لیکوال محمداکبر حقمل
خپلې غوښتنې مو پرته له هڅې او کار څخه زموږ پر لور پخپله هېڅکله هم نه راځي یعنې که په خپله غوښتنه پسې ونه ګرځو غوښتنه مو راپسې نه ګرځي او کله، چې په خپله غوښتنه پسې وګرځو او د لاسته راوړلو هڅې یې پیاوړې کړو نو زموږ غوښتنه به پخپله زموږ پر لور خوځښت ومومي او په پایله کې به بریا زموږ وي. هڅه هغه څیز دی، چې تل زموږ د بریا او لاسته راوړنې لامل ګرځي او پرته له هڅې او کوښښ څخه بریا او لاسته راوړنه ناشونې ده. که چېرې موږ د خپلو ټولو کارونو په غوره پای رسولو، خپلو موخو ته په رسېدلو او د خپلو غوښتنو لاسته راوړلو کې د ريښتینې بریا غوښتونکي یو نو اړ یو، چې له ټولې او بشپړې هڅې، وړتیا او پیاوړتیا څخه ګټه واخلو ځکه پرته له دې څخه به مو بریا ته رسېدل آسانه او یا هم شونی نه وي. د هر څه په لټه او هڅه کې، چې یاست همغه به مو لاسته راوړنه وګرځي. که چېرې مو موخې او غوښتنې پیاوړې او ارزښت لرونکې وي نو د هڅو او کارونو پایله به مو هم پیاوړې او ارزښتمنه وي او که چېرې مو موخې او غوښتنې کمزورې او کم ارزښته وي، نو بریا او لاسته راوړنه به مو د خپلو هڅو او زحمت ایستلو له کچې سره سمه وي. لومړی مو خپلې موخې پياوړې کړئ، کمزورو موخو ته مو ډېر وخت مه ورکوئ او د پیاوړو موخو له ټاکلو وروسته مو له بشپړې هڅې څخه ګټه واخلئ تر څو بریالي شي او که چېرې مو موخو او غوښتنو ته د رسېدو لپاره هڅې کمزورې وي، نو خپلو پیاوړو موخو او غوښتنو ته په رسېدو کې به ماتې وخورئ ځکه د بریالیتوب شرط هڅه ده. هڅه وکړئ تر څو بریالي شئ!