داودجبارخیل – د دې مرستي په اړه د خیریه خيرالافغان بنسټ مشره ډاکټر عزت الله شینواری وایې چې دلته ډیر غریب خلک ژوند کوي باید له دوي سره مرسته وشې کرونا ویروس افغانانو ژوند ډیر زیات بی خونده کړی د یادو مرستو د وېش پر مهال د کوهاټ کې یو شمیر افغان کډوالو خيرالافغان خیریه بنسټ څخه مننه وکړه، چې هر چا چې دا مرستې کړې دي، خدای دې خیر ور کړي، چې زما په څېر د بې وسو او نادارو په فکر کې دي د کوهاټ یو بل کډوال بیا وایې ماشومان مې واړه دي، له ډېرو ستونزو سره مخ یم، نن را سره کمک وشو ډېره خوشحاله یم. خيرالافغان خیریه بنسټ د کوهاټ نه علاو په نورو سیمو کې هم دې ته ورته سلګونه کورنۍ سره مرسته کړی او تل دغریبو کډوالو اواز یې نړیوالو ته رسولی،خيرالافغان بنسټله اړمنو کورنیو، کونډو، یتیمانو، معلولینو او معیوبینو سره د مرستو تر څنګ د ځینو بېوزلو ناروغانو درملنه هم کړې ده. خيرالافغان بنسټ یو شمېر کونډو او بېوزلو کورنیو سره هم د ورته دنورو مرستو د وېشلو هوډ لري. د خیریه خيرالافغان بنسټ مشره ډاکټر عزت الله شینواری له نړیوالو مرستندویو ادارو څخه غوښتنه کوو چې مونږ سره دی خوراکې توکیو عاجله مرسته وکړی د کرونا د مخنیوي په خاطر د پاکستان حکومت د بازار ونو ، کاروبار ونو د بندولو امر کړی ، ھغه کډوال ځوانان چې مزدوري او خواري یې کوله او پر کورونو ناست دي او مرسته ته ضرورت لري ځکه افغانان نورو وسه نلری دوي چې دوه ورځې کار ونکړي بیا یې بچیان په نهار وي یو خوا په کور ناسته او بلخوا بی وسی د غریب لپاره مرګ دی.