تاند، سه شنبه، د چنګاښ ۲۵مه: د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د هېواد د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان سکاټ میلر هرات ته تللی دی.

 جنرال سکاټ میلر، نن په هرات کې یو خبري کنفرانس ته وویل، نړیوال ځواکونه به له افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه د افغانانو د خوندیتوب لپاره کار وکړي: ((موږ غواړو له وسله والو مخالفانو څخه د ښارونو په پاکولو سره ملکي تلفات صفر ته راښکته شي.))

 په همدې حال کې د دفاع وزارت مرستیال جنرال یاسین ضیا طالبان د  ملکیانو په وژنه تورن کړل او زیاته یې کړه دغې ډلې وروستیو میاشتو کې فاریاب، غزني، فراه او هرات کې پراخ ملکي تلفات اړولي دي.

دغه خبري کنفرانس ته د کورنیو چارو ارشد امنیتي معین خوشال سادات بیا وویل، لویدیځ ولایتونو کې به د طالبانو د ځپلو لپاره د ځواکونو شمېر لا ډېر کړای شي.

نوموړي زیاته کړه، دولت داسې هم نه شي کولی چې هر کور ته سرتېری ودروي، خو په وینا یې خلک هم باید له حکومتي ځواکونو سره همکار شي.

 په همدې حال کې د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، له څو ورځو راهیسې اوبې او پښتون زرغون ولسوالیو کې روان عملیات له لاسته راوړنو ډک وو: (( طالبانو د افغان ځواکونو د مقابلې توان له لاسه ورکړی دی، د تېرو څو ورځو عملیاتو کې زموږ لاسته راوړنې ډېرې او د سر و مال زیان هیڅ راونه رسېد.))

 نوموړي زیاته کړه، راتلونکو میاشتو کې به درې نور پراخ عملیات هم د یو شمېر ولسوالیو د پاکولو لپاره پیل او ترسره کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او بهرنیو ځواکونو د لوړپوړو چارواکو ولایتي سفرونه تر یو حده ځینو ولایتونو ته شوي او ځینو نورو ته د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره لا پاتې دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *