د امرېکا د ایموري پوهنتون څېړونکي وایي، چې د یوه ښه کتاب مطالعه کولای شي په مغز کې شته د لېږد اړیکي (اتصالات) او عصبي تغېرات ډېر کړي.

پوهان زیاتوي؛ د یوه کتاب له مطالعې ورسته د مغز کړنه یا فعالیت حد اقل تر ۵ ورځو زیاتوي.

دا تازه څېړنه چې د یاد پوهنتون لخوا په اوږده مهال کې ترسره شوې ده څېړونکي یې وایي، دا تغیرات د مغز په چپ او قشري اړخ، یعنې هغه ځای کې چې په ژبې پورې تړاو لري، ثبتېږي.

د اعصابو متخصص ډاکتر پروفېسور ګئورګي برېنز چې د یادې څېړنېزې ډلې سرپرست هم دی، پدې اړه وویل:”موږ د اعصابو هغه تغیرات چې د فزیکي احساساتو او له حرکتي سیستم سره یوځای په مغز کې  تر سره کېږي، پېدا کړل او دا تغیرات څرګندوي چې د یوه ښه کتاب لوستنه کولای شي د انساني شخصیت په ښه والي کې تغیر راوړي”.

لدې مخکې څېړنو ښودلې وه، چې ښه ناولونه یا داستانونه کولای شي، چې انسان په خیالي ډول د داستان په اتل شخصیت یا خپله داستان کې ورسره واخلي.

ورستیو څېړنو دا ښکاره کړې، چې دا اتفاق علمي دلیل لري او د انسان په مغزو کې یې بېولوژیکي تغیرات ښه دلیل کېدای شي.

په دې څېړنه کې له ۲۱ زدکوونکو وغوښتل شول چې ټول د (بمبیي ښار) نومي کتاب ولولي. دا کتاب یوه خیالي کیسه لري، نو ځکه د پوهانو لخوا دا کتاب ښه وبلل شو.

د ۱۹ ورځو په ترڅ کې یادو زدکوونکو هره ورځ ورسته له ماسپښینه یاد کتاب ولوست او په راتلونکي سهار یې مغزي فعالیت د (FMRI) ماشین په وسیله سکن کېده او بیا به تر څېړنې لاندې نیول کېدل.

همدارنګه ورسته د کتاب له پای ته رسېدو هم، د دوی مغزي فعالیت د ۵ ورځو لپاره تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیول شو. د څېړنو پایلو وښوده، چې د دوی په مغزو کې داسې تغیرات رامنځته شوي وو، چې د کتاب له خلاصېدو وروسته یې هم پنځه ورځې دوام کاوو.

همدارنګه معلومه شوه چې کتاب سمدستي پر مغز تاثېر نلري، بلکي اغېز یې په اوږد مهال او همېشني ډول سره وي.

دا څېړنه په داسې وخت کې کېږي، چې پېغمبر (ص) زرګونه کاله پخوا ویلي و، چې که ښه کتاب (قران کریم) تلاوت کړئ، روح به مو ارام او په دنیا او اخيرت کې به ښاغلي یاست.

2 thoughts on “که ښه کتاب ولولئ، مغز به مو ښه کار کوي/ زاهد صمدزی”
  1. سلامونه
    قران پاك زموژ اسماني كتاب دي او إيمان پري لرو او يو شي ته چه د ما په د ورزو كه فكر شوي هغه دادي چه هر مسلمان د ما په شمول له قران پاك نه خپل خپل تعبير او معني اخلي چه دغه اوسني ستونزي د مسلمانانو هم له همدغه زاي نه شروع كيژي په قران كي يو ايت دي چه وايي موژ قران په ساده عربي ژبه نازل كه تر سو لوستونكي پري پوه شي او درك يي كي مگر زموژ علماء ملاياي او وسني د اسلام تيكدارانو بيا له قران پاك نه يو دير سخت او نه زدكوونكي علم جور كراي دي چه اوس حتا سوك جرءت نكوي چه زده يي كي او بل دا چي قران او دنيايي زدگري سره توپير لري لكه نجاري ساينس فيزيك او نور نو بايد چه سره جلا وي

    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *