که رښتيا سوله راغله زه بل ځای نه، يواځې د خپل پلار او نيکه کلي (سنګانۍ) ته ځم. هغه کلی چې نږدې اوه کاله کيږي، د ناترسه خلکو له لاسه ما بيا نه دی ليدلی.


لومړی د سولې د ارمانجن خپل شهيد پلار او دواړو ميندو (مورګانو) قبرونو ته ځم. هغوی ته ښه زړه سپکوم او ورته وايم چې ستاسو بيلتون نور نشم زغملی.


پلار ته مې د سولې د راتګ مبارکي هم ورکوم او ورته وايم چې ستا هغه ارمان چې د کلونو کلونو راهيسې دې ورته انتظار کولو پوره شو.
زما د هغې مور قبر ته د خپلې بې وسۍ کيسه کوم چې د وخت د جبر له امله يې ما په جنازه کې ګډون ونشو کړای.
خپلې قلعه ته ځم. د مور او پلار غږونو پسې د قلعه ټولې کوټې او کونجونه ګورم. د مور او پلار يادونو ته په چيغو چيغو ژاړم. داسې ورته وايم:


يوځلې بيا په دې لار راشئ!


په پخوانيو پلونو مو پريوتل ګردونه


د پخوا په څېر د بام سر ته خېژم، د قلعه په ديوال کينم او د ښکته ټولې شنې سيمې ننداره کوم. په ديره کې د انګورو تاک لاندې يوه شېبه کينم. د پلار په لاس کينول شوي باغ کې په هره ونه ګرځم او دا متل ورته وايم: باغ چې پوخ شي، باغوان يې کوږ شي.


زما د پلار په وسيله جوړ شوي ښوونځي او دندې ځای (د سنګانۍ منځني ښوونځي) ته ځم او هلته دښوونکو او زده کوونکو سره خامخا ګورم. هلته به د پخوا په څېر د پلار د موجوديت احساس کوم او ټولګي کې به درس ورکوم او داسې بيتونه به خامخا په ژبه راځي:


يو څوک دی چې مې هر وخت په خيالونو کې اوسيږي

يو څوک دی چې دا ژوند راته روښان ساتي قسم دی


د هغو ټولو خپلوانو او کليوالو کورونو ته ورځم، چې د کلونو راهيسې ما ندي ليدلي. د هغوی خبرې به د زړه په غوږونو اورم. هغوی به خامخا راته په کلي د شوي وحشت کيسې کوي.

 ځان سره به د سولې او د تېرو خاطرو اړوند بيتونه زمزمه کوم او د کلي په لارو او کوڅو، لوړو او ژورو او پټيو کې به مست ګرځم.


د اجمل اټک يوسفزي دا بيتونه به تکراروم:


کله يادګارونو ته ښه وژاړم


خپلو ارمانونو ته ښه وژاړم


وګرځم په پنډ د خاطرو کې زه


ګورمه ګلونو ته ښه وژاړم


په ډوډۍ کې به يواځې وطني سابه او تروې (شوملې) نوش جان کوم. يواځې د څېړيو د لرګي په اور او د سپين غره په اوبو کې شوی چای به څښم. اودس به د سپين غره څخه د راغلې ويالې په يخو اوبو کې کوم. د مازديګر لمانځه لپاره به خپل په اوږه پروت څادر د خپل پټي په پوله اچوم او په هغې به د خدای په لورې ودريږم.


انقلاب پاشلي د کرکټ پخواني ملګري به لټوم، که نه وو، اوسني خو به وي، هغوی سره به د خوړ غاړې ته ځم او هلته به ورسره يوه ښه چيلينجي سيالي کوم.


د ماښام لمونځ د کلي په جومات کې کوم او د لمانځه نه وروسته د ملا صېب او کليوالو سره لنډ مجلس کوم. جومات به خامخا د 

کليوالو نه ډک وي، ځکه چې دا به جګړې وخت نه وي، په سيمه کې به سرتاسري سوله وي.


خپل خپلوان او کليوال به د شپې ښه ټينګه بلنه راکوي، خو زه به خپلې قلعه ته د تللو لپاره ټينګار کوم. د شپې به خپلې قلعه ته راشم، تر ډوډۍ او لمانځه وروسته به د قلعه په منځ کې په ارام زړه د خوب تابيا نيسم او د ملنګ جان په دې بيت به څادر په ځان راکش کړم:


د محبوب وطن په غيږ کې ارام پروت يم


لکه طفل چې ويده د مور په غيږ وي

پای 

احدګل خادم

کجنګ، سيلنګور، ماليزيا، ۰۴/۱۲/۱۳۹۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *