د يو هېواد دننه د ټول هېواد په کچه هغو ټولو سياليو او ټورنمينټونو ته، چې د همدغې هېواد د کرکټ ادارې له خوا ترتیب کېږي او د کرکټ له نړيوالې ادارې سره رسمي نه وي، کورنی کرکټ ويل کېږي. دا سیالۍ په نړیوال ریکارډ کې نه حسابېږي او نه هم پر نړيواله درجه بندۍ اغېزه کوي، خو کله چې يوه لوبډله بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي، بيا يې د کورني کرکټ پنځوس اوريزو سياليو ريکارډ له نړيوالې شورا سره د (الف لېست) او د څلور ورځنيو سياليو ريکارډ د (فرسټ کلاس) په نومونو ثبتېږي. کورنی کرکټ د يو هېواد د نويو لوبغاړو او کرکټ د ودې لپاره ډېر ګټور وي. لومړی راځو د کورني کرکټ پر ارزښت بحث کوو.
د کورني کرکټ ارزښت:
د هر هېواد لپاره کورنی کرکټ د ملا د تير حیثیت لري، همدا کورنی کرکت دی چې نوي لوبغاړي زېږوي، د هېواد د (کم عمرو، الف او ملي) لوبډلې تشکيلوي او ځوانان کرکټ کولو ته هڅوي. د غوراوي کمېټې لپاره د يوې لوبډلې جوړولو پر وخت تر ټولو اسانه لار کورنی کرکټ دی، تر څو د لويو لوبډلو لپاره د همدې سياليو له لارې لوبغاړي غوره کړي. لکه څرنګه چې د يوې لوبډلې د جوړولو لپاره له لوبغاړو څخه يوازې يوه ازموينه اخستل بسنه نه کوي او له دې سره د لوبغاړي وړتيا هم نه څرګندېږي چې لوبغاړی څومره وړتيا لري، نو د غوراوي کمېټه له کورني کرکټ څخه غوره لوبغاړي په اسانه توګه راټولولی شي. که په يو هېواد کې کورنی کرکټ لږ او يا هم نه وي، نو هرو مرو به د هغوی ملي لوبډله کمزورې او د کرکټ راتلونکی به يې له ستونزو سره مخ وي.

له يو هېواد څخه فقط (۱۶) تنه په لوبډله کې لوبېږي، نو که کورنی کرکټ نه وي، د ګڼ شمېر لوبغاړو د کرکټ سره مينه او شوق به وسوځي، ځکه لوبډلې ته به پر وخت لاره پيدا نه کړای شي. د هندوستان هېواد (يو اعشاريه نهه ويشت) بيليونه نفوس لري، خو له دومره ډېرو وګړو څخه يې فقط (۱۶) تنه په لوبډله کې لوبېږي، نو که دوی کورنی کرکټ ونه لري، لوبغاړي به يې څه کوي؟ هغه ګڼ شمېر لوبغاړي چې د کرکټ کولو لپاره تږي دي، خپله تنده به چېرې ماتوي؟ همدا لامل دی چې هندوستان خپل کورنی کرکټ ډېر پياوړی کړی دی، ګڼ شمېر سيالۍ په لاره اچوي، چې تر ټولو مشهورې سيالۍ يې (اي پي ايل) سوداګريزې سيالۍ او (رانجي ټرافي) سيالۍ دي.
اوس راځو د کورني کرکټ پر پياوړتيا بحث کوو، چې څرنګه کولای شو د خپل هېواد کورنی کرکټ پياوړی کړو.؟
کورنی کرکټ څنګه پياوړی کړو؟
په افغانستان کې کرکټ هغومره اوسنی نه دی، څومره چې يې موږ يادونه کوو، په هره سيالۍ او هر ځای کې د افغانستان کرکټ سره دا خبره جوخته يادېږي، چې د کرکټ مو دومره وخت نه کېږي، خو داسې نه ده، زموږ کرکټ که له (2000م) کال راهيسې هم حساب کړې، (شپاړس) کاله يې تېرېږي، په شپاړس کلونو کې زموږ کورنی کرکټ د يو لړ مالي او امنيتي ستونزو له امله هغومره پياوړی شوی نه دی، څومره چې په کار و، زموږ ولايتي لوبډلې لا هم هغه شان لوبغاړي لري لکه څرنګه چې يې په لومړيو کې لرل. ولايتي لوبډلې مو لا هم پياوړې نه دي. د افغانستان کرکټ په لومړيو کې يو لړ مالي او امنيتي ستونزې درلودې، په ولاياتو کې کرکټ وده نه کوله، ځکه نه خو لوبغالي و او نه د لوبغاړو لپاره اسانتياوې، خو اوس هغه ستونزې (مالي او امنيتي) تر يوه حده حل شوې دي، نو کولای شو چې کورنی کرکټ پياوړی کړو، څنګه؟ لاندې يې لولو.
۱- رسمي اکاډمي او لوبغالی: په هر ولايت کې يوه رسمي اکاډمي جوړول ډېر اړين دي، د امکان په صورت کې يو لوبغالی هم بايد جوړ شي، تر څو د ولايتي اکاډمۍ له خوا پرې سيالۍ ترسره شي او لوبغاړي خپله وړتيا په کې وښايي.
۲- د ولايتونو لپاره روزونکي: هر ولايت ته بايد يو رسمي روزونکی ولېږدول شي، تر څو د هغه ولايت په اکاډمۍ کې اووسېږي، کرکټ راجوړ کړي، لوبغاړي وروزي، اکاډمي فعاله وساتي او د ولايت لوبغاړي منسجم او له کرکټ سره په اړیکه کې وساتي او هره مياشت کرکټ بورډ ته د لوبغاړو په اړه راپور ورکړي.
۳- ولايتي لوبډلې: د هر عمر (شپاړس کلونو، نولس کلنو او يوه منتخبه لوبډله) بايد جوړه کړای شي او له کرکټ بورډ سره رسمي شي، د لوبغاړو ټاکل هم بايد د کرکټ بورډ څخه يوه لېږل شوې د غوراوي کمېټه وکړي.
۴- د هېواد په کچه هر ډول ولايتي لوبډلو په منځ کې سيالۍ په لاره اچول او په ژوندۍ بڼه په ټلوېزيونو ښودل.
۵- د شپږيزې په څېر نورې سيالۍ په لاره اچول او ډېرو لوبغاړو ته په کې ځای ورکول.
۶- د خصوصي ټورنمنټونو په لاره اچوونکي تشويقول تر څو نور ټورنمنټونه هم په لاره واچوي او کورني لوبغاړي په کې ولوبېږي.
۷- په ښوونځيو کې لوبډلې جوړول، د همدغو لوبډلو رسمي کول او تر منځ يې سيالۍ اچول.
د کورني کرکټ په پياوړتيا کې د سوداګريزو سياليو ونډه:
که د نورو بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو ته وګورو نو نږدې هر يو يې ډېرې لويې سوداګريزې سيالۍ لري، چې له امله يې کورنی کرکټ ډېر پياوړی شوی دی، لکه: د هندوستان (ای پي ايل)، د استراليا (بېګ بيش)، د بنګلادېش (بي پي ايل)، د سرېلانکا (ايس پي ايل)، د پاکستان (پي ايس ايل) همدا شان انګلينډ، وېسټ انډيز، جنوبي افرېقه او نور هېوادونه هم سوداګريزې سيالۍ په لاره اچوي، چې له دې لارې؛ د لوبغاړو د کرکټ تنده ماتېږي، لوبغاړي پيسې لاسته راوړي، نوي لوبغاړي لاسته راځي، نړيوالو لوبغاړو سره د کورني لوبغاړو د لوبېدو يوه ښه موقع ده، کرکټ بورډ پرې پيسې لاسته راوړي، ملکي وګړي هم د کرکټ له نندارې خوند اخلي او تر ټولو مهمه خبره يې دا چې لوبغاړي په کې لا پياوړي کېږي.
په افغانستان کې ډېری ځوان لوبغاړي داسې دي چې يا هم په کورني کرکټ کې د لوبېدو چانس په لاس نه ورځ او يا هم په ټول کال کې يوه يا دوه سيالۍ ترسره کوي چې په هغې کې ورسره بخت ياري نه کوي، که کورنی کرکټ نور هم ډېر کړو، نو په ايرو کې پټ لالونه به ټول رابرسېره شي، په تېرو څو سياليو کې موږ وکتل چې ځوان لوبغاړو څه ډول لوبه وکړه، د راشېد ارمان، حمزه هوتک، حشمت الله شهيدي او نورو ځوان لوبغاړو له سياليو کتلو وروسته ويلای شو چې په ايرو کې لا هم لالونه پراته دي، که څوک يې د رابرسېره کولو کوښښ وکړي.
د افغانستان ملي لوبډلې
او کورني کرکټ د پياوړتيا په هيله