سهار وختي مې د ټولنيزو شبکو په پروفایلو سترګې ولګېدې، سره بیرغونه پرې لګېدلي و، فکرمې شو، چې بیا خدا مکړه کمونیستانو کودتا نه وي کړې، نظام د چپه کولو لپاره يې لکه چې پلان بريالی شو، خو چې د فيسبوک پوسټونه مې وکتل، ډېرو ملګرو له ترکيې سره خواخوږي ښکاره کړې وه، ټولو د ترکيې د خلکو ستاينه کړې وه، چې کودتا يې ناکامه کړه.
فکر مې وکړ، لکه موږ چې يوه ورځ هم غم ليدلی نه وي، لکه موږ چې هيڅ د ظلم او استبداد وختونه تېر کړي نه وي، ډېرو جنګسالارانو، ډېرو کمونيستانو، پرچميانو د ترکيې اردوغان ته لاسونه لپه کړي وو، چې د خدای شکر دی، سیکولران وځپل شول.
کمونيستانو هم په خپلو فيسبوک پاڼو د ترکيې ملت ستايلی وو، هغه چا چې زموږ د نظام ټينګې ستنې يې سستې کړي، هغه چا چې خپل ګران وطن يې دوزخ وګرځول، هغوی هم په ډېره سپين سترګۍ سره د کودتا د بدو پايلو په اړه ليکلي و او د ترکيې د اردوغان په ستاينه يې ځانونه ستړي کړل.
مجاهدينو او اصلاحيانو له لوري هم په بېلا، بېلو اعلاميو کې د ترکيې کودتا وغندل شوه، د ترکيې له جمهور ريس سره خواخوږي څرګنده کړه.
زه پردې خوشاله شوم، چې په افغانانو کې خواخوږي موجوده ده، د بل په درد او غم اوښکې تويوي، يو وخت يې د ضيا الحق سر ته هم دعاګانې کولې، د بريا لپاره به يې صدقې کولې، دښمن د سر دعا يې کوله او خپل کور ورانولو ته يې بم او ماينونه راوړل.
هغه مهال ټولنيز پوهاوی دومره ډېرنه و، خلک په تيارو کې ساتل شوي و، دسړک، پلچک او افغان په شهادت جنت واجيبېدل، خو اوس چې تر ډېره خلک له عصري زدکړو برخمن دي، عصري او مالوماتي تکنالوجي ته لاسرسی لري، لا يې اوس هم د فکر هنداره خيچنه ده، افغان ولسمشر چې هره لاسته راوړنه لري، هغه د امريکانو پروژه بولي، خو د ترکيې،مصر او يو شمېر نورو هيوادو وير په سر اخيستي دي.
په فيسبوک کې ځينو سخت دريځو د ترکي پېغلو او مېرمنو انځورونو هم خپاره کړي و، چې د خپل هيواد د ژغورنې لپاره سړکونو ته راووتلې او دسيسه يې شنډه کړه، په ډېر وياړ يې دغه انځورونه پورته کړي و، خو په خپلو خويندو بیا په صحرايي محکمو کې خپل وحشت تر سره کوي، ددې پر ځای چې ښوونځي ته يې ولېږي، د کور مزدوره يې ګرځوي، ددې پر ځای چې ډاکتر ته يې د ناروغۍ د مالومولو لپاره بوځي، د اسپېرکۍ او او نورو بوټو طبابت تر سره کوي.
موږ لا اوس هم د وحشتونو په ګرداب کې ورک يوو، موږ لا اوس هم د پردي د خوشالولو لپاره د خپل ورور په مرۍ چاړه ږدو ، زموږ د کوټ وحشت ته طبیعت اوښکې تويي کړې، خو همدغه پرديپالو افغانانو يې په وړاندې يې هيڅ غبرګون ونه ښود، پر همدې ورځ د غزني په اندړو کې يوه کورنۍ د طالب د وحشت ښکار شوه، د نادر اکا د کور مېرمن او څلور کوچني ماشومان يې په شهادت ورسېدل، له ځينو محدودو ملګرو بغير چې د اندړو پېښې په اړه يې خپله عاطفه څرګنده کړه، نورو ټولو د ترکيې کودتا ته هوا ورکړې وه، ډېرو ويل چې اسلام پوله نه لري، رښتيا هم همدغه اسلامپالو د افغان وژنې دسيسه جوړه کړه، له يوه او بل ځای څخه يې ترهګر افغانستان ته د جهاد لپاره راولېږل، غربیان او شرقيان يې ټول راباندې مسلط کړل.
موږ د چا ښېګڼه کله هېرولی شو، هر هيواد چې وسلې راکړې، خپل هيواد مو پرې وران کړل، اوس د دوی منندوی يو، د هيواد ورانونې پروژې يې ښې پر مخ وړې دي، ځکه افغانان ترې مننه کوي.
کاشکې موږ پوهېدلي وای، ډېر وخت تېر شو، لا اوس هم د عقل په څلور لارې کې د عقل کچکول ګرځوو، هغه کمونيسټان او او تش په نوم د چوکيو وږي مجاهدينو که وجدان درلودای نن به يې ځان وژنه کړې وای، خو دا چې دوی لا وخته د وجدان پر محکمه د بډو او قدرت ترهګريز بريد کړی دی، نو ځکه هيڅ شرم نه لري، دوی تل د خپل ځان، خېټې او بډو په فکر کې دي،رب مو تل مختوري لره، پر موږ خو اخر جنتي خاوره دوزخ وګرځوله.
Amin ya rabelghalamen
داڅمکه چه ادم په جنتونو واړوله ******* زامنو ي ځرمن په دوږخونو واړوله