((عزیز خان هوتک))
د طالبانو د واکمنۍ تر پرزیدو وروسته د بن په لومړۍ غونډه کې چې د افغانستان د دولت نوی بنسټ کېښودل شو له همغه وخته تر اوسه په حکومت کې څوکۍ ظاهراّ په قومي بڼه وېشل کیږي، که څه هم انډول په پام کې نه نیول کیږي، خو ترکیب یې په دې توګه دی چې حکومتي څوکۍ په قومي کسانو ووېشل شي.
په اصل کې وېش تنظیمي دی، خو د حکومتونو شریکانو دې وېش ته قومي بڼه ورکړې خو د څوکیو وېش په تنظیمي کسانو کېږي، ځکه په افغانستان کې تنظیمونه او ګوندونه هم ټولګډونه نه دي ډیری یې قومي بڼه لري.
د طالبانو د امارت د واکمنۍ تر ختمېدو وروسته یو شمېر مطرح ګوندونه چې په کورنیو جګړو کې ښکیل وو په بُن کې د امریکا په ملتیا راټول شو او د نوي نظام او حکومت بنسټ یې کېښود خو په حکومت کې د وېش بنسټ ناقص کېښودل شو.
دلته په افغانستان کې ډیری قومونه منسجم دي، هزاره قوم او د دوی اړوند ګوندونه تر ټولو ډېر هغه دي چې ژر په خپلو کې توافق ته رسیږي، ترکتباران هم تر نورو ښه دي ځکه په دې قوم جنرال دوستم حاکم دی او د هغه پر وړاندې بغاوت یا اعتراض نه کیږي.
نور واړه قومونه بیا په حکومت کې د پراخې ونډې څخه محروم دي هغه قومونه چې د افغانستان په اساسي قانون کې ورته ځای ورکړل شوی د حکومت په لوړو څوکیو کې نه ګمارل کېږي، خو یو نیم کس یې په ځینو برخو کې د سلاکارانو او یا هم په وړو څوکیو کې مقرریږي.
پښتانه هم پاشل شوي دي، خو په حکومت کې یې ونډه غوښنه ده، د نفوس په تناسب یې ونډه کمه ده، خو بیا هم پښتانه د حکومت په لوړو څوکیو کې ګمارل کیږي او کار کوي. په ویش کې ښه برخه ورکول کیږي خو له چارو یې رضایت نشته.
خو لویه ستونزه د تاجک قوم یا په اصطلاح د دري ژبو ده، په افغانستان کې اسلامي جمعیت ګوند د تاجکانو پر حقوقو خيټه اچولې ده او د دې قوم ټول امتیازات یې انحصار کړي دي، که څه هم ټول تاجکان جمعیت ګوند پورې اړه نه لري، خو ۹۹ سلنه جمعیتیان تاجکان دي. دوی له همدې څخه په استفادې، هغه کسان په حکومت کې په لوړیو څوکیو ګماري چې د اسلامي جمعیت ګوند غړیتوب ولري په تیرو ۱۷ کلونو کې اسلامي جمعیت چې کومه ونډه په حکومتونو کې ترلاسه کړې په څوکیو یې غیری جمعیتی تاجک په دنده نه دي ګمارلي په دې توګه ویلی شو چې د تاجک قوم نور مخور مشران او ځوان کدرونه د حکومت په لوړو څوکیو کې نه ګمارل کېږي.
د ملي یووالي حکومت له پیله چې کورنیو چارو وزارت عبدالله عبدالله ته په وېش کې رسېدلی دی، د لنډ مهال لپاره نورالحق علومي د کورنیو چارو وزارت د وزیر په توګه کار وکړ، ښاغلی علومي هم د اسلامي جمعیت ملګری او خواخوږی دی. د نورالحق علومي تر ګوښه کیدو وروسته تر اوسه درې پنجشیریان د کورنیو چارو د وزیر په توګه ګمارل شوي دي. تاج محمد جاهد، ویس احمد برمک او اوس امرالله صالح درې واړه د پنجشېر د درې اوسېدونکي دي چې د کورنیو چارو د وزیرانو په توګه ګمارل شوي دي.
دوی په کورنیو چارو وزارت کې پراخې رېښې غځولي او په هر قمیت چې کېږي هڅه کوي څو د پنجشیر درې کس د وزارت په راس کې پاتې شي او پرځای یې بل چاته د ګمارل کېدو وخت نه ورکوي. د کورنیو چارو وزارت دوی ته د لنګې غوا بڼه لري او له دې لارې د دوی روا او ناروا ټولې چارې په ښه توګه سمبالیږي. په همدې توګه په حکومت کې د تاجک قوم ونډه اسلامي جمعیت اخلي بیا د اسلامي جمعیت ترمنځ ډېره ونډه پنجشېر ته رسېږي.
امرالله صالح د حکومت کلک مخالف و او پر حکومت یې تل نیوکې کولی په همدې توګه یې یوځل دنده په حکومت کې پرېښوده، خو کله چې د ملي یووالي حکومت مشرانو د کورنیو چارو د وزیر ویس برمک د ګوښه کېدو پرېکړه وکړه امرالله صالح له ولسمشر سره ټول مخالفتونه شاته پرېښودل او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره یې د کورنیو چارو د وزیر په توګه کار پیلولو ته غاړه کېښوده.
د کورنیو چارو د وزارت ترڅنګ په حکومت کې تر ډېره ونډه چې تاجک قوم ته ځانګړې کېږي د پنجشیر خلک یې اخلي، همدا مهال څو مهم وزارتونه او ادارې د د دوی په واک کې دي. همدې ناانډولۍ د پنجشیر او اسلامي جمعیت ترمنځ هم درز رامنځته کړی او اوس عطا محمد نور او صلاح الدین رباني په ښکاره داسې هڅې کوي چې د پنجشیر له کسانو پرته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له داسې ټاکنیز ټکټ سره یوځای شي چې په راتلونکي حکومت کې ونډه په نیغه توګه د دوی لاسته ولویږي. د عطاء محمد نور او عبدالله عبدالله ترمنځ هم کړکیچ د وېش په سره رامنځته شو. عبدالله عبدالله د عبدالستار مراد پرځای د اسلامي جمعیت سره له مشورو پرته خپل خوریې مصطفی مستور د اقتصاد د وزیر په توګه وګماره چې د عطاء محمد نور له غبرګون سره مخ شو.
د افغانستان د اساسي قانون د پرېکړې له مخې ټول افغانان حق لري چې په دولت کې کار وکړي او د هغوی حقوق مساوي ګڼل شوي دي. که راتلونکی حکومت لوړې او ټيټې څوکۍ په قومي تناسب ونه ویشي او د وړتیا له مخې کسان وګماري په دې توګه به عدالت هم ټینګ شوی وي او هم به په حکومت کې د پراخ فساد مخه نیول شوې وي. حکومت باید ټولو افغانانو ته د هغوی له غوښتنو سره سم زمینه برابره کړي چې په لوړو څوکیو د دندو د ترلاسه کېدو لپاره د ازادو سیالیو له لارې وګمارل شي.
څو ټکی باید هیرنشی او مسؤلین دی ورته جدی پاملرنه اوباید سر پری خلاص کړی
تنظیم یاحزب باید د اصلاح،خیر او ملی ګټو د ساتنی لپاره وی ،که نوری معاملی کوی نو مشروعیت یی تر سوال لاندی راځی.
د تنظیم او ان-جی –او باید په کار کی توپیر وی ورنه بقالی ورته ښه ده .
قومی احزاب د ملی ګټو ضد او نا مشروع دی او نه پوهیږم چی قانون د احزابو څومره ځواب ویونکی دی او احزاب نافع او مفسد جدا کولی شی؟ که څوک ځان نه ستومانه کوی او به مه چی، د وزارت کش و فش می بس دی!!! بیا دا وزارت څوک راکوی؟
د احزابو تصفیه او ملی تربیه ضروری ده تر څو ملی ګټو ته ژمن او د انحصار خبیث خصوصیت باید محو شی او د خپلو غلو حمایه ونکړی ورنه مشروعیت یی ختم او حساب ته حواله شی تر څو پوه شی چی حزب د غلا او فساد لپاره نه وی
دا پورته ټکی او نور ډیر څه باید قانون د احزاب ولری او حزب ملت او حکومت ته نور مصائب ونه زیږوی
څو ټکی باید هیرنشی او مسؤلین دی ورته جدی پاملرنه اوباید سر پری خلاص کړی
تنظیم یاحزب باید د اصلاح،خیر او ملی ګټو د ساتنی لپاره وی ،که نوری معاملی کوی نو مشروعیت یی تر سوال لاندی راځی.