تاند، سه شنبه، د حمل ۱۹مه: د اقتصاد وزارت د اقتصادي تحلیلونو مرکز اندېښنه ښودلې ده چې د کورونا وبا افغانستان ته پراخ زیانونه متوجه کړي دي.
دغه مرکز وايي، ۸۷ سلنه افان کورنۍ د دغه ویروس له اقتصادي او نورو زیانونو څخه خوندي نه دي.
د یاد مرکز ارزونه ښيي چې د توکو ۱۰ سلنه قیمته کېدلو له کبله به د افغانستان د فقر کچه ۷ سلنه شدیده کړي خو که بیې ۲۰ سلنه لوړې شي نو دا به فقر د شدت کچه ۱۲ نیم سلنې ته ورسوي.
د شمېرو له مخې دا مهال ۷۰۰ زره افغان کورنۍ د ورځې په مزد ژوند تېروي او ۵۰۰ زره کورنۍ یې بیا داسې دي چې په کور د سرپرست د پاتې کېدو له امله هره ورځ ډوډۍ ته اړمنې دي.
اقتصاد وزارت حکومت ته وړاندیز کړی دی د ټیټ رتبه مامورانو له معاش څخه دې د مالیې ګرځول وځنډوي او ۱۰۰ زره کورنیو ته دې عاجلې مرستې ورسوي.
د وړاندیز له مخې راغلي چې حکومت دې د اوړو او غنمو په وارداتو محصول اخیستل هم وځنډوي.
څېړنه ښيي که د افغانستان اقتصاد ته له کورونا څخه متوجه ګواښ مدیریت نه شي نو افغانستان به ۳۲۴ میلیارده افغانۍ زیان وویني.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ویلي د کورونا پر ضد مبارزې ته یې خپل ۲۵ میلیونه ډالر جلا کړي دي، همدا راز امریکا هم کابل ته ۱۵ میلیونه ډالر او نړیوال بانک بیا ۱۰۰ اعشاریه ۴ میلیونه ډالر مرسته افغان حکومت ته ورکوي تر څو پرې له کورونا سره مؤثره مبارزه وکړي.