تاند، شنبه، د حمل ۱۶مه: کابل کې کورونا ویروس یو ۶۳ کلن کس وژلی خو په ننګرهار او نېمروز ولایتونو کې یې دوه ناروغان رغېدلي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار په یو خبري کنفرانس کې وویل، په دې سره افغانستان کې د کورونا ناروغۍ له کبله د مړینو شمېر ۷ او د رغېدلیو کسانو شمېر ۱۲ ته لوړ شو.
نوموړی وايي، تر ټولو تازه پېښه کې د کابل یو ۶۳ کلن اوسېدونکی مړ شوی دی.
تر دې وړاندې څلور تنه په هرات، یو په بلخ او بل ناروغ چې یوه مېرمنه وه په دایکنډي کې کورونا ویروس وژلې وه.
بلخوا د هرات صرافۍ مارکیټ د ځايي مسوولانوپه وینا د حکومت د بې غورۍ له کبله بېرته تړل کېږي.
دغه مارکیټ تر یوې اوونۍ زیات تړلی و خو اوس یې د صرافانو مشر بهاالدین رحیمي ویلي چې اړ دي د حکومت د بې غورۍ له کبله د هرات د صرافۍ مارکیټ بیرته وتړي.
نوموړی وايي، حکومت ورسره د بازار پرانیستي ساتلو په برخه کې مرسته نه کوي او دوی نه شي کولی چې د خلکو په بیروبار کې حوالې اجرا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې هرات د کورونا ویروس مرکز بلل کېږي او دغه ولایت کې ټولې سیمې تړل شوې دي مګر په ګڼو سیمو کې له صرافانو غوښتل شوي دي چې د حوالو د اجرا لپاره د مارکیټونو د حفظ الصحې په مراعتولو فعالیتونه مخته یوسي.