ژباړه: حمیدالله حمیدي–
۱- قوي اوسئ، خو ګستاخ نه!
د دې لپاره چې پر یوه قوي رهبر بدل شی، باید قوي او استوار قدمونه پورته کړی تر څو وکولای شی خپلو ټولو هيلو ته ورسېږی. ځینې کسان «قدرت» له «ګستاخۍ» سره ګډوي، خو داسې نه ده. «ګستاخي» هېڅکله هم د «قدرت» ځای نه شي نیولی.
۲- زړور اوسئ، خو ظالم نه!
بریا تل زړور توب ته اړتیا لري. د دې لپاره چې پر نورو برلاسي ښکاره شی د خپلې ډلې په سر کې روان شئ.
۳- شوخ طبعه اوسئ، خو کم عقل نه!
شوخ طبعي د هر رهبر تر ټولو اړینه ځانګړنه ده، خو کم عقلي بیا د یوه رهبر شخصیت له خاورو سره خاورې کوي.
۴- رښتیني اوسئ، خو خیال پرداز نه!
هڅه وکړئ چې تل له حقیقت سره مخ شی، خپل درد او رنځ پټ وساتئ، خو د خلکو پر درد بیا خواشیني څرګنده کړئ او ډاډ ورکړئ. ژوند چې څه ډول دی هماغسې یې ومنئ. ژوند یو بې مثاله شی دی، ځینې ژوند ته په درنه سترګه نه ګوري، خو تاسو باید په دې پوه شئ، چې ژوند ستاسو لپاره هغه چانس دی چې بیا هېڅکله هم په لاس نه درځي.