تاند- د عراق د کوردستان مشر مسعود بارزاني د سې شنبې په ورځ /سپټمبر ۱۹/ د عراق له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې په راتلونکو دوو یا درو ورځو کې پر یوې داسې متبادلې لارې غور وکړي چې په نهایت کې کوردستان خپلواکي ترلاسه کړي او یا پخپله ټاکلې موده کې د کوردستان د کورواکې ادارې له لوري د ټولپوښتنې له اعلان شوې نېټې سره موافقه وکړي.
ښاغلي بارزاني په سوران ښار کې د کوردستان د خپلواکۍ په ننګه جوړې شوې غونډې ته وویل«متبادله حللاره یوازې په هغه صورت کې مني چې امریکا او اروپا یې د تطبیق تضمین وکړي.»
بارزاني دا هم وویل چې د کوردستان کورواکه سیمه له نړیوالې ټولنې سره هیڅ راز ستونزه نه لري.
ده وویل چې نړیوالې ټولنې ته یې وړاندیز کړی چې د کوردستان او د عراق د حکومت ترمنځ منځکړتوب وکړي.
ټاکل شوې ده چې د کوردستان اداره د سپټمبر په ۲۵ مه / راتلونکې دوشنبه/ له عراق څخه د بېلتون او د یوه خپلواک هیواد لپاره د خلکو نظرونه وپوښتي.
کوردان په عراق سربېره په ایران، تورکیه (ترکیه)، سوریه او لږ شمېر په اذربایجان کې اوسي خو سره له دې چې د دوی شمېر لسګونو ملیون تنو ته رسېږي داسې دولت او هویت نه لري چې د کورد ملت استازیتوب وکړي. د دوی وضعیت تر ډېره بلوڅانو او پښتنو ته ورته دی.
د پښتنو شمېر یوازې په افغانستان او پاکستان کې تر ۶۰ ملیون اوړي خو ژبه یې عملاً په هیڅ هیواد کې رسمي حیثیت نه لري.
بلوڅان په پاکستان، ایران او افغانستان کې اوسي او د جغرافیې له نظره یوه خورا پراخه ساحه بلوڅ مېشته ده، خو په خپل نوم دولت نه لري.
الله دی دا برطانویان تباه او برباد کړي په ټولو هیوادونو کی یی د ډیورند په شان مساېل پری ایښی دي قومونه یی د څو هیوادونو ترمنځ ویشلي او اختلافات او بدبختي یی پری ایښي