تاند، یکشنبه، د ثور ۷مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۱۳۹۸ کال کې یې د ۲۳ لویو قاچاقبرانو په شمول د مخدره توکو د قاچاق په تور ۲۰۰ کسان نیولي دي.

 د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر ضد د مبارزې معینیت د سروې رئیس سید نجیب الله احمدي نن یکشنبه د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، په نیول شویو کې ۶۸ تنه د عامه نظم مؤظفین، ۹۶ ښځې، ۹ ماشومان او ۸ بهرني وګړي هم شامل دي.

 ښاغلي احمدي وویل، پولیسو په تېر یو کال کې ۱۱۷۰ ټنه مخدره توکي نیولي چې د تېرو کلونو په پرتله ۹ چنده زیاتوالی ښيي: (( په تېر یو کال کې د مخدره توکو د پروسس ۹۶ فابریکې له منځه وړل شوې دي.))

 نوموړی وايي، په دغه موده کې افغان پولیسو له قاچاقبرو څخه ۱ میلیون ډالر، ۶۰۴ عرادې موټر، ۴۴۵ میله وسله، ۱۲۹۳ موبایلونه، ۱۴ پایې مخابرې او د ټابلیټکا ګولیو د تولید ۲ ماشینونه هم نیول شوي دي.

 د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر ضد د مبارزې معین هاشم اورتاق بیا د هغو لسو لویو قاچاقبرو لیست افشا کړ چې په وینا یې پولیس یې د نیولو په هڅه کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *