تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، له نن سهار راهیسې یې په کابل ښار کې د ګرځبندیز شرایط سخت کړي دي او چاته به اجازه ورنکړي چې له اړتیا پرته له کورونو راووځي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني تاند ته وايي، دا پریکړه تېره ورځ د امنیتي معین عبدالصبور قانع لخوا شوې او له مخې یې کابل ته ټولې لارې او د موټرو د تګ راتګ دروازې تړل شوې دي.

نوموړې وايي، د ښار له منځه یې امنیتي ځواکونه کوڅو ته ایستلي دي تر څو له کوره د خلکو د راوتلو مخه ونیول شي: (( همدا راز به ښار کې هم له هغو کسانو سره سخت برخورد وشي چې د پولیسو او روغتیا وزارت لارښوونې له پامه غورځوي او په غیر ضروري چارو پسې له کوره راوځي.))

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د ګرځبندیز قابو یوه میاشت پوره شوه او دغه موده د حمل له ۳۱مې څخه د ثور تر ۲۰مې پورې بیا غځول شوې ده.

دا مهال په ټول هېواد کې د کورونا ۱۱۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، کابل په کې د ۴۱۳ ناروغانو په لرلو له هرات څخه مخکې شوی دی.

د کابل خلک وايي، د کورونا له کبله له کورونو نه راوځي، خو راشن او نورې مرستې په عدالت نه ور رسېږي او بې وزله کورنۍ اړې دي چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو پسې بازار ته ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *