تاند- د هلمند ولایت پر مرکز لشکرګاه ښار د وسله والو طالبانو د حملې د وازو له خپرېدو وروسته ویل کېږي چې له دې ښاره خلک په وتلو دي.
لشکرګاه ښار ته نژدې طالبانو درې اوونۍ وروسته له دې پراخې حملې پیل کړې چې په څوارلس کلنه جګړه کې یې د لومړي خل لپاره د یوه ولایت (کندوز) مرکز ونیوه.
خلک پوهېږي چې که طالبان لشکرګاه ونیسي نو څه به کېږي ځکه د دغه ښار اوسېدونکي سخت وارخطا دي، هغوی چې کولی شي نورو سیمو ته تښتي.
یوه لوېدیځ مامور وویل:«داسي ښکاري چې د هلمند ولایت مرکز تر سخت فشار لاندې وي. موږ ته داسي راپورونه رارسېږي چې ګڼ شمېر ملکیان له دې ښاره تښتي.»
د هلمند والي میرزا خان رحیمي وايي چې له دوو ورځو راهیسي په ګریشک ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده. ګریشک ولسوالي، چې د کندهار- هرات په لویه لاره کې پرته ده، د لشکر ګاه په شمال کې موقعیت لري. ده په عین حال کې وویل چې د لشکرګاه او نادعلي د نیولو لپاره د طالبانو هڅه ناکامه شوې ده. (نور تفصیل)
د ګریشک جګړې د کندهار- هرات لویه لاره هم له خطر سره مخامخ کړې ده.
د هلمند د مدني ټولنې غړی فرهاد داوري وايي چې له وروستۍ جګړې وروسته له لشکرګاه خلک په تېښته دي.
دی وايي«د لشکرګاه اوسېدونکي سخت بېرېدلي، ډېرې اوازې دي چې دا ښار ممکن د طالبانو لاس ته ولوېږي.»
خو چارواکي وايي چې لشکرګاه به هیڅکله هم د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.
په همدې حال کې یوه امنیتي مامور وویل چې د ښار په شمال کې د باباجي سیمه طالبانو نیولې ده او طالبانو ویلي چې په هلمند کې یې ډېر پرمختګ کړی دی.
د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي وویل:«په پوره شدت جګړه روانه ده، موږ ۲۵ حکومتي ځواکونه وژلي او یو شمېر وسلې مو نیولي دي.»
د طالبانو له لوري د کندوز نیول د دې سبب شو چې د دغه ښار اکثره کورونه، دوکانونه لوټ شي، او ګڼ نور له دولتي ودانیو، ښوونځیو، کلنیکونو او روغتونو سره ویجاړ شي.
د وروستیو راپورونو پر اساس د طالبانو له لوري د کندوز په نیولو او له دغه ښاره د طالبانو په بېرته شړلو کې نژدې ۱۰۰ تنه ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ نور ژوبل شوي دي.
له همدې کبله د لشکرګاه د اوسېدونکو اندېښنه بې ځایه نه ده.
د کندوز پخواني والي څو ځلي له مرکزي حکومته غوښتي و چې کومکي ځواک ورولېږي خو چا یې خبرو ته توجه ونه کړه. د لشکرګاه اوسېدونکي وايي، مخکې تر دې چې ښار یې ویجاړ شي، مرکزي حکومت دې کومکي ځواکونه ورولېږي.
د هلمند ولایت سقوط د نړیوالې ټولنې لپاره هم خورا مهم دی. نړیوالو ځواکونو د افغانستان په هیڅ ځای کې دومره مرګ ژویلې نه دي لیدلي لکه څومره چې یې په هلمند کې لیدلي دي.