د پکتيا يو شمېر قومي مشرانو د يو لاريون په ترڅ کې ووېل؛ که د دې ولايت په ولايتي اداره کې بدلون او سمون رانشي په راتلوونکي ټاکنو کې به برخه ونه خلي او نور خلک به هم دې ته وهڅوي چې په راتلوونکو ټاکنو کې پريکون اعلان کړي .
په لس ګونو قومي مشرانو او د پکتيا ژوغونرنې ډلې چې د پکتيا د پرېس کلب يا ( رسنيز مرکز) مخې ته راغونډ شوي وو د فساد په ضد او د اوسني والي جمعه خان همدرد په ضد شعارونه له ځانه سره راوړي وو.
دوی ګوتځنډنه وکړه، که د پکتيا په ولايتي اداره کې بدلون را نه شي نو دوی به په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
لاريون کوونکو د پکتيا د اوسني والي جمعه خان همدرد په شتون کې ټاکنې له شفافيته لرې وبللې او په خپلو خبرو کې يې ويل، چې د همدرد په شتون کې يې رايي بې ګټې دي او که په ټاکنو کې برخه هم واخلي د دوئ لپاره ارزښت نلري .
د لاريون کوونکو له ډلې څخه نور احمد رښتياوال ، له مرکزي دولته غوښتنه وکړه، چې د جمعه خان همدرد په ځای دې بل داسې والي د پکتيا لپاره وګماري چې ټاکنو ته شفافه زمينه برابره کړي: (( موږ په ټاکنو کې برخه نه اخلو تر څو چې مرکزې دولت زموږ مشروع غوښتنې ونه ومني په هيڅ صورت کې د پکتيا ولسونه په ټاکنو کې برخه نه اخلي ))
حاجي خواني جهاني او ظاهر اورياخيل يو په بل پسې ووېل د دولت ملي راډيو ټلوېزون د دوئ لاريونونو او اعتراضيه غونډې نه خپره وي او ياد راډيو ټلوېزون ملي نه بلکې څو نفري ټلويزون وباله؛ دوئ له مرکزي دولته غوښتنه وکړه، چې د پکتيا په ولايتي اداره کې فساد اوج ته رسېدلی او د دې لپاره دې هيت وټاکل شي، تر څو په ادارو کې سمون رامنځ ته شي په دې اړه حاجي خواني جهاني وويل: (( فساد اوج ته رسيدلی د فساد سرچينه اوسنی والي جمعه خان درد دی چې ولسونو ته يي سر درد جوړ شوی دی له والي صيب څخه په احترام غوښتنه کوو چې نور ولايت پريږدي په کوم ډپ کې چې اوبه ډېره ودريږي خوسا کيږي ))
د پکتيا مرستيال والي ډاکټر عبدالولي سهي د لاريون کوونکو غوښتنې په ځای بولي او په ادارو کې شته فساد هم نه رده وي خو وايي چې په دومره کچه به نه وي چې د لويو پروژو مخه ډب کړي .
مرستيال والي سهي والي قومي مشران کولی شي د ولايتي شورا سره د ولايت له مقام سره خپلې ټولې ستونزې شريکې کړې او بې له دې چې لاريونونه او ا عتراضيه غوندې وشي د حل يوه لار ورته وکتل شي .
سهي ټاکنې يوه ملي پروسه بولي او وايي چې په هر ډول وي د پکتيا اوسيدونکی به پکې کې برخه اخلي: (( ټاکنې يوه ملي پروسه ده دا خلک چې نن لاريون کوي سره له دې چې دا زموږ ولس دی د احترام وړ خلک دي موږ د دوئ نظرياتو ته تر هغو درناوی کوو چې هغه زموږ ملي او دپکتيا ګټې خوندې کوي،خو دا دڅو کسو خبره ندي او نه د ټولې پکتيا استازي توب کوي))
اعتراض کوونکو ويل په هېواد کې ټولو سياسې ګوندونه او شخصيتونو ته اخترام لري او د استاد رباني او استاد صياف د عکسونو سوځول يي وغندل او وويل؛ چې د مشرانو عکسونه سوځول د پکتياوالو کار بلکي د اوسني والي جمعه خان همدرد د څو محدودو ملاتړو کار دی
تر دې وړاندې هم په سلګونو کسانو په ادارو کې د فساد په ضد او د اوسني والي جمعه خان همدرد په ضد لاريون او اعتراضيه غونډه کړې وه او د پکتيا اوسنی والي او ادره په فساد تورنه کړې وه او غوښتنه يي کړې وه چې که والي له خپلې دندې ګوښه نشي نو په لاريونو او اعتراضيه غونډو به لاس پوري کړي .
خو دا دويم لاريون اويوه اعتراضيه غونډه ده چې د پکتيا دملي ژوغرنې او د قومي مخورو له لوري تر سره کيږي خو لا هم په د پکتيا په ولايتي اداره کې بدلون نه تر سترګو کيږي .
Da d sayaf mlatari de chi pinza kasan de chi de doy pashtoon doshman ao islamdoshman sayap da para voat ghawari chi paktiawal da islam zid khalko mlatar nakoi
حق غوښتنه د هر افغان حق دی
کچیرې د پکتیا والي په ریښتیا د دغه ولایت لپاره څه کړي وي نو رسنیو ته د ور ښکاره کړي او د دغه دوه دری مغرضو کسانو چې کیدی شي د بل په لمسون ېې دا کمپاین پیل کړی وي مخ تورن او شرمنده کړي.
کچیرې ریښتیا هم والي صیب نا توانه او بې مدیریته وي، بیا خو ښه ده چې خپل ماتې ومني او له ولایت څخه لاس په سر شي.