همایون بابر/ کندوز – پورتنۍ جمله د کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ د جمعیت عالې لیسې د دولسم ټولګي د یوه زده کوونکې ده چې دا مهال د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي په نیت جمعیت لیسه کې ژمني کورس په نوم پروګرام کې  په  زده کړه بوخت دی.

د خالیزیو غونډۍ کلي اوسیدونکې ۱۷ کلن رحمت الله وايي، چې هره ورځ د لېسې په انګړ کې  په هغه ژمني  کورس کې د ساینسي علومو زده کړه کوي، چې د پوهنې ریاست لخوا جوړ شوی دی.

هغه زیاتوي، په دغه کورس کې دوی ته د ریاضی، فزیک اومثلثاتو مضمونونه لوستل کیږي.

خو رحمت الله چې ټولې زده کړې یې په پښتو ژبه کړي د کانکور د هغه لارښود کتاب په لوستلو کې له ستونزو سره مخ دی چې د پوهنې وزارت په تائید د ترکانو له لوري په دري ژبه چاپ شوی دی.

 ((د کانکور لارښود په سخته دري ژبه لیکل شوی، څوک پرې په آسانه نه پوهیږي، زه لومړی ګران لغتونه د ټولګیوالو په مرسته مانا کوم بیا درس ته راګرځم، چې ټول وخت مې د لغتونو په مانا تیریږي.))

1هغه چې خپل راتلونکې ته ډیر هیله من نه ښکاري، وايي (( که کتاب په پښتو نه وي، نو په کانکور ازموینه کې به د پوهنتون/پوهنځې پرځای کور ته (بې نتیجې)  بریالی شم. ))

نوموړي د پوهنې ریاست له چارواکو غوښتنه کوي چې د افغان ترک لخوا د کانکور لارښود کتابونه په پښتو وژباړي.

رحمت الله وايي دغه کتابونه دوی وړیا لاسته راوړي ګنې په ازاد بازار کې د یو کتاب بیه ۲۵۰ افغانۍ ده.

د جمعیت لیسې د ریاضی یوه ښوونکی جان آغا چې په یاده لېسه کې زده کوونکو ته د کانکور په تیاریو بوخت دی وايي چې واقعاْ دغه ستونزه شته، ډیری زده کوونکي له ستونزو سره مخامخ دي، یوشمیر يې په دري هم پوهیږي خو یو شمیر چې له هیواد نه بهر یې زده کړې کړي له ستونزو سره مخ دي .

ښوونکی جان آغا وايي (( د کانکور ازموینې تیاری کورسونو وخت لنډ دی یوازي دری نیم میاشتې دی، زه فکر نه کوم چې دمګړۍ دې دا کار امکان ولري خو معارف وزارت ته پکار دي چې راتلونکي کې دغه ستونزه اواره کړي. ))

په ورته وخت کې د یادی لیسې یوبل تن زده کوونکې قدرت الله د دولسم باء ټولګې زده کوونکې وايي، دغه ستونزه یوازي چاردري پوری ځانګړې نه دی نورو پښتون میشتو سیموزده کوونکیو ته د افغان ترک دری کتابونه توزیع شوي چې زده کوونکې ورباندي سم نه پوهیږي، هغه وايي، (( زما دری ژبه هم زده، زه تعصب نلرم خو په پیښور کې درس مو په پښتو ویلې له دغه کتاب نه ډیر څه زده کولې نه شم، ددی لپاره د کانکور په اړه راسره اندیښنه موجود ده. ))

همدغه راز د ابرار په نوم موسسه چې ددغه ژمنې کورسونو نظارتې برخې مسوولیت پر غاړه لري یوتن کارکوونکې عمر حبیب وايي،(( دا چې کتابونه افغان ترک لخوا معارف وزارت ته چمتو شوي ممکن دوی له افغان ترک سره په دی اړه خبرې وکړي، ترڅو پښتو ژبو زده کوونکیو ته په مورني ژبه د کتاب ستونزه حل کړي،))

ددی ترڅنګ قنداغا د محمد فتاح شهید لیسې زده کوونکې وايي، ۱۲ کلونو ښوونځې د ناسمو شرایطو له امله په ډیرو ساینسې مضامینو کې ستونزي لري که چیرې د کانکور لارشود کتاب باندی سم پوه نشي نو ښايي چې راتلونکې کې به هیڅ یوپوهنځې ته موفق نه شي.

د کندوز ولایت د پوهنې رییس پوهنیار محمد ظاهر نظم د کانکور د تیاریو د کورسونو لپاره د افغان ترک کتابونو وړاندیز ردوي، هغه وايي ((موږ ۲۰ سلنه د لسم ټولګي زوړ نصاب، ۳۰ سلنه د یوولسم ټولګي نوی نصاب او ۵۰ سلنه د دولسم ټولګي نوی نصاب چې کانکور ازموینه کې د همدې څخه زیات سوالونه راځي  ښوونځیو ته مو وړاندیز کړي دی.))

چاردره په کندوزکې یوه له هغو ولسوالیو څخه ده ، چې ډیری اوسیدونکې يي پښتانه دی، دوی وايي چې په مورنې ژبه تعلیم يي قانونې حق دی نو په باور يي په کار ده چې د پوهنې چارواکې دې ستونزي ته  پاملرنه وکړي ترڅو د دوی د اولادونو راتلونکې په کانکور ازموینه کې  له ګواښ سره مخ نه شي

5 thoughts on “که کتاب په پښتو نه وي نو په کانکور کې به څنګه کامیاب شم”
  1. دا د هر افغان حق ده چه په خپله مورنی ژبه زدکری وکی. اما زمونژ د معارف چارواکی تر اوسه په دی ندی توانیدلی چه دغه دیره مهمه تشه دکه کی

    همدا عدم موجودیت د پشتو کتابونو او صنفونو سبب ددی شوه چه نن ورح زمونر تاجکان ورونه مونر ته وایی چه تاسی په پشتو لیکنه نشی کولای په همدی خاطر دفاترو کی تول مکتوبونه به دری دی

  2. محور ورځپاڼه: په کابل کې د پوليسو پاټکونه
    Monday, 4 November 2013 12:53
    لیکنه: تاند
    تبصره ولیکئ
    څانګې مطبوعات
    اصلي لینک
    خپروونکی: تاند http://taand.com

    شپه مهال د پوليسو د تالاشۍ زياتره پوستې له لويو موټرو دوه سوه تر پېنځه سوه افغانۍ، له وړو موټرونو سل او له موټر سايکلونو پنځوس او سل افغانۍ اخلي.

    د رشوت په بدل کې د خوشي شوو موټرونو او موټرسايکل سورو زياتره يې يا مشکوک دي، يا په ښار کې د ګرځېدو اجازه نلري او يا له ترافيکي قوانينو په تخلف تورن دي.

    په امنیتي کمربندونو او د تالاشیو په پوستو کې د شپې له خوا له موټرو د شیریني په نوم پیسې اخیستل د پولیسو د میاشتني معاش یوه برخه جوړوي.

    د محور خبریال د شپې له خوا د کابل په یو شمېر واټونو کې لیدلي چې لوی بار وړونکي موټرونه پولیسو ته د شیریني په نوم رشوت ورکوي (له لویو بار وړونکو موټرو څخه له ۲۰۰ تر ۵۰۰ افغانۍ، له وړو موټرو او موټر سایکل سورو څخه له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو اخستل کېږي.))

    په پېښه کې شامل یو پولیس د نوم نه ښودو په شرط د محور خبریال ته ویلي (ډېری پولیس له همدغو پیسو د میاشتې شاوخوا ۵۰۰۰ افغانۍ عواید لري.))

    د کابل د خوشال خان په څلوېښت متريز سړک کورنيو چارو وزارت دوه میاشتې وړاندې له دې کبله يوه امنيتي پوسته جوړه کړه، چې په سيمه کې د کورونو د غلاګانو پېښې ګڼې شوې او مخنیوی یې وکړای شي، خو همدغه پوسته اوس شپه مهال له نهو بجو وروسته د جنګسالارانو د يو پاټک په څېر موټر چلونکي شوکي.

    په کوټې سنګي چوک کې د پوليسو لویې تالاشۍ ته کتار موټرونه ولاړ وي، خو هر يو يې بايد دوه تر پېنځه سوه او ځینې يې حتی بايد اته سوه افغانۍ رشوت پرې کړي.

    لا هم په کابل کې د تالاشۍ د پوستو هغه قواعد روښانه ندي، چې له مخې يې يو ډريور جريمه کولای شي.

    له بلې خوا شپه مهال ترافيک نه وي ‌او پوليس د ترافيکو کارونه ترسره کوي؛ اما له ډريورانو ترلاسه شوې جريمې نه د رسمي پاڼو په ذريعه دي، ‌چې بانک ته تحويل شي او نه مشحص سند لري، ‌چې جريمه شوی ډريور دې په بله پوسته کې نه جريمه کېږي.

    د نظامي چارو شنونکی نصر الله زیارمل وایي، د پولیسو په مشرانو کې فساد کشرانو ته د رشوت اخستو زمینه سازي کړې او دا کار پخپله په ښار کې نا امنۍ ته زمینه برابروي (د دوی معاشونه ډېر کم دي، نو په همدې دلیل رشوت اخستو ته مجبورېږي. دوی د پیسو په بدل کې مقررېږي، مجبور دي خپلې پیسې بېرته له همدغه رشوت پوره کړي او کله چې د غلو له بانډونو پیسې واخلي، نو بیا هغوی له غیر قانوني کارونو نشي منع کولی.))

    د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزی هم مني، چې د یو شمېر پولیسو د غلاوو په اړه ورته راپورونه رسېدلي، خو وایي؛ پدې اړه به یې جدي څېړنه وکړو (دا مسایل زه هم نشم ردولی، خو باید ووایم، چې د کابل له پېنځو میلیونو ډېر نفوس لري او یوازې له ۱۳۰۰۰ ـ ۱۴۰۰۰ پولیس د ټولو خلکو اعمال نشي څارلی. د کابل ښار بې نقشې کورونو جوړولو هم جنایتونو ته لاره هواره کړې، خو د ښاري انظباط په نوم ځانګړې قطعه د پولیسو ناقانونه کارونه په کلکه څاري. له خلکو هم غوښتنه کوو، چې که له داسې پېښو سره مخ کېږي ۱۰۰ شمېرې ته زنګ ووهي.))

    کابل ښار ۱۷ امنیتي حوزې لري، چې په هره حوزه کې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پولیس دندې ترسره کوي، چې د چارواکو په وینا، له پېنځو میلیونو زیات نفوس نشي کنترولولی.

    همدا ډول کابل ښار ته په ۱۹ داخلېدونکو دروازو کې هم دوامداره پېرې او امنیتي څار وي، خو د ښار په منځ کې د پولیسو په پوستو کې رشوت اخستو خلک تر پوزې راوستي.

  3. د اوسنی دولت نه داسی توقع کول مناسب کار نه دی که دوی رښتیا غوښتی وای نو پدی دولس کلونو کی به یی د خپلو اولادونو لپاره په هره برخه کی لازم کارونه کړی وو . دوی کولای شول چی د معارف او پوهنی لپاره لازمی مطبعی جوړی کړی . کتابونه د هیواد په رسمی ژبو برابر او ټولو ښوونکو ته ستاژ او د سویی د لوړولو پروګرامونه آماده کړی. د یوه هیواد ترقی او پرمختګ په تعلیم او روزنه پوری اړه لری . د مشرانو زامن خو په غربی یا عربی هیوادونو کی په تعلیم بوخت دی او ځینی نور یی په کابل کی آرامه ژوند او په درسونو بوخت دی مګر د غریبانو زامن له یوی خوا د خپلو میندو او پلرونه له خوا درسونو ته نه پريښودل کیږی او مجبوره دی چی کار وکړی او له بلی خوا دولت ورته لازم امکانات نه دی برابر کړی او کله کله هم د دولت مخالفین هم خپل غچ له خپلو زامنو اخلی او ښوونکی یا زده کوونکی وژنی یا د دوی په منځ کی پټیږی او پر دښمن برید کوی او یا د اهلو کسانو له خوا ښوونځی ورته سوځول کیږی. ملت باید خپله راژوندی شی او له دی اسلامی او انسانی حق نه ګټه واخلی.

  4. SALAM TOLO WRONO

    ALLAH DE ZMOG DA POHANEY “WAZIRAN/ POHAN” CHE NA GWARI KHPALO AFGHANANO WRONO SARA DA ILAM AW ZDAKRI PA LAR KI PA KPALA MORANEY AW PLARGANEy ZABA DA MAKTAB ZAMINA BARABARA KRI AW KPAL ZWANDA NA YAW SHA KWAND WAKHLI AW HAM ZAN, WATAN AW DEEN TA KHEZMAT WAKRI AW YAw SALEMA AFGHAN WAWOSI QAHR PE NAZIL KRI. DA ALLAH PAK HAR MOMEN MUSOLMAN TA DA HAQ WARKARAY CHE PA KHPLA ZABA KHPAL ZWAND DA KAMYABI PA MAKH WADANGAWI AW DA YAW DEER GHAT KHEYANAT DA CHE DA POHANEY WAZARAT LA AFGHANANO SARA YE KAWAI AW PA AINDA KI BA DER GHAT MOSHKEL PASHTANO TA JOR KRI AW BEYYA BA KPAL JAWAB WOLES TA WAYI AW INSHALLAH CHE DA WAZIRAN BA DA TOPAK MAKH TA WALAR WI……

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *