کورنۍ او د ماشوم روزنه کتاب، چې منځپانګه یې د کورنۍ جوړښت، مسوولیتونه او د ماشوم روزنه ده، له چاپه را ووت. د حمیدالله حمیدي دغه کتاب په کابل کې اکسوس کتاب پلورنځي په ۱۵۲ مخونو کې په سپین کاغذ، ښکلي صحافت، زر ټوکه چاپ کړی. مینوال کولی شي دغه کتاب په کابل کې له اکسوس کتاب پلورنځي څخه په وړ بیه ترلاسه کړي. د حمیدي تر دې واړندې هم دوه نور اثار (خوشاله ژوند ته غځېدلې لار) او ( ننداره) چاپ شوي، چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي.