افغانستان به متقابل اقدام وکړي.

د ده په وینا د پاکستان د هوايي حریم د بندېدو له کبله افغان هوايي شرکتونو ۱۲ ملیون ډالره تاوان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هند او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ کوونکو مسافرو لګښت دوه یا درې برابره زیات شوی دی.

حاضردمه افغاني هوايي شرکتونه د ایران له لارې هند ته تګ راتګ کوي. خو د افغانستان د هوايي ملکي چلن اداره هڅه کوي چې له چین سره خبرې وکړي څو د پاکستان پر ځای له هند سره د چین د هوايي حریم له لارې د الوتکو تګ راتګ پیل کړي.

وفايي زاده وايي، د دې لپاره چې د پاکستان هوايي حریم د دغه هیواد د پوځ په کنټرول کې دی د دغه هیواد د هوايي چلن اداره واک نه لري او خپلې ژمنې عملي کولی نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *