کونړوالي :
دغه ټکې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د چاپیریال ساتنې نړیوالی ورځې په مناسبت په لاره اچول شوي عمومي اشر کې څرګند کړ، دغه عمومي اشر چې د کونړ په مرکز اسعداباد ښار کې ترسره شو په کې د کونړ والي ترڅنګ دبیلابیلو ادارو مسؤلینو،علماوو،مخورو مشرانو،مدنی ټولنو او ځوانانو برخه اخیستې وه .
کونړ والی وویل چاپیریال ساتنه د انسان په ژوند مثبته اغیزه لري ،دټولنی ټول وګړي ګډ مسؤلیت لري چی خپل چاپیریال پاک وساتي.نوموړی د کونړ پر ولسونو غږ وکړ چي په کلکه توګه د ځنګلونو د پرې کولو او تالان مخه ونيسي،خبرداری یې ورکړ که هرڅوک دځنګلونو په پری کولو او قاچاق باندي ونیول شی سخت قانونی چلند به ورسره وشی.
کونړ والي له دینی علماوو،مشرانو،مدنی ټولنو او رسنیو وغوښتل چي د چاپیریال ساتنی لپاره دعامه پوهاوی پروګرامونه په لاره واچوي چي ولایتی اداره به هم په دي برخه کي عملي کار وکړي.
وروسته په ټول ښار کي د ښار د پاکوالي عمومي اشر ترسره شو چي پر همدی مهال کونړ والی د اسد اباد ښار د یو شمیر هټۍ والو سره د لیدنې په وخت کې وویل په پاکوالي کې ددې ښار هرغړی مسؤل دی مونږټول باید په ګډه دپاک چاپيریال لپاره کار وکړو اوخپله روغتیا په خپله وساتو .
ښاریانو د کونړ والي د دغه اقدام ستاینه وکړه چې د ښارپاکوالي په دغه عمومي اشرکې یې په خپله برخه واخیسته..