عبدالوکسل سوله مل

موږ یوه وړه کورنۍ وو. مور زه او زما درې خویندې. پلار مې په کوچنیوالي کې ټول پریښودو. موږیتمیان او مورمې په ځوانه ځوانۍ کې چې لا پينځویشتو کلونو ته هم نه وه رسیدلې کونډه شوه.هومره چې مو کورنۍ وړه ده ،دومره مو دارایي او شتمني هم کمه ده : یو درې کوټیزه وړ کورلرو. پرون مو دوکان هم وپلور.ځکه زه دا ډیره موده له دوکاندارۍ منع شوی یم او پردیو مزدورانو له ګټې تاوان رااړاوه.

اوس زه نه یوازې له دوکاندارۍ راګرځول شوی یم په ما لکه یو لوی ګنهکار دډیرو نورو شیانو بندیز هم لګیدلی دی. اوس زه داسې یو ناروغ ته ورته یم چې بوره ،مالګه،غوړ او ګڼې خوندروې او ګټورې میوې او خوراکونه پرې بند وی:

نه مې ښار ته څوک سودا پسې استوي. نه دچا په جنازه او خیرات کې برخه اخلم او نه هم په ختم کې راباندې څوک سیپاره لولي. په ودونوکې ګډون او دسندرو آوریدل خو راته له یوه سره ارام دی. ان په جومات کې له لمانځه هم منع شوی یم.

عجیبه بندي او عجیبه زندان ! نه یوازې له خلکو سره له کوره دباندې نشم لیدلی ،پرنوروهم بندیزدی چې ما پخپله دیره او حجره کې وویني . اوس زه نه دچا خورم او نه نورو ته پخپل کور کې په خلاص مټ او ورین تندي دسترخوان غوړوم.

زه اوس هغه مرغۍ یم چې چا د مرغیو له لوی سیله راګرځولی او په پنجره کې بنده وی. که څه هم دیوې نازولې مرغۍ په څیر له هرو خوړو پوره او کره یم خوپه پنجره کې بند مې زړه خولې ته راوستی اوله پنجرې د راوتلوفریاد او چیغې مې هیڅوک نه اوري.

مورمې چې په امر او پریکړه ېې د کور بندي یم چې هر وخت راسره مخامخ او سترګو په سترګو شي دزړه لپا سه په خپلې غولونکې خندا او موسکا تل له ما خپله اندیښنه پټوي اوراښايي چې پریکړه ېې زما او د ټولې کورنۍ دژغورنې او پا لنې  تر ټولووړ پریکړه ده.

زه له مورسره ددې په دې پریکړې او کورني زندان هره ورځ په جنګ یم. له خولې مې بلا ګډې وډې راوځي .خو مور مې زما په هره خبره غوږونه کا ڼه اچوي لکه هیڅ ېې چې نه وی اوریدلي. ترې پوښتم:

ـ مورې چې له هدیرې او جنازې منع یم نو زما جنازې ته به څوک راځي؟

مور مې سوړ اوسیلی وکاږي او له مخا مخ ځوابه تیره شي:

ـ خدای دې هغه سا عت نه راولي. له تا دې زه ړومبۍ شم.

پړینګ په ژړا شي :

ـ صدقه دې شم ودې نه لیدل چې په څومره هدیرو او جنازو کې بمونه والوتل !!

او یوه پوښتنه مې لا بشپړه کړې نه وي چې نورې پوښتې قطار ودروم:

ـ چې ښوونځي ته مې نه پریږدئ نو یو کورس ته خو اجازه راکړئ . که داسې له زده کړو هم راوګرځم دا یاد شیان به هم رانه ټول هیر شي.

او مور بیرته ځواب راکړي:

ـ ته نه اورې چې څومره ښوونځی وسوزیدل او له څومره ښوونکو او زده کونکو سرونه پرې شول؟

له ښونځي وروسته مې د سپورت شوق په زړه راووري:

ـ چې له سپورته دې راګرځولی یم نو دلویو سپورتي مسابقو د نندارې شوق خو مې  مه وژنئ؟

په ګیډه لاس کیږدم :

ـ نه ګورې چې په ځوانه ځوانۍ کې ګیډه رانه ځانګي ؟ ځکه نه ګرځم او له منډو منع یم !

له دې وروسته د کوڅې سر کې ودان جومات ته لاس ونیسم. او ورسره سمدلاسه په تا خچه کې پروت قران راواخلم:

ـ چې په جومات کې دې له لمانه راګرځولی یم خدای ته به په هغې دنیا کې کوم ځواب ورکوم؟

او مور مې لکه ټولې ځانوژونکې او بمي چاودونکې پیښې ېې چې په مغزو کې ثبت او راجستروي یوه یوه راواوروي او بیا په لنډو راته ووايي :

ـ دلته که کورزندان دی،دباندې هم بده ورځ ده. هرچیرې اور بل او سور دوزخ دی.

بیا په ورو لاس زما لورته ونیسي ومې ننګوي او زما ځواب ته ګوته په غاښ منتظره پاتې شي:

ـ اوس نو ته ووایه چې زندان ښه دی : که سور اور او دوزخ؟

زه به غلی او بې ځوابه شوم ځکه مور مې رښتیا ویل: نه ښونځي خوندي دي، نه جوماتونه ،نه سپورتي میدانونه،نه روغتونونه او نه هم هدیرې ….. هر ځای سور تنور دی، ځانمرګي د هیچاپروا نه کوي : نه د رنځوراو نه دروغ،نه دزده کونکي اونه د ښوونکي،نه د ملا نه د عامي او نه د مړي او نه دژوندي ….چې په هرځای ېې وس بر شي. خپل کار کوي او ویره خپروي. ډار ټوله دنیا نیولې .خو زما  زړه چې اوږده کورني زندان وهلې او دآزادۍ هوس مې په زړه اور بل کړی دی په هیڅ شی نه صبریږي بې واکه مې له خولې چیغې پورته شي:

ـ اخر ترکومه نو دا خو داسې جګړه ده چې نه ېې سر معلوم دی او نه پای !!

مورمې خواشینې راوګوري لکه زما خبره چې تصدیقوي . سوړاوسیلی ېې له خولې راووځي ،سر وخوزوي.خپلې پستې غیږته مې رانیږدې کړي خوبیرته ډاډ راکړي:

ـ خدای مهربانه دی .دنیا په امید خوړه شوې .

زه بیا له غوسې سور راواوړم . چیغې کړم:

ـ نو ترهغې مې نه پریږدئ چې دا لعنتي جګړه نه وي ختمه شوي؟

مورمې بې واکه په سر لاس کیږدي ،زما دووخویندو ته چې ما ته مخامخ لکه عسکر لاس په نا مه ولاړې دي لاس ونیسي او بيا له خپلې پریکړې ننګه وکړي او پخپل دریځ هما غسې کلکه ودریږي:

ـ چې څو مې دوي نه وی په کور کړي تر هغې دې ان دباندې کوڅې ته هم نه پریږدم.

د مور ټینګار مې یخې اوبه په زړه راواړوي.خویندو ته راڼه وروګورم هغوي هم مړې راوګوري . ددوي د ودیدو شرط هم د جګړې د ددریدو له شرطه کم نه دی . اوس په هرکورکې درې څلور پیغلې بې مړوناستې دي . ځکه ډیری ځوانان مسافر دي. ډیری ېې جګړواخیستي.او هغوی چې ژوندي دی د مرګ او مسافرۍ له ویرې په ځوانۍ کې ودونوته غاړه نه ږدي. له دې کبله خو اوس په هر کور کې د پیغلو نجونو سلامت ټولي ګرځي.

د مورپه دې خبره مې ددریواړوخویندو په ستوني کې ژړا راټوله شي. مړاوي راوګوري لکه زه ېې چې یوازینی امید ، نا جي او پا لونکی اوسم. په خویندو مې د ګرځید او کار هیڅ بندیز نشته : دوې ښونکې او دریمه نوې ډاکټره ده. په روغتون کې په کار بوخته ده.

نه پوهیږم څنګه مې عواطف مړه شي. د خویندو د احساس هیڅ پروا ونه سا تم او د هغوي په وړاندې خپل مسولیت او رسالت له یوه مخه هیرکړم. هغوی ته لاس ونیسم:

ـ ولې دې دوي آزادې پریښي ؟ ولې دوي له ښار او کاره نه منع کوې؟

مور مې خویندو ته مړاوي وروګوري. په فکر کې لاړه شي خو ژرېې ننګې ته دلیل راوړي:

ـ ځکه چې هغه تورسرې دي . ښځي دي . هغوی هغو ځا یونو ته نه ځي چې ستا زړه ورته تخڼیږي.

مورمې رښتیا ویل. ځکه ښځې نه زموږ نارینو په څیر د سپورتي لوبو تما شه ته ځې . نه په جومات کې لمونځونه کوي او نه هم هدیرو او ختم و خیرات کې برخه اخلي.

مورمې له هغې ورځې چې په شونډو مې تور ویښتان راختلي تل راته ويلي دي :

ـ زه او خویندې ټول پرتا راټول او خوندي یو.

او خویندې مې که څه هم زه له دوی ټولو کشری یم هره یوه تل راته وايي:

ـ ته اوس لکه زموږ پلارزموږ امسا او د سر سیوری يي.

خو دوی یوه هم نه پوهیږي چې زه له دې څومره رنځ وړم ، شرمیږم او زوریږم چې د دوی لاس ته نا ست یم.

نن مې د آزادۍ ورځ وه . نن باید له کوره وتلی وای .ځکه بیګا مې مور په حق وررسیده او نن ېې هدیرې ته وړه . زموږ دمورد مړی کټ ته زموږد نږدې خپلوانو ښځو تر څنګ د چم ګاونډ نورې ښځې هم موږ کره راغلي دي چې زموږد مور ویر  راسره بدرګه کړي.خوزموږ د ډیرو نږدې خپلوانو په څیر یو ګاونډی نارینه هم زموږ کورته رانغئ چې زموږ په ویر کې برخه واخلي . له موږ سره زموږ غم وویشي او بیا مو د مور جنازه تر هدیرې راسره بدرګه کړي. دوی یو هم ګرم نه وو ځکه  موږ ته ېې څو ځلې تر غوږ راتیره کړې وه چې که زه د چا په غم او ښادۍ کې برخه نه اخلم . نو زموږ غم او ښادۍ به هم له خلکو تشه وي او هیڅوک به نه په ښادۍ کې راسره خاندي او نه به راسره ویر په ژړا بدرګه کوي.

خویندې او زه پوهیدواو په دې خبره مو سر پوره خلاص وو چې خپل غم به پخپله ګالو او پالو .او له هیچا به هیڅ ډول مرسته نه غواړو. ځکه خو موخویندو چې څنګه مور ساه ورکړه . په مزدورانو مورته قبر وکیند.او اوس بله ډله نور مزدوران راغلي چې مورمې تر هدیری وررسوی اوقبر ته ېې وسپاري.

دمور دمرګ دروند پيټي دوه ځا یه کړی یم . ځمکه رالاندې ښوري . له دوه ورځو راهیسې مې سترګه نه ده پټه کړې

سرمې داسې خوږیږی لکه اور چې مې په سینه کې بل وی . د مور جنازه له نورو مزدورانو سره یو ځای رااخلم . اوږې ته ېې پورته کوم . په ځان نه یم خبر .روانیږم . خو څنګه چې دانګړ دروازې ته ورسیږم. څوک مې له شا له لمنې ونیسي . نږدې وي پښه مې وښویږي اوزما او نوروپه اوږوبارزما دمور جنازه هم چپه شي . ژرجنازه پریږدم . مخ راواړوم . خور مې لکه عسکري قوماندان چیغه کړي:

ـ تا ته چا ددباندې تلو اجازه درکړې ده .

څو چې ځان ځواب ته جوړوم جنازه د سترګو په رپ کې د کوره ووځي او خورمې په بیړه لوی اوسپنیز کولپ دروازې ته وروا چوي .

لندن ـ انګلستان

دشپې لس نیمې بجې

د ۲۰۱۸ میلادی کال دجولای ۲۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *