لیکوال : ډاکټر انتظار احمد همدرد
چین او امریکا د خپلو سوداګریزو سیالیو په خاطر نړۍ د کورونا یا وهان ویروس له تهدید سره مخ کړل ، د زرګونو بې ګناه انسانانو ژوند یې واخیسته او د میلیونونو انسانانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړي .
د “تیاره سترګې “په نوم کتاب چې د مشهور امریکایي لیکوال ډین کونټز خورا زیات پلورل شوې کتاب دی، دغه کتاب له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې دمې میاشتې په ۱۰مه خپور شوې وو .
د کتاب په دریېم فصل ۳۳۵ مخ کې راځي ) د لي چین په نوم چینایي ساینسپوه په لومړي ځل سره د کرونا ویروس د بیولوژیکې اسلحې په ډول د ووهان ۴۰۰ نومې څیړنیز لابراتوار کې رامنځته کوي. دغه میکرو اورګانیزم د سټرین جوړښت له مخې یوازې د انسانانو ژوند ګواښوي(او په دې ډول د شلمۍ پیړۍ ناورین نړۍ ته پیژني حال دا چې دلیکوال له قوله) چین هڅه کوله چې په اقتصادي برخه کې امریکې زیانمن کړي .)
د امریکا هیواد دغه ویروس د وهان ویروس او چینایانو یې د کورونا ویروس په نوم سره یادوي، په دې ورځو کې دواړه هیوادونه لګیاه دي ، یوبل دویروس په خپرولو تورنوي.
ان ننۍ نړۍ له خپلو پرمختللي وسایلو سره د ډیرو پیژندل شوي ناروغیو په تشخیص کې له ستونزو سره مخ دي پس دوی له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې څنګه دیوې ناروغۍ
(کرونا ویروس یا وهان ویروس) دناروغۍ نښې ، تشخیص ، اپیډمیولوژي ، درملنه او د خپریدو ځای او کال … له اوس تشخیص شوي اصلي ویروس سره کاملا سره ورته والۍ ښیې!
په کتاب کې راځي چې (ددې ناروغۍ نښې به د نیمونیا په څیر وي اود انټي بایوټیکونو کارونه یې درملنه نشې کولی ، او ګرمه اوبو او هوا کې له مینځه ځي.)
ان په کتاب کې یادونه کیږي چې دا یوه بیولوژیکي وسله ده (په لابراتوار کې د ساینسپوهانو په لاس جوړ شوي ویروسونه چې د وسلې په توګه کارول کیږي) د یادونې وړ بولم دا چې کرونا لومړنی بیولوژیکي اسلحه نه دی تر دې وړاندې ځینې نور هم تولید شوي ووچې مشهوریې دا دي: انټژاکس ، ټولاریمیا او نور.
د هاروارډ څیړنیز لابراتوارونه دا ثابته کړي چې دایوه بیولوژیکې اسلحه دی، هندي او الماني ساینسپوهانو دغه ویروس یوه بیولوژیکي اسلحه ګڼلې.
انسانان د خپلو ګټو لپاره څومره بې وجدانه کیدلی شي!
ممکن په نږدې اونیو کې امریکې ددغه ویروس واکسین چې په حقیقت کې د خپلې سوداګرۍ بازار تود وساتي او نړۍ ته به دکرونا ویروس واکسین او درملې ډیر ژر وړاندې کړي.
یادونه :
ددې کتاب هغه برخې چې دا موضوعات پکې راغلې اود ویروس سره ورته والۍ ښیې ، انځورونه یې هم له تاسې سره شریکوم.